روباټان هم په ټاکنو کې برخه اخلي

0 199

زموږ په هېواد کې طالبان ټاکنې نه مني، خو د ټیکنالوجي په هېواد جاپان کې دا ځل د مصنوعي ذهانت لرونکي تر ټولو هوښیار روباټ ته وخت ورکړل شوی چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې کانديد شي.
ارټیفیشل انټیلي‌جنس که څه هم د انسانانو د بې‌روزګارۍ یو ستر عامل بلل کېږي، دا ځل دا چانس ورکړل شوی چې بېخې ښاروال وټاکل شي او سمه بې‌کاري جوړه کړي.

د جاپان حکومت ویلي، که څه هم په ټاکنو کې د روباټانو د برخې اخیستو اړوند قانون نه دی جوړ شوی، خو دوی روباټ ته چانس ورکوي چې نور هم پرمختګ وکړي او ښه خدمات وړاندې کړي.

جالبه دا ده چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د دې ځیرک روباټ لپاره کمپاین هم پیل شوی او په ټوکیو کې یې ځای ځای پوسټر هم لیدل کېږي له خلکو یې د رایې ورکولو هیله کړې ده.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...