کورونا وایرس

رضوان الله شپون

0 76

له هانکانګ څخه د جاپان یوکوهاما بندر ته تلونکې بیړۍ کې ۶۶ تنه په وایرس اخته کسان تشخیص شوي دي، په دوی کې ۴۵ جاپانیان، ۱۱ امریکایان، ۳ فیلیپینیان، او یو یو تن له کاناډا، بریتانیې او اوکراین څخه دي، د سمندري سیاحت دغه بیړۍ فعلاً په یاد بندر کې قرنطین شوې ده، له دې سره په جاپان کې د اخته کسانو شمیر ۱۶۲ تنو ته ورسید چې دا تر چین وروسته لوړ شمیر دی.

د چین په شمال ختیز تیانجین ښار کې د یاد ښار په نوم پوهنتون (Tianjin University) ویلي چې دوی داسې میتود کشف کړی چې د شکمن کس تشخیص په ۱۵ دقیقو کې ممکن کوي، تر دې وړاندې هانکانګ کې داسې کیټ جوړ شوی و چې دغه موده یې تر دریو ساعتونو راکمه کړې وه.

د چین له نورو ښارونو څخه ووهان ښار ته تلونکی طبي پرسونل او په ځانګړې توګه نرسانو له دې کبله چې له ویرس څخه لا زیات خوندې شي ټولو سرونه خریلي او ویښته یې په بیخ کم کړي دي.

د جاپان له ناګویا ښار څخه د هنرمندانو او زده کوونکو یو ګروپ چین ته ۶۰ زره ماسکونه د ډالۍ په توګه لیږلي، په دغو ماسکونو درې جملې لیکل شوي.
1. روغ پاتې شئ.
2. وجنګیږئ او مبارزه وکړئ.
3. تاسې به د کورونا وایرس په مقابل کې دا جګړه وګټئ.

پرون یکشنبه ۹۷ تنه ناروغان وفات شوي چې تر اوسه تر ټولو لوړ شمیر دی.

پرون یکشنبه ووهان ښار ته په ۴۱ چارټر فلایټونو کې ۵۷۸۷ تنه طبي پروسونل لیږدول شوی، د جنورۍ له ۲۴ تر فبرورۍ ۹ پورې د ووهان تیانهي هوايي ډګر ته په ۱۲۴ الوتنو کې ۱۷۰۰۰ طبي پروسونل او په ۱۱۵ الوتنو کې مجموعاً ۲۲۰۵ ټنه روغتیايي توکي لیږدول شوي.
دا مهال چین کې په وایرس د اخته کسانو شمیر۴۰۲۶۵، د شکمنو تعداد ۲۳۵۸۹، ۹۰۹ تنه مړه او ۳۳۹۸ تنه نور رغیدلي او له روغتونونو رخصت شوي.

 

Comments
Loading...