د کرونا وایریس او زکام تر منځ توپیر په څه کي دی؟ 

داکتر محمدرحیم ستانکزی

0 66

ټول پوهیږو چی نن سبا د زکام وخت دی. شاوخوا به یو څوک خامخا ومومئ چی پرنچیږي او یا به هم پوزه پاکوي. هر څوک چي په زوکام اخته وي پخپله درته وايي چی له ما لیرې اوسه، داسې نه چې تا هم پرې اخته کړم.

او یا موږ او تاسي پخپله له داسې شخص څخه لیرې ګرځو. دا خو کومه نوی خبره نه ده. داسې خو هر کال پیښیږي، خو دا ځل یو شی نوی دی.

نن سبا د نورو هیوادونو په ښارونو لکه لندن کی ویل کیږي چې کله تاسی په کوم اورګاډي کې سفر کوئ او که مو ناڅاپه وپرنجل نو اول به درته شاوخوا موجود کسان په غور سره وګوري، او وروسته به ورو ورو درنه ټول لیری ولاړ شی.

همدغه کیسه په نورو هیوادونو کی هم روانه ده. په ځینو ځایونو کیې خو حتی چې کله خلک سره یو ځای کیږي نو د اشارو په ژبه خبرې سره کوي.

په انټرنیټ کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې په ایران کې ملګری د لاسونو په ځای د پښو په واسطه له یو بل سره روغبړ کوي چې داسې حتی د تنزانیا هیواد ولسمشر هم کړي دي.

داسی ویره د دغه نوي وایرس چې ورته نویل کورونا وایرس یا کوویډ 19 ویل کیږی، سوکه سوکه زموږ دماغونو او فکرونو ته لاره کړې ده چي کله په ټوکو کې یادیږی او کله هم جدیت اختیاروي.

زما کوچنی زوی چې کله به یی په یخ کی زکام په بلا هم نه واهه اوس د کورونا له ویری صابون په جیب کی ګرځوی.

اخیر دا ویره د څه شی ده؟

که څه هم چی دا د زکام وخت دی او له امریکا څخه تر افغانستان پوری خلک د زکام څخه خلاص ندی، خو بیا هم خلک د زکام په اړه نه بلکه د کورونا وایرس په اړه خبری کوی.

د روغتیا د نړیوالی اداری د شمیرو په اساس د انفلوینزا یا والګی له امله هر کال تقریبا د دیرشو څخه تر پنځوسو لکو پوری انسان سخت ناروغه کیږی، په دی کی د دوو لکو او نوی زرو څخه نیولی تر شپږو لکو او پنځوسو زرو پوری د تنفسی ناروغیو لرونکی ناروغان پکښی د منځه ځي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او وقايي د مرکز په وینا، د 2019 څخه نیولی د 2020 میلادی کال هغه وخت چی زکام ورکی ډیر وو د اتلس زره څخه نیولی تر شپږڅلویښت زرو پوری انسانان د زکام له امله مړه شویدی. یعنی والګی یو ډیر وژونکی ناروغی ده. خو موږ همیشه دا وایو چی ارام وکړه، دا زکام دی، په یوه یا دوه هفتو کی ښه کیږی. زکام خپل وخت لری.

 اما کرونا؟ دلته خبره لږ بدله ده.

د کرونا ګواښ

د روغتیا د نړیوالی اداری په وینا، په کوم ډول چی کورونا خپریږی، دنیا د یوی ناڅرګنده خطر سره مخ ده.

په ټوله نړی کی په کورونا اخته کسانو شمیر تر دوو لکو اوښتی دی، او لږ تر لږه اته زره کسان تری مړه شویدی. په اروپا کی د کورونا د ناروغانو شمیر مخ په ډیریدو دی. او امریکا خپل سرحدونه د کانادا سره بند کړیدی.

په اروپا کی د کورونا وایرس زیات ناروغان په ایټالیا کی دی. په ایټالیا کی د 2503 کسانو مړینه تصدیق شویده. او په امریکا کی په دی وایرس اخته کسانو شمیر تر شپږو زرو اوښتی دی.

په افغانستان کی د کورونا وایرس نوی ناروغان راڅرګندیږی، چی تقریبا اوس یی تعداد 74 کسانو ته رسیدلی دی. او یو کس خپل ژوند هم د دغه ناروغی له امله د لاسه ورکړی دی.  

د تیری میلادی میاشتی په اته ویشتمه یوه امریکایی مجلی یو راپور خپور کړ چی ورکی ویلی یی وو چی د کورونا په ناروغی اخته کسانو د 83 څخه نیولی تر 98 فیصده خلک په تبه اخته کیږی، د 76 څخه نیولی تر 82 فیصدو پوری خلک وچ ټوخی لری، او د 11 څخه نیولی تر 44 فیصده خلک د ستړیا احساس کوی او د عضلو د درد څخه شاکی وی.

زوکام او کورونا

په بریتانیا کې مسلمان داکتر عبدالحفیظ وایی چې موږ په اوس مهال کی د انفلواینزا او کورونا ترمنځ توپیر نشو کولای. ځکه چی د زوکام په اړه خو معلومات لرو خو د کورونا په اړه تر اوسه په هیڅ نه پوهیږو. تحقیقات روان دي اما دا تحقیقات اوس په اولو مراحلو کې دی. او کله چی موږ په عاجلو وختونو کی معاینات کوو نو د تجرباتی مراحلو څخه نه وی تیر شوی لکه څرنګه چی موږ دواګانی د تجرباتی مرحلو څخه تیروو او بیا یی د استعمال اجازه ورکوو. همدارنګه دا داکتر وویل چی په څومره چټکی سره چی دا وایرس خپریږی په هغه اندازه تحقیق پری نه کیږی.

