ټیټ فشار

0 161

د وینې فشار هغه ځواک دی چې د رګونو پر دېوالونو د وینې د جریان په وسیله را منځ ته کېږي او د حیات یوه نښه پېژندل کېږي. کله چې وینه د زړه په وسیله پمپېږي، دغه فشار پيدا کېږي.

د وینې فشار دوه ډوله ښوول شوی، یوه ته سیسټولیک او بل ډیاسټولیک وايي. داسې ښوول کېږي چې دلته یو سل او شل سیټولیک او اتیا ډیاسټولیک فشار دی.

سیسټولیک هغه فشار دی چې د زړه د عضلې تر انقباض وروسته په شریانونو کې را منځ ته کېږي او ډیاسټولیک د رګونو یا شریانونو د داخلي فشار ښوونکی وي او کله چې د زړه عضله له انقباضي حالته انبساط یا د استراحت حالت ته راشي، دغه فشار را منځ ته شي.

د ډېری بالغانو لپاره د سیسټولیک فشار طبیعي او نارمله اندازه د ۹۰ او ۱۲۰ په منځ کې وي او ډیاسټولیک فشار د ۸۰ او ۶۰ په منځ کې ښوول شوی دی.

په بېلابېلو هېوادونو کې د لوړ فشار اندازه توپير کوي، په اروپا کې که فشار تر ۱۳۰/۸۰ لوړ وي، لوړ فشار بلل کېږي. کله چې فشار لوړ وي، د زړه، پښتورګيو، سترګو او نورو ناروغیو سبب کېدای شي.

ټیټ فشار چې هیپوټنشین هم ورته وايي او کله چې فشار ټیټ شي، د بدن بېلابېلو برخو ته د وینې په رسیدا کې خنډ پېښېږي. که دغه حالت ډېر دوام وکړي، دبدن بېلابېل غړي لکه زړه، دماغ او نورو اندامونو ته زيان رسېدلای شي.

تر هغه چې ټیټ فشار کومه نښه نه وي پيدا کړې، تاون نه کوي؛ خو که ترد ې اندازې ټیټ شي چې نښې نښانې يې څرګندې شي، باید درملنه يې وشي.

کله چې مغزو ته وینه او اکسیجن و نه رسېږي، مغز ښه کار او فعالیت نه شي کولای او په نتېجه کې ناروغ ګنګس، خوبولی او سربداله وي، حتا ممکنه ده ضعف وکړي.

دغه راز کله چې ناروغ خپل وضیعت بدلوي، مثلاً که ویده وي او ناڅاپه ودرېږي، ممکن سر يې وګرځي او حتا د لوېدو شونتيا يې هم شته. هغه کسان چې یوازې په دې وخت کې له ټیټ فشاره سره مخامخ وي، دغه فشارته ارټوسټاټیک فشار وايي.

د ټيټ فشار وخت

کله چې یو کس وینه ضایع کړي او یا يې په وینه کې میکروب ګډ شي، ممکن فشار يې ټیټ شي. که په دغه حالت کې ناروغ ته وینه ورکړل شي او یا څښاک وکړي، شايد حالت يې ښه شي او که میکروبي شوې وي، باید هغه میکروب له منځه یووړل شي، په دې سره به يې فشار بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

ځینې وخت د بدن اوبه کمې شي چې دوینې اندازه هم ورسره کمېږي، خو د اوبو په څښولو او د مایعاتو په کارولو دغه ستونزه حل کېدای شي.

د براډي‌کارډیا په نامه د زړه ناروغي هم فشار ټیټولای شي. دغه حالت د ځینو خاصو درملو د خوړولو په نتېجه کې را منځ ته کېږي. که دغه درمل پرېښودل شي، فشار هم ورسره لوړېږي.

ناسمه تغذیه د ټیټ فشار سبب کېدای شي، په تېره بیا په هغو ماشومانو کې چې ښوونځي ته ځي، که په تفریح کې سم خواړه و نه خوري، سر درد او نور ستونزې ور پيدا کوي چې علت يې ناسمه تغذیه او ټیټ فشار دی.

د معدې او کولمو ستونزې هم ممکن د فشار د ټیټوالي سبب شي. دغه راز وېره او اضطراب هم یو اصلي علت کېدای شي، ډېری داسې ناروغۍ او عوامل شته چې فشار ټیټوي، خو اصلی علت يې باید ډاکټر پيدا کړي او که علت پیدا نه شي، په هر ډول چې باید فشار نارمل حد کې وساتل شي.

د ټیټ فشار د معالجې لپاره لومړی باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت يې پيدا کړئ، خو ځینې لارې شته چې په ښه مو در تلای شي:

د ټیټ فشار د مخنیوي یوه مهمه لاره سمه تغذیه او خوراکي رژیم دی، باید خواړه منظم او غله دانه، سبزیجات، مېوه، غوښه او حبوبات په متعادل او سم ډول وخوړل شي.

د سبزیجاتو اوبه په تېره بیا د ګاځرو او بانجانو اوبه، کبان او سمندري مالګه مرسته کولای شي.

دغه راز اوبه ډېرې وڅښئ، هغه شیان چې د بدن اوبه کموي، لږ مصرف کړئ. په دې سربېره کاربوهایډریټ کم مصرف کړئ.

Comments
Loading...