استرالیایي څيړونکي: د کرونا د درملنې د موندلو په برخه کې پرمختګ شوی

0 62

استرالیایی څیړونکي وایي په کرونا د ځینو اخته کسانو درملنه یې کړې ده. دوی وایي هیله من دي چې دا چاره په سراسري ډول وازمایي.

  د استرالیا د کوینزلند پوهنتون د څیړنو د مرکز مدیر پروفیسور ډيویډ پترسون وایي څیړونکو له دوو درملو استفاده کړې چې د کرونا ویروس څخه په رامنځ ته شویو عوارضو یې ښه اغیز کړی دی.

 هغه وایي یو درمل چې په استرالیا کې د کرونا په ناروغ ازمویل شوې پایله یې مثبت وه چې له امله یې له ناروغ څخه عفونت ورک او روغ شوی دی.

پترسون چې د رویال بریزین په روغتون کې د عفوني ناروغیو متخصص دی وایي دا درمل باید د کرونا د درملو په توګه باید ذکر نه شي ، بلکې اوس یو بلقوه درملنه ده.

 هغه وویل دا درمل اوس په بلقوه ډول اغیزناک دي او تر درملنې وروسته د ناروغانو پ بدن کې د کرونا ویروس هیڅ نښې نه پاتي کیږي.

ویل کیږي دا درمل مخکې په استرالیا کې ثبت شوي، اجازه یې اخیستل شوې او د خلکو د استفادې وړ دي.

 پترسون وایي هغه څه چې دوی یې اوس غواړي سرته ورسوي په استرالیا کې په لویه کچه د دغه درملو ازموینه ده چې په پنځوس ناروغانو باید وڅیړل شي او پایله یې معلومه شي.هغه وایي په دې کې باید په ناروغ د دغه درملو جلا جلا اغیز او یا هم د دوی ترکیبی حالت .

 ډاکټران وایي د درملو تاریخچې ته په پام سره دغه درمل د انسان د بدن له دفاعي سیستم سره جوړ جاړی لري او تر استفادې وروسته کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي.

پترسون وایي له دغه هیواده بهر هم لکه په سنګاپور او چین کې د کرونا ناروغانو د درملنې په برخه کې ښې تجربې ثابتې شوې دي.

هغه وایي زما څیړونکې ډله ډاډه ده چې دا درمل د نورو هیوادونو ناروغانو ته هم ولیږدوي.

پترسون وایي غواړي استرالیایانو ته د کرونا ناروغۍ د درملنې غوره درملنه پیدا کړي. هغه وایي هیله من دي چې د مارچ میاشتې ترپایه د کرونا ویروس د درملنې یوه قطعي لاره ومومي.

Comments
Loading...