پر ډېورنډ تل‌پاتی ډېورند کشېږي/ ميرويس مايار

0 773

د پښتون ملت د وېش پر کرښه اوس بیا داسې چړې کشېږي چې ښورول یې د دواړو غاړو پرتو ټبرونو په زړه کې د خنجر ښورول دي. په دې وروستیو کې پاکستان رسمي هڅې پیل کړې چې ټولې قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه او د مرکزي حکومت قانون پکې پلی کړي.

جالبه خو دا ده چې له څه مودې راهیسې له اسلام‌اباده په خپرېدونکو رسنیو کې داسې پروګرامونه خپرېږي چې د دغې سیمې ثقافت د پنجاب برخه او تاریخ یې له پنجابي سره شریک ښيي. پر نیمه پښتو ژبه اردو ټلوېزیوني چینل «خیبر» مې داسې پروګرام وکوت چې د یوه پښتون په مټ یې د پنجابي ښکېلاک د زړه او دماغ خبره راته کوله.

د ډېورنډ په اړه په افغانستان کې د دغې کرښې او د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه غوږونه کاڼه شوي او که بحثونه چېرته وشي؛ نو هڅه پکې دا وي چې دا کرښه ګنې رسمي ده.

په افغانستان کې له پښتنو سره لوی فکر دا دی چې دا کرښه به یوه ورځ ختمېږي، خو د قبایلو د ختمېدو په موضوع تر اوسه هیڅ سر نه خلاصېږي. په افغانستان کې د مهمو رسنیو بېخ او بنسټګرو ته په کتو سره د ډېورنډ او قبایلو په اړه خورا منفي نظر خپرېږي او د پنجابي کورواکې رسنۍ په لوی لاس د ډېورنډ په ختیز پلو قومونو کې د پاکستانۍ هېوادپالنې د پیاوړتیا په موخه پروګرامونه او بحثونه کېږي. پر پښتونخوا ایالت د ۷ قبایلي ايجنسیو ورګډول د اسلام‌اباد د هغه پلان مهم اړخ دی چې هڅې کوي دغه د ۷ لسیزو نیمه خپلواکې سیمې د پنجابي تر توغ لاندې راولي او په سیمه کې یې له یونیمې لسیزې راهیسې د پرمختیايي پروژو په نوم پوځي واک ته لاره هوارول پیل کړی دي. په سیمه کې ولسونو هم د پنجاب جګړې او هم د پنجاب خیرات ته هرکلی ویلی او له څو ملتپاله په تاریخ خبرو څېرو پرتو نورو ته په دغه قبایلي سیمه چې له تاریخي پلوه د افغانستان بېله کړای شوې برخه ده، له خیبر پښتونخوا سره نه یو ځای کېدل ظلم ښکاري. په افغانستان کې اصلاً په دغه لویه تاریخي کیسه خپرېدونکې رسنۍ هیڅ سر نه خلاصوي، خو د نیمه‌پښتو ژبې خیبر ټلوېزیون په ګډون د پاکستان ټولې رسنۍ په دې تړاو خورا ډېرې فعالې دي او هڅه کوي قبایلي پښتنو ته وښيي چې له پنجاب سره باید په یوه دسترخوان کښېني او په دې کې ګټې نغښتې دي. په دې برخه کې د پاکستان پښتو‌ژبې رسنۍ تر نورو ډېرې فعالې دي، ځکه دوی نېغ په نېغه د سیمې خلکو ته په پښتو خپرونې کوي او د هغوی په ذهنونو خپل ځانګړی اغېز لري.

د جیو په ګډون په ګڼو پا کستاني رسنیو کې د ډېورنډ په اړه کافي بحثونه وشول او د افغانستان خلاف د هغوی نظر دا و چې له دې کرښې دې خوا ته د پاکستان په نوم او ور ها خوا د افغانستان په نوم خاوره ده چې ملي او کورنۍ ګټې یې توپیر سره لري.
څه موده وړاندې د خیبر ټلوېزیون په یوه پروګرام کې یوې پښتنې پېغلې مایکروفون او کمره را پورته کړې وه او یو درجن ماشومان، نږدې نیم درجن تاریخ‌پوهان ېې هم له ځانه سره یو ځای د خیبر غرونو ته را وستلي وو او هلته یې د ډېورنډ د کرښې پر څرنګوالي بحث وکړ او له خیبر پښتونخوا سره یې د دغو سیمو د یو ځای کېدو په مثبتو اړخونو لکچر وړاندې کړ. دوی د خیبر او شمشاد غرونو په بیلابیلو څنډو او برخو کې مرکې لرلې او ټولو په یوه خوله دا خوا افغانستان او د پولې ها خوا پا کستان باله.

