اپل غواړي خپل مشتریان بيا خوشحاله کړي

0 291

وروسته له هغه چې امریکايي کمپنۍ اپل د ای‌فون د سستېدو په اړه اعتراف وکړ، مشتریان یې ترې ډېر خفه شوي دي.
اپل وايي، زرګونه پیغامونه یې تر لاسه کړي چې له اپل څخه په‌کې د خواشینۍ ښوونه شوې.

دې ټکي ته په کتو اوس دې کمپنۍ ویلي، د خپلو مشتریانو د بېرته خوښولو په پار غواړي د ای‌فون وریجنل بېټرۍ په ازارنه بیه وپلوري.
کمپنۍ ویلي، په افغانستان سربېره، په ټوله نړۍ کې خپل بېټرۍ یوازې په ۲۹۹ امریکايي ډالرو پلوري.

اپل وايي، مشتریان یې کولای شي چې د بېټرۍ د اخیستو له‌پاره ورسره د انټرنيټ له لارې په مخامخ ډول خبرې وکړي او خپله وریجنل بېټرۍ واخلي.
اپل وايي، دا بېټرۍ د ای‌فون۶ په ګډون د پورته ماډل دي چې وړاندې یې نږدې ۸۰۰ ډالره بيه وه.

Comments
Loading...