دغه خواړه د سترګو کمزوری لید تیزوي

0 73

روغتیايي څیړنې ښایي، چې د عمر په زیاتیدو سره په طبیعي ډول لید کمزوری کیږي، خو روغ او سالم ژوند کولای شي ستاسې د سترګو د لید د کمدیو مخینوی وکړي او د سترګو کمزوری لید تیز کړي.

په امریکا کې د سترګو څیړنیز مرکز هغه خواړه چې د سترګو لید په تیزوالي کې مرسته کوي په ګوته کړي دي، چې په دې لنډه لیکنه کې یې درسره شریکوو.

۱ماهي: روغتیايي څیړنې ښایي، چې د ماهي غوړ یا اومیګا ۳ اسیدونه کولای شي، د سترګو د اوبو د وچوالي اندازه کمه کړي او د سترګو د لید د کمزوري کیدو مخه ونیسي. ماهي د هغه کسانو لپاره چې د کمپیوټر، لیپټاپ او موبایل سکرین ته زیات وخت ګوري، ګټور خواړه بلل کیږي.

۲وچه میوه: غوز، کاجو، ممپلي او داسې نورې وچې میوې د سترګو روغتیا ته ډيره ګټه لري. د ورغتیايي څيړنو پر اساس وچه میوه هم د غوړ اسیدونه (اومیګا ۳) او ویټامین E په پراخه کچه لري، چې کولای شي د عمر پورې اړوند د سترګو لید د کمزورۍ مخه ونیسي.

۳ګل لرونکې تروې میوې: هغه تروې میوې چې له پخیدو مخکې ګل کیږي، لکه مالټه، انګور او لیمو چې د ویټامین C لویه سرچینه ده، د سترګو د کمزوري لید په ښه کولو کې مرسته کوي.

۴پاڼه لرونکې سبزي: پاڼه لرونکې سبزي په خپل ترکیب کې ویټامین C، E او نور داسي مواد لري، چې د سترګو لید په تیزولو کې مرسته کوي.

۵خوږ آلو: خوږ آلو په خپل ترکیب کې ویټامین E او د اکساید ضد نومي مواد لري، چې د سترګو لید په ښه کولو کې مرسته کوي.

۶غوښه: دغه خواړه په خپل ترکیب کې په لویه کچه کوټ، جست/زنک لري، چې د سترګو په روغتیا کې اوږدمهاله مرسته کوي. د روغتیایي څیړنو پر اساس زنک د عمر تیریدو سره د سترګو د خرابوالي په مخنیوي کې مرسته کوي.

۷هګۍ: هګۍ په خپل ترکیب کې په لوړه کچه ویټامینونه لري، د سترګو لپاره په کې ځانګړی E ویټامین او زنک Zinc مادې کچه شتون لري، چې د سترګو لید د کمولو مخنیوی کوي.

۸اوبه: د زیاتو اوبو څښل یو شمیر روغتیایي ګټې لري، چې یوه یې د سترګو د وچوالي ختمول دي. د روغتیایي څیړنو پر اساس هر انسان باید په ورځ کې له ۸ تر ۱۲ ګیلاسو پورې اوبه وڅښي.

د پورتنیو خوړو ترڅنګ اوبه هم د سترګو د لید په سالم ساتلو کې ډیره مرسته کوي.

Comments
Loading...