د وريجو تر دانې کوچنی کمپيوټر جوړ شو

0 124

یو وخت و چې کمپیوټر له خپلو ټولو وسایلو سره په یوه کوټه کې نه ځایېده، خو اوس داسې وخت راغلی چې د وریجې تر دانې وړوکی کمپیوټر هم جوړ شوی دی.
د مشيګن پوهنتون څېړونکیو داسې کمپیوټر جوړ کړی چې ټول اوږدوالی یې ۰،۳ ملي مټره دی، خو جالبه دا ده چې کمپیوټر کله اف شي، ټوله ډیټا، پروګرامونه او مېموري یا حافظه یې له‌منځه ځي.

اوس د دې پوهنتون څېړونکي وايي، کمپیوټر خو یې جوړ کړی، خو اوس نه پوهېږي، کمپیوټر ورته ووايي او که نه؟

دې کمپیوټر ته د مایکرو موټي نوم ورکړل شوی دی چې د وریجې تر دانې هم وړوکی دی.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...