د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا په نړیواله وبا بدله شوې

0 91

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې د کروناویرس (کووید -۱۹) خپریدلو ته په کتو، دغه بیماري د وبا یا ټولنیونې پړاو ته وتلې ده.

 د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس، تدروس ادهانوم ګیبریسوس نن  وویل : ”د کروناویرس د خپریدو حیرانونکی شمیرې ته ډیر خواشیني یو. د دغې ناروغۍ خپریدو ته په کتو مو دا پریکړه وکړه چې کروناویرس د وبا په توګه ومنو.“

ډاکټران وایي یوه ناروغي هغه وخت په  وبا یا پنډمک بدلیږي چې له یوې لویې وچې څخه د بلې لویې وچې خلکو ته په پراخه توګه خپره شي، لکه د زیکا، مرغانو انفلونزا او ایډز په شان بیمارۍ چې په تیرو کلونو کې په نړۍ کې رامنځته شوې وې.

کروناویروس تر اوسه د نړۍ ۱۱۵ هیوادونو ته رسیدلې ، لږ تر لږ ۱۲۲ زره کسان په دغه بیمارۍ اخته شوي او ۴۳۷۹ کسان یې مړه کړي دي.

چین د ۸۱ زره مثبتو پیښو او ۳۱۶۲ مړینو سره د د دغو هیوادونو په سر کې دی. ایټالیا کې هم اوس  له ۱۰ زرو څخه ډیر کسان په دغه ویروس اخته شوي. ایران بیا د ۹۰۰۰مثبتو پیښو او ۳۵۴ مړینو سره د کروناویروس په جدول کې دریم دی.

د کروناویروس لومړۍ پیښه د تیرکال د دسمبر په میاشت کې ثبت شوه او په ډيرې چټکې څخه د نړۍ ګڼو هیوادونو ته ورسیده. ددغه ویروس له کبله په بیلابیلو هیوادونو کې ګڼې فابریکې، ښوونځي او پوهنتونه تړل شوي او په ټوله نړۍ کې پروازونه بند شوي دي او اقتصادي تاوانونه یې اړولي دي.

Comments
Loading...