مهم ماموریت او نامناسب وخت / محمد نعمان دوست

0 740

 یو ځل بیا د ولسمشر د لومړي مرستیال کور محاصره شو. پر ده تور دی چې پر یوه قومي مشر یې د جنسي تېري حکم صادر کړی و او خپله یې هم د دغه سپین‌ږیري په بې‌پته کولو کې ونډه اخیستې وه.
دولت چې د اساسي قانون د څلرویشتمې مادې له مخې د انسان کرامت ته په درناوي او ساتنه مکلف دی، حق لري هر هغه څوک ونیسي چې پر انساني کرامت لکه لېونی سنډا درېږي، تر پښو لاندې یې کړي.

خو د تورونو په اساس، دلته انساني کرامت د داسې چا له خوا نقض شوی چې د دولت په راس کې له واقع شخصه وروسته دویم مقام لري او له دې رسمي مقام سره سره غیررسمي پرېمانه ځواک لري او چېرته چې عدلي ارګانونه کمزوري وي او د شخصي زور خاوندان په کش کې وي، د قانون تطبیق پرې اسانه نه دی.
داسې ښکاري چې نړیوال په افغانستان کې تر ډېره حده یوازې تمثیل کوي، همدا لامل دی چې ستونزې په خپل ځای پاتې دي او دا داسې ستونزې دي چې هر وخت دولت ګواښلای شي.

وګورئ، د نړیوالې ټولنې په مرسته دلته د بې‌وسلې کولو پروګرامونه «ډي ډي ار» او «ډایاګ» عملي شول، پر دغو پروګرامونو په میلیونونه ډالر ولګول شول، خو لا هم پخواني قوماندانان او مشهورې تنظیمي څېرې پرېمانه سلاکوټونه لري.
مهمه بېلګه یې د پروان په چاریکارو کې د جمعیت اسلامي د قوماندان جان احمد، د وسلو او مهماتو لویه زېرمه وه.

دغه سلاکوټ د «۱۳۹۴» کال د چنګاښ په لومړیو کې د ايتلافي ځواکونو په یوه برید کې په نښه شو چې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او پرېمانه مهمات پکې ویجاړ شول.
دومره لوی ډیپو هم د «ډایاګ» او «ډي ډي ار» له پروګرامونو خوندي پاتې شوی و!
د ولسمشر لومړی مرستیال هم یو له هغو کسانو څخه دی چې شخصي ملېشې او دومره وسلې او مهمات لري چې په کابل کې د روانې هجري پېړۍ د اوومې لسیزې خونړۍ پېښې بیا نمایش ته وړاندې کولای شي.

حساس وخت
افغانستان اوس په یوه حساس حالت کې دی. له یوې خوا داخلي ناامني او له بلې خوا د ګاونډي بریدونه هغه څه دي چې حکومت ګواښي او که خدای مه کړه په کابل کې یو بل انډوخر شروع شي، د دغه نسبي امن شړۍ به هم د سترګو په رپ کې ټوله شي.

د قدرت نمایش او معکوسې پایلې
د قدرت نمایش هغه په وخت کې مطلوبې پایلې لري او په اصطلاح له نمایش ورکوونکیو د خلکو سترګې سوځي چې هدف تر لاسه شي او که تر لاسه نه‌شي؛ نو په زور یې د خلکو شته باور هم له منځه ځي.
د «۱۳۸۶» کال په سلواغه کې هم حکومت د قدرت یو نمایش وړاندې کړ، خو هدف تر لاسه نه‌شو.

هغه مهال هم همدې جنرال داسې یو کار وکړ چې نیولو ته یې پلمه جوړه شوه. د ترک تبارانو د شورا مشر اکبربای یې وتښاتوه، د هغه پر کور ور واوښتل او بې‌عزتي یې ورپېښه کړه.
پولیسو د جنرال کور محاصره کړ، ښاریان پر خپلو امنیتي ځواکونو باوري شول، خو چې کله شا و خوا لس ساعته وروسته محاصره ماته شوه او هغه محکمې ته کش نه‌شو؛ نو د ښاریانو شته باور هم له منځه ولاړ.
د تازه کلابندي په پای کې که مطلوب کسان ونیول شي او محکمې ته کش شي خو ډېره ښه او که د تېر په څېر وي، د خلکو پاتې باور به هم له منځه ولاړ شي.

د توازن اړتیا
دلته یوازې له رسنیو خبرېږو چې قانون هم پنجې لري، خو دا چې منګولې يا پنجې یې هر څوک نه‌شي راټینګولای؛ نو ځکه خو زورور زړور دي او له قانون بېخي سترګه نه سوځي.
که څه هم فعلي نظام جمهوري دی او د ولسواکي نغارې پکې ډنګول کېږي، خو په واقعیت کې یوه ملک الطوایفي روانه ده. هر زورور خپل قانون لري.

اوس‌مهال زور د یوه تنظیم په انحصار کې پاتې دی چې په دولت کې پرېمانه نفوذ لري او له دولته هر وخت د خپلې خوښې مطابق باج اخلي. د دغه تنظیم د ځواک د مهار له‌پاره یو بل ځواک ته اړتیا شته چې لږ تر لږه د مقابل لوري سترګه ترې وسوځي او له نورو بلندپروازیو محروم شي. که دغه ځواک هم له صحنې خارج کړای شي، خبره به یوقطبي شي. هماغه تنظیم ته به لا میدان خالي شي او د خپلې خوښې بزکشي به پکې کوي.

ښه به دا وي چې د عدلي ارګانونو واقعاً مستقل کولو ته کار وشي. ښه به دا وي چې د یوه منظم پلان له مخې پرته له امنیتي کسانو، نور هیڅوک د وسلې څښتن نه وي. ښه به دا وي چې ټول هغه کسان له پښو وغورځول شي چې د قانون په مقابل کې زور کاروي.
چې داسې وشول نو سپین‌ږیری «ایشچي» خو لا څه چې تنکي او پیمخي به هم د شهوت د هوس له وږو دیوانو خوندي وي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.