تاریخ‌پوهانو، ماشومانو ته په لویو لویو چارټونو «پاڼو» کې چې د هرې تاڼې یا سرحدي پوستې تصویرونه له تاریخچې سره یو ځای ښوول او په هرو څو جملو کې یې داسې وینا ورته اوروله چې دا خوا د دوی په وینا خوږه خاوره پاکستان او دې خوا ته یې افغانستان دی. د خبریال له خوا به د ډېورنډ د پولې د نښو تصویرونه په کمره کې اخیستل کېدل او ماشومانو ته ویل کېدل چې دا د ۲ هېوادونو تر منځ رسمي پوله ده او په سیمه کې به هره سرحدي پوسته له تاریخي او جغرافیايي اړخه داسې تشریح کېده چې د دوی د هېواد سرتېرو له دغه کاله په دې سیمه کې د خپلې خاورې ساتنه پیل کړې او افغانان نه را پرېږدي چې دې خوا ته را واوړي.

د شمشاد په څوکه او د خیبر په غرونو کې دا سې ګڼې سرحدي تاڼې یا پوستې خیبروالې پښتنې خبریالې په ویډیو تصویرونو کې پښتنو ته ور ښوولې چې په باور یې، د دوی د هېواد پوله ټاکي. په دوی کې په لوی لاس پر ناپېژندل شوې پوله نویو پوستو ته ډېره هوا ورکول کېده او دلته مېشت سرتېري به یې ستایل.

د دغې پولې او قبایلي سیمو په تاریخچه او د را منځ ته کېدو په څرنګوالي دوی هیڅ و نه ویل او داسې یې ښووه چې ګنې دوی له افغانستان سره هیڅ ډول تاریخي اړیکي نه لري.
د خیبر په سره کلا کې هم خبریاله تم شوه او د هغې کلا په اړه یې وویل چې دا د ډېورنډ پولې د ساتنې او څارنې له‌پاره پولې ته نږدې په دې موخه جوړه شوې کلا ده چې حالات له نږدې وڅارل شي.

له جمروډه تر تورخمه پورې د خیبر په ټوله لاره د انګرېزانو له خوا د جوړو شویو امنیتي تاریخي برجونو په اړه هیڅ نه ویل کېدل چې د دغې افغان لارې د امنیت ساتلو له‌پاره امنیتي برجونه انګرېزانو جوړ کړي وو.

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي پوستو په اړه له خبریالې سره راغليو استادانو داسې اقتصادي او سیا سي توضیحات ورکړل چې د دوی حکومت ګنې د برېښنا او اوبو په بدل کې د افغانستان دغه غونډۍ خپله کړې. دغه ټلوېزیون هڅه وکړه چې د پولې ها خوا پښتنو بچیانو ته له اوسنیو حالاتو سره سم ډېورنډ تشریح او د هغوی ذهنونو ته د دې لیکې په اړه نیمګړي معلومات ورپېچکاري کړي او ورته وښيي چې د دوی خاوره او افغان خاوره یوه نه، بلکې له تاریخي اړخه جلا وه.
ټلوېزیوني پروګرام ته را غونډ کړای شويو ماشومانو ته هم بشپړه د اصلي پښتنو جامې وراغوستل شوې وې او هلکان او نجونې دواړه پکې وو.

د پروګرام تر تمامېدو وروسته په ډاګه شوه چې ورته نورې خپرونې به هم د ډېورنډ د کرښې او د قبایلي سیمو په اړه دوی ته وړاندې شي او پوره هڅه پکې شوې وه چې د دې کرښې بشپړ قانونیت ثابت شي.

په افغانستان کې چې اکثریت پښتانه دغه کرښه په رسمیت نه پېژني، هیڅ ټلوېزیون داسې هڅه و نه کړه چې د ډېورنډ کرښې ته خپل خبریال او کمره واستوي او په اړه یې له نږدې د خیبر ټلوېزیون په څېر خپرونې ولري او افغانانو ته ور وفهموي چې په ډېورنډ له دوی د جلا شوې خاورې تاریخچه په څه ډول وه او کومې برخې یې څه ارزښت لاره او څه ډول د دوی له بدنه جلا شوې.

هیڅ افغان رسنۍ دا و نه کړل چې د ډېورنډ د پولې د هغې غاړې د داسې ویښو پښتنو نظر را واخلي چې زموږ په څېر دغه کرغېړنه کرښه د ناسور زخم ګڼي او ځان ته افغانان وايي، بلکې برعکس په ځینو رسنیو کې دا سې هڅې هم وشوې چې له دې کرښې ها خوا پروت پښتونستان نور بې‌ځایه ادعا وګڼل شوه او بېرته تر لاسه کول یې خوب وبلل شو، ان د ورتېرېدو له‌پاره یې هم یو شمېر افغان پوهان سره را غونډ شول.

جالبه خو لا دا چې دا څو ورځې له مخه د ملي ټلوېزیون یو خبریال په کوبای پتلون کې د خوست غلام خان سر پر پوله ولاړ په نیمه دري ژبه پرلپسې وايي چې هاغه د پاکستان خاوره ده او دا د افغانستان خاوره. دغه خبریال د لاروي په نوم پروګرام کې بې‌معلوماتو په لوی لاس د کرښې هغه غاړه خلک پاکستانیان بلل.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.