څرنګه وپوهیږو چی یو شخص په کورونا وایرس اخته دی او که په عادی زکام؟

داکتر حفیظ وایی چی که یو کس ووینو چی پرنچیږی او یا هم په ریزش یا زکام اخته دی، نو په اوس وخت کی خو دا ویل چی دا زکام دی او که کورونا وایرس، د امکان څخه لیری خبره ده.

د داکتر حفیظ په وینا چی د نړیوال احتیاط د اصولو مطابق، چی کله موږ د کوم مریض د وینی سمپل اخلو، نو موږ دا ګڼو چی ټول په کورونا اخته دی، او داسی د احتیاط څخه د کار اخیستنی راته ویل شوی دی. خو دا بیله خبره ده چی وروسته د معایناتو څخه نتیجه منفی راوځي.

که څه هم چی کورونا په خپریدو ده، او د دی په اړه زیات معلومات نلرو، خو بیا هم ضروری ده چی ونه ویریږو. که څه هم چی تر اوسه داسی کوم واکسین نسته. شمیرنی ښیی چی د مړه شوو کسانو د یوویشت اعشاریه نهه فیصده کسانو عمرونه تر اتیا کلونو لوړ دی، او د نهو کلونو څخه د کمو ماشومانو د وژل کیدو پخلی نه دی شوی.

نو زیات خطر هغو کسانو ته مواجع دی چی وار د مخه په کومه ناروغی اخته وی او یا یی هم عمر زیات وی.

د کورونا او والګی ورته والی

د کورونا او والګی څخه تنفسی ناروغی منځ ته راځي. که څه هم چی له ورایه خو دواړه ناروغی یو ډول ښکاری، خو د دی دوو ناروغیو عاملین مختلف وایرسونه دی.

په دواړو ناروغیو (کورونا او والګی) کی تبه زیاتیږی، ټوخی پيدا کیږی، بدن درد کوی، د ستړیا احساس وی، او کله نا کله نس ناستی هم منځته راځي.

دا دواړه ناروغی د لنډ وخت لپاره کیدای شی، او د اوږد مهال لپاره هم کیدلای شی. په بعضو مواردو کی ناروغان مړه کیږی هم.

د دی دواړو ناروغیو له امله سینه بغل هم منځته راتلای شی، چی په بعضو مواردو کی خطرناک وی.

دا دواړی ناروغی د یو شخص څخه بل ته په هوا کی د قطراتو په ذریعه انتقالیږی، یعنی د یو ناروغ شخص څخه روغ کس ته د هغه د ټوخی، پرنچی او یا هم د ډیری نیږی فاصلی څخه د خبرو کولو په وخت کی انتقالیدای شی.

داکتر حفیظ وایی چی اوس مهال د کورونا ناروغانو ته د وایرس ضد همغه دوګانی ورکول کیږی کومی چی زړو اشخاصو یا نورو ناروغانو ته د ناروغی په وخت کی ورکول کیږی. د ده په وینا چی د دی دواړو ناروغیو تر منځ دا توپير باید په نظر کی ونیول شی او زیات احتیاط باید چی وشی.

د کورونا د ناروغ څخه زیات خطر د کور افرادو ته مواجع وی. ځکه چی دا وایرس د سترګو، پزی او خولی له لاری وجود ته داخلیږی. نو په دی اساس تر ټولو زیات هغه کسان باید چی احتیاط وکړی کوم چی ناروغ ته نیږدی اوسیږی.

دا وایرس د دروازی د لاستی څخه هم اخیستل کیدای شی، او یو ډول لوښی استعمالول او یا یی په لاس کی اخیستل کوم چی د کورونا ناروغ یی استعمالوی له امله هم سرایت کولای شی.

نو د احتیاط کیلی دا ده چی سړی باید ناروغ ته ډیر نیږدی ورنشی، خو داسی هم نه ده چی ناروغ بیخی پریښودل شی. فقط احتیاط پکار دی.

د کورونا او والګی تر منځ فرق

تر اوسه چی کومی څیړنی شوی دی د کورونا سبب فقط یو وایرس دی. خو والګی مختلف ډولونه او وایرسونه لری.

که څه هم چی دواړه وایرسونه په هوا کی د قطراتو او لمس له امله انتقالیږی، خو تر اوسه ترسره شوی څیړنی ښيي چی کورونا وایرس هغه شخص ته هم انتقالیدای شی چی اوس دلته موجود نه وی.

یعنی د ناروغ شخص میکروبونه په هوا کی موجودو قطراتو کی ژوندی پاتی کیدلای شی، او کله چی د هغه ځایه ولاړ شی نو هلته موجود کسان یا وروسته راتلونکی کسان پری مصاب کیدلای شی.

د والګی په ناروغانو کی زیاتره د ستونی درد هم وی، خو د کورونا وایرس ناروغانو کی نفس تنګی زیاته وی.

دا خبره هم باید چی په یاد ولرو چی ساینس پوهان د څو لسیزو راهیسی په والګی باندی څیړنی کوی، که څه هم چی په نړی کی اوس هم د والګی له امله زیاتی مړینی منځته راځي، خو موږ او تاسی بیا هم د دی په اړه په زیاتو شیانو پوهیږو، اما د کورونا په اړه نه. ځکه چی د کورونا وایرس نوی دی. او موږ یی په اړه زیات نه پوهیږو. د دی سره د مبارزی لپاره مناسب درمل نلرو. نو په همدی اساس دا ډیر خطرناک دی.

لښکرګاه هلمند

۱۳۹۹/ حمل / ۵

Comments
Loading...