د ټلېفون د بېټرۍ دښمنان مو وپېژنئ

شاید ډېری کسان د خپلو ټلېفونونو له بېټریو ډېر په تنګ راغلي وي، ان تر دې چې خبرې به یې د همدې بېټرې له لاسه نیمګړې پاتې کېږي، که تاسې هم له داسې مشکل سره مخ ياست، نو راځئ نن په سرخط کې د موبايلونو هغه پروګرامونه وپېژنئ چې له دننه ستاسې د ټلېفون بیټرۍ له‌منځه وړي.

کینډي کرش ګېم؛
دا ګېم ستاسې د موبایل د بېټرۍ تر ټولو لوی دښمن دی. کينډي کرش نه یوازې دا چې زیات ځای نیسي، بلکې زیات چارج ختموي او بېټرۍ هم له‌منځه وړي.

پیټ ریسکیو ساګا؛
دا د بېټرۍ پر وړاندې دویمه درجه دښمن دی. دا انلاین ګېم د انټرنیټ زیاته ډېټا، د موبایل زیات سټوریج او د بېټرۍ زیات چارج اخلي.

کلیش اف کلېنز؛
گوگل پلې‌سروس، او‌ایل‌ایکس، فېسبوک، واټس اپ، انډرایډ ویدر اینډ کلاک او سولیټایر ګېم نور هغه عوامل دي چې ستاسې د ټلېفون بېټرۍ له دننه خوري او هر مهال یې درته سور څراغ روښانه کړی وي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: ساینس او ټکنالوژي

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.