فېسبوک په خطري تارو کې لاس وهي

0 56

د خواله رسنیو تر ټولو مشهوره شبکه فېسبوک ښايي ځینو کسانو ته ډېر خوندي ځای ښکاره شي، خو دې شبکې ډېری وخت د ډېرو مهمو کسانو شخصي مالومات شریک کړي دي.
تازه په امریکا کې د بربنډو فلمونو یوې کمپنۍ پر فېسبوک عریضه کړې چې د زرګونه کاروونکيو شخصي مالومات یې د فېسبوک له لارې خپاره شوي دي.
خو فېسبوک دا تورونه بې‌بنسټه بللي او زیاته کړې یې ده چې په دې وروستیو کې یې د خپلو کاروونکیو شخصي مالوماتو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې پر فېسبوک دا ډول تورونه لګول کېږي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې پر فېسبوک هم تورونه ولګول شول چې د کاروونکي شخصي مالومات یې خپاره کړي دي چې فېسبوک له همدې کبله بیا ۵ اربه ډالره جرمانه هم شو.

Comments
Loading...