روسیه وایي د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي

0 111

روسیه ادعا کوي چې د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي دي.

ایرنا د ټاس خبري اژانس له قوله وايي د روسیې بیولوژیکي او طبي اژانس په تازه اقدام کې داسې درمل جوړ کړي چې کولی شي کرونا ویروس د انسان د بدن په حجرو کې له منځه یوسي او ددغه ویروس د پرمختګ مخه ونیسي.

 د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې دغه درمل د روغتیا د نړیوال سازمان له سپارښتنو سره سم جوړ شوي دي خو تر اوسه یې ناروغانو ته د ورکولو سپارښتنه نه ده شوې.

روسیې دغه راز ادعا کړې چې ددغه درمل په جوړښت کې له داسې طبي عناصرو هم ګټه اخیستل شوې چې په بدن کې د کرونا د بېرته راګرځېدو او نورو جانبي عوارضو مخنیوی کوي.

 تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم روسیې په اړه لا ډېر معلومات خپاره کړي دي.

Comments
Loading...