نور نو په کيبورډ ليکل د زړې زمانې خبره ده

0 387

شاید د ځينو کسانو لوی ارمان دا وي چې یوه ورځ د کمپيوټر پر کيبورډ ګوتې کښېږدي او لیکل وکړي، نړۍ اوس کيبورډ ته لومړیتوب نه ورکوي.

امریکايي څېړونکیو د ټيپ په نوم داسې یوه اله جوړه کړې چې لکه ګوتمۍ له هرې ګوتې سره نښلول کېږي او بیا ستاسې د ګوتو په ښورولو سره لیکل کوي.
دا اله یوه بله خوبي دا لري چې د ماوس په توګه هم کارېدلای شي.
که څوک د لاس په وسیله لیکل نه شي کولای، کولای شي چې د خپلو پښو ګوتو ته دغه اله ور واغوندي او ليکل وکړي.

دا اله له کمپیوټرونو، سمارټ ټلېفونونو، سمارټ ساعتونو او نورو سره نښلول کېږي او بیا کولای شئ چې پرې لیکل وکړئ. بیه يې ۱۲۹ ډالره ده.

Comments
Loading...