د عامې روغتیا وزارت وایي وړاندیزونه یې نه عملي کیږي

0 50

د عامې روغتیا وزارت وایي که په هرات کې په ګرځېدو بندیز ونه لګول شي ناروین به رامنځ ته شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار خبرداری ورکوي چې که د دغه وزارت وړاندیز عملي نه شي هر ناورین چې رامنځ ته شو مسولیت به یې د عامې روغتیا وزارت نه وي.

هغه نن په یوه خبرې ناسته کې وویل د عامې روغتیا وزارت وړاندیز کړی وچې په هرات کې د څوارلس ساعتونو له پاره په ګرځیدو بندیز ولګول شي، خو ورته پام ونه شو.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند له مسولو ادارو وغوښتل چې له سیاسي لوبو لیرې د عامې روغتیا وزارت وړاندیزونه عملي شي.

وحیدالله مایار وویل د دغه وزارت وړاندیزونه د فني او علمي مطالعې له مخې او مسوولانه دي. هغه وایي په دغه برنامه کې ځنډ د ناورین لامل کیدای شي.

 د عامې روغتیا وزارت پرون وړاندیز کړی و چې هرات باید قرنطین او په ګرځیدو بندیز ولګول شي.

هغه دغه راز په کابل کې هم د خلکو د راټولیدو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

د عامې روغتیا وزیر دا وړاندیزونه ولسمشرۍ ته سپارلي ، خو تراوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

Comments
Loading...