د سامسونګ مینه‌والو ته ښه خبر

0 366

که په ای‌فون مو مینه نه ماتېږي او کوم بل سمارټ فون هم ستاسې د طبعې وړ نه وي، نو له خپل سامسونګ سره پاتې شئ.
دې کمپنۍ تازه خبر ورکړی چې په ۲۰۱۸۸مېلادي کال کې به بازار ته دوه کامرې لرونکي ټلېفونونه عرضه کړي.

دا ټلېفونونه به هم لکه د نورو دوه کامرې ولري او په دې سربېره به داسې فیچرونه ولري چې تر اوسه یې ای‌فون هم نه لري، خو سامسونګ نه دي ویلي چې دا فیچرونه به کوم او څه ډول وي.

سامسونګ د خپل دې ټلېفون ماډل هم نه دی ښوولی چې ایا په زړو ټلېفونونو کې یوازې فیچرونه او کامرې ور زیاتوي او که نه ماډل یې هم ور پورته کوي او کوم نوی توکی بازار ته وړاندې کوي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...