د افغان-پاک د پرابلم پراختیا/ واحد فقیري

0 494

څه موده کېږي چي د افغانستان او پاکستان تر مینځ روابط سخت خراب سوي دي. د دواړو ملکونو تر مینځ د ترورسټانو او افراطیانو لیسټونو تبادله سول. یو بل ئې د ټروریزم او افراطیت په تقویه کولو او پناه ورکولو تورن کړل. او اوس دم ګړی، د کابل او اسلام تر مینځ لانجه د سرحدونو د تړلو او حتی سرحدي نښتو ته رسېدلې ده.

د لعل شهبار قلندر له مرګانۍ حملې راوروسته، پاکستان د افغانستان سره خپل سرحدونه وتړل. د پاکستان پوځیانو ادعا وکړه چي دا حمله هغو افراطیانو وکړه چي په افغانستان کي پټ دي.

د دې سره سم، په پنجاب او نورو سیمو کي د افغان/پښتون عمومي ازار او توفیف پیل سو. او پدې ډول پنجاب ټول افغان/پښتون توهین او بې عزته کړ.

خو د افغان – پاک په اړه جغرافیه وي او تاریخي واقعیت دا دی چي د تروریزم سره مبارزه د سرحدونو په تړلو او بندولو سره نه کېږي. تروریزم پدې نه ماتېږي چي لاري بندي سي، تجارت په ټپه ودرېږي، او عام خلګ ازار او تاواني سي، بلکي تروریزم هله ماتېږي چي د محل خلګ ارام او بسیا ژوند ولري. خلګو ته کار وي. د بېکارانو لښکري کمي سي. هر څوک په خپل کور او کلي کي د عزت ژوند ولري.

مطلب مي دا دی چي د افغان-پاک په ساحه کي د سرحدونو تړل په واقعیت کي د تروریزم سره مرسته کول دي. د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته پکار ده چي د سرحدونو تړل د خارجي پالیسي په ابزارو باندي بدل نه کړي. ځکه دا یوه ناکامه او بزدلانه پالیسي ده.

البته اساسي خبره دا ده چي په سیمه کي مذهبي افراطیت یو ګډ مشکل دی، او یوازي د افغان-پاک او سیمه ایزو هیوادونو په ګډه همکارۍ او مبارزې سره فیصله کېدلای سي.

بلخوا، پاکستان ته پکار ده چي د افغانستان لپاره یو افغان محوره پالیسي غوره کړي. نه دا چي افغانستان له هند سره وتړي.

په پای کي، د تروریزم سره مجادله د افغان/پښتون سره د تبعیضي چلن په کولو، د سرحدونو په تړلو، او په پټه د افغانستان او هند پر ضد د افراطيت د مارانو په ساتلو سره نه کېږي. بلکي په صادقانه او ګدي مبارزې سره کېږي. په اسیمه ایزي همکارۍ، او د سرحدونو او تجارت په ازادولو سره کېږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.