مسلمانې هندۍ نجلۍ داسې « اپلېکېشن »جوړ کړې چې د نړۍ په شپږو ژبو کار کوي

0 655

د دغه نوي اپلېکېشن په مرسته عام خلک کولای شي د نړۍ له مشهورو ډاکټرانو سره پر خپلو ستونزو خبرې وکړي .

په هند کې يوې مسلمانې نجلۍ د مبايل يو داسې اپلېکېشن جوړ کړی دی چې د نړۍ په شپږو ژبو کار کوي او کاروونکو ته يې ستره آسانتيا رامنځ ته کړې ده.
مسلمانه هندۍ نجلۍ د نوي مبايل اپلېکېشن جوړولو له کبله يې نړيواله جايزه هم ترلاسه کړې ده. د دغه ابتکاري کار د ترسره کولو له کبله، هغې ډېره ستايل شوې ده.
نجلۍ د هند په پونه ښار کې د نړيوالې جايزې له ترلاسه کولو وروسته وويل چې د ښځو تعليم د وخت اړتيا ده. هغې ويلي چې د يوه ملت پرمختګ د هغه د ملت د وکړو پر تعليم ولاړ دی او هغه ملت چې تعليم لري، حتمي پرمختګ کوي.
د دغې نجلۍ په شپږو ژبو نوی اپلېکېشن ځکه ډېر مشهور شوی او دې پرې نړيواله جايزه ترلاسه کړې چې يوه ستره آسانتيا يې رامنځ ته کړې ده. د دغه نوي اپلېکېشن له لارې عام خلک کولای شي د نړۍ له مشهورو ډاکټرانو سره پر خپلو ستونزو خبرې وکړي او د خپلې ناروغۍ په اړه مشوره ترلاسه کړي.

سرچینه: سپوتنیک پښتو

Comments
Loading...