د واټس‌اپ پيغامونه به نور په خپله ړنګېږي

0 43

وټس‌اپ یو ځل بیا د پیغامونو د په خپله ړنګېدو لپاره هڅې پېل کړې دي. دا اسانتیا اوس یوازې د دغه مسنجر په نوي «بې‌ټا» ورژن کې را منځ ته شوې او هغه کسان یې ډانلوډولای شي چې په ګوګل پلې بې‌ټا پروګرام کې راجسټر وي.
د دغه نوي ورژن له مخې مالومات دا ښيي چې د وټس‌اپ کاروونکي کولای شي، د خپلې خوښې پیغامونه د یوې دقيقې، یوې ورځې، یوې اوونۍ، یوې میاشتې او یو کال لپاره اټوماټ ړنګېدو سیسټم ته واچوي.
دا چې د وټس‌اپ دغه نوې اسانتیا به کله د عامو خلکو د لاسرسي وړ وګرځي، په اړه یې دقیق څه نه‌شې ویل کېدای، خو دغه شرکت ډاډ ښوولی چې عمومي لاسرسي ته یې زیاتې ورځې نه دې پاتي.
د یادولو وړ ده چې د هر سافټ‌ویر یا اپليکېشن «بې‌ټا‌ورژن» یوازې د ځانګړيو کاروونکيو لپاره په ازمایښتي ډول د لاسرسي وړ وي چې د دې کارېدنې پر مهال د هغه اړوندې ښېګڼې او نیمګړتیاوې په ګوته شي او له کومې ستونزې پرته عام بازار را ووځي.

Comments
Loading...