داسې الوتکه چې هم الوځي، هم لامبو وهي

0 112

په ننۍ ګڼه کې داسې بې پيلوټه الوتکه يا ډرون در پېژنو چې هم کښتۍ ده هم الوتکه.
په امریکا کې جوړه شوې دا ډرون په بشپړ ډول واټر پروف جوړه شوې ده چې کولای شي ان په اوبو کې هم غوټه ووهي.

دا ډرون په ساعت کې ۶۰ کیلومټره واټن وهي او کولای شي چې په یوه ځل چارج اووه‌لس دقیقې مزل وکړي.

دا ډرون د ریموټ په وسیله کنټرولېږي او تر خوا یې په ښکلې ډيزاین جوړه شوې چې نظر هم ژر ور اوړي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...