موټرولا مسابقه وګټله

0 90

ټایمز ګایډ یوټیوب چېنل د سمارټ موبايلونو مختلف فیچرونه تر ازموینې لاندې نیولې.
په دې ازموینه کې د دې موبايلونو سرعت، ښه ډیسپلې، ښه کامره او ډېر چارج وهل تر څېړنه لاندې نیول شوي دي.

د دې څېړنې لپاره د اپل، سمسونګ، هواوي، موټرولا، ایل‌جي، ګوګل پکسل او ون پلس کمپینو موبايلونه تر څېړنه لاندې نيول شوي ول.
په څېړنه کې دا موبايلونه په څلور مرحلو کې له څلورو، تر شپږ فټه لاندې کانکریټ او اوبو ته وغورځول شول او پایله یې حیرانونکې وه.

په دې څېړنه کې د موټرولا د ۵۰۰ ډالرو موبايل چې ماډل یې موټو زي۲ دی، تر ټولو قوي موبايل ثابت شو.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...