بې له تورې خلاصی نه‌شته په بل کار

0 543

پرون بيا پر ډېورنډ کرښه د ننګرهار پرته ولسوالي لعل‌پوره د پاکستاني دوښمن تر ناتار بريدونو لاندې وه.
له کومه چې پاکستانيانو پر دغې ولسوالي د ډېورنډ له پورې غاړې د درنو وسلو بريدونه پيل کړي دي، ايله دا وړمه شپه ارامه تېره شوه، خو په سهار يې بيا تر ونو لوګي تاوېدل.
له سهاره، د پرون ورځې تر ماسپښينه پورې د کرښې له پورې غاړې تر دوه سوه زياتې ړندې مرمۍ راغلې، پر کورونو، جوماتونو، باغونو او حجرو پرېوتې، دوه تنکي ماشومان په‌کې په خپلو وينو ولمبېدل او سلګونو نورو کورنيو تر مړه ورور، پرې‌ايښې ګومل غوره وبلله.

يوازې لعل‌پوره نه ده، پرون يې د کنړ سرکاڼو او خاص کنړ هم شپږ نوي درنې مرمۍ ويشتې دي، يوه مور او د هغې په غېږ کې زوی دواړه شهيدان دي، جوماتونو اور اخيستی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړى او د يادو بريدونو په غبرګون کې يې ورته اعتراض کړى.
خو دلته اعتراض روان دی، هلته تر کورونو لمبې تاوېږي. اخېر تر څه وخته؟
د پاکستان پر بدن چې هر وخت د هغه روزل شويو لېونيو سپيو داړې خښې کړې، دلته يې تورلېنګيو عسکرو د افغانې مور پر مېنه لمبې تاوې کړې دي.
د وطن هغه ولسوالۍ چې پر ډېورنډ کرښه پرتې دي، له کلونو راهيسې يې پاکستانيان په درنو مرميو ولي.

کلونه کېږي چې افغان حکومت د کرښې له پورې غاړې راتوغول شوې مرمۍ شمېري، د خپلو شهيدانو شمېر مالوموي، خپروي يې، ټپيان روغتون ته رسوي او د پاکستان د دغه جسارت د مخنيوي يوازېنۍ لار ډيپلوماسي بولي. اخېر دا ډيپلوماسي بلا وهلې څنګه درمل دي چې معدې يې راوشوړولې، خو درد يې دوا نه کړ؟
دوښمن دې پر مرۍ پښه ايښې، خوله دې له خاورو ډکه ده، يوه لحظه وروسته دې ساه خېژي، تا لا بيا هم ډيپلوماسي ته تمه کړې ده چې ژوند به دې وژغوري؟

پاکستان چې دومره سپين‌سترګی شوی دی، دغسې په بې‌شرمي دې پر حريم تېری کوي، پوهېږي چې ته تر ډيپلوماسي نه تېرېږې. حتا ملګرو ملتونو او څو نورو زورورو هېوادونو ته هم د پاکستاني له لاسه ګرېوان نه‌شې څېرلای.
رښتيا خبره دا ده چې موږ همېشه بې‌ننګي په بېلوبېلو پردو کې نغښتې او بيا مو ورباندې خپل ځانونه ډاډه کړي دي.

رښتيا دا ده چې موږ نه په ژوند تشدد کړی، نه يې کولای شو، يوازې بې‌ننګې مو کړې او نوم مو ورباندې د عدم‌تشدد ايښی دی.
پاکستانی پوځ د لېونو سپو ګله ده، طالب يې سپيمه ده او که ته له دې دواړو سره ډيپلوماسي کوې، يو وخت به راشي چې بيا به د سپو د خوراک هم نه يې پاتې.
افغان حکومت که نور په هيڅ نه پوهېږي، د جګړې دغه اصل خو دې وپېژني چې دوښمن دې همېشه په هغه شي ډاروي چې دی پخپله ورڅخه وېرېږي.
پاکستان چې له افغانستان سره هر څه کوي، له همدغو نقطو څخه د سرګودهې د پالوان لنګ ښويېږي.

که دغه نن په افغانستان کې يو پول الوځول کېږي او په بدل کې يې د پاکستان دوه پلونه والوځي، په درېيمه ورځ به پاکستانی څوک نر وبولي چې دې خاورې ته دې سپک وګوري.

داسې خو نه ده چې يوازې د افغان انسان په رګونو کې وينه بهېږي او پاکستانيان له سروپو جوړ دي، موږ باور نه ايمان لرو چې درې څلور درنې چاودنې د پاکستاني غوږونه، پوزه، سترګې، خوله او د بدن ډېر نور سوري په چټکۍ خلاصولای شي.
افغان حکومت که نور څه نه‌شي کولای، دغه دلته مېشت يو لښکر بهرني سرتېري دې تر ګرېوان ونيسي چې دلته مو منظرې ته نه دي راغلي، تړون يې کړی دی، منلې يې ده چې ګډ ژوند ته راپېښ خطر به په ګډه دفع کوو.

تر اوسه خو په افغانستان کې مېشت بهرنيان د رايونډ د تبليغيانو غوندې دي، يوازې نصيحتونه کوي، توره به څه وخت کوي؟
په دې سربېره، ملګري ملتونه شته، هلته دې له پاکستانه شکايت وشي، هلته دې وويل شي چې که پاکستان خپل سپي و نه تړي، بيا که يې د کور ښيښې په ډبرو ماتې شوې، له موږ نه ده.
تر دې هر څه ورهاخوا دې د سرګودهې پالوان دا هم نه هېروي چې د پښتنو ليخک يې په ډبره ويشتی.

دا ښاغلی تمامه ورځ پښتون ستايي چې ډيلی يې نيولی، پاني پت يې ګټلی، انګلیس يې شړلی، روس يې په ګونډو کړی؛ نو د سرګودهې پالوانه تا له جنته پخه راوړې چې تا ته به څه نه وايي؟ ته تر دا ټولو زبرځواکونو زورور يې چې سترګه دې نه سوځي؟
حقيقت دا دی چې د کليوال پښتانه يو وار له خپله حکومته تمه وخته، تر بهرنيانو يې نظر تېر شو او وپوهېده چې خپلې مټې به يې خلاصوي، بيا دغه کليوال خپل پټکی تر سر نه، تر ملا تړي.

د سرګودهې پالوان دې خبر وي چې که يو وار پښتانه په مټو تو کړل، بيا دا جنګ پر ډېورنډ نه ګرځي، بيا به په اټک د پرېتو لنګونو حساب کېږي.
پښتانه چې نور څه فکر کړي ناپوه دي
بې له تورې خلاصی نه‌شته په بل کار

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.