د ای‌فون له دې نوي عيبه خبر ياست؟

0 139

د اپل تر ټولو لوړ بیه ټليفون لا شل ورځې نه دي پوره شوي چې خلکو ترې شکایتونه پیل کړي.
په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې ډېری خلکو ویلي، د ای‌فون سیلولر او وای‌فای ستونزه لري او له پخوانیو ماډلونو استفاده پکې شوې او نوي سافټ‌ویرونه نه دي ور انسټال شوي.

اوس جالبه ځکه ده چې اپل ویلي وو، په نویو ټليفونونو کې به د وای‌فای ستونزه هیڅ نه وي، ځکه نوي فیچرونه ور زیات شوي دي.

تر دې وړاندې هم ای‌فون ځکه له بازاره ټول شوی و چې په ځینو فیچرونو کې د ستونزې له کبله سست و.
اوس د سمسونګ او نورو سیالو کمپنیو له خوا دې موضوع ته نوره هم هوا هم ورکړل شوې او ښې ملنډې يې پرې وهلې دي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...