سمسونګ تر ټولو قوي موبايل بازار ته راځي

سمسونګ وايي، نوی ګلګسي نوټ۹ موبايل به یې چې د اګسټ میاشتې په نهمه یې بازار ته وړاندې کوي، تر ټولو قوي او خورا خوندور ګرځنده ټلېفون به وي.

دې کمپنۍ په خپله رسمي پاڼه د دې ګرځنده ټلېفون یوه تازه وېډیو خپره کړې چې په کې یې ادعا کړې، دا موبايل به له نورو ښګېڼو سره سره تر ټولو قوي بېټرۍ هم ولري.
د جنوبي کوریا دا مشهوره کمپنۍ وايي، هغه ستونزې نورې پای ته رسېږي چې تر دې وړاندې د سمسونګ کاروونکي ورسره د چارج پر مهال مخامخېدل.

سمسونګ وايي، دا بېټرۍ نسبت نورو ته شل سلنه لوړ کیفیت او همدا ډول زیات چارج وهي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: ساینس او ټکنالوژي

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.