د ګوګل نوی ټلېفون پلور ته وړاندې شو

0 147

د ګوګل نوی ټلېفون پکسل۳ مخکې له دې چې بازار ته معرفي شي او مخ‌کتنه یې وشي، پلور ته وړاندې شوی دی. اوس خلک دې ته حیران دي چې دې لویې کمپنۍ دا کار څه ډول کړی دی.

خو داسې نه ده چې دا ټلېفون به له دوکان تر لاسه کوئ، بلکې په انلاین بڼه پلورل کېږي او یوازې یې د ګوګل ټلېفون په ویب‌سایټ کې اخیستلای شئ.
د دې ټیلفون رسمي پرانیسته به د اکټوبر په نهمه نېټه وشي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...