غازي امان الله خان، ډاکټرعبدالله او د سقاؤ زوی/ محمدانور آڅړ

0 459

۲۷/۵/۱۳۹۵،ل،ل

خپلواکي او ازادي د هر انسان طبيعي حق دى څوک چې کامله ازادي ونه لري د یو لاس تړي بندي حیثیت لري او هر څه یې د ظلم او ستم لاندې وي. کله چې امیرامان الله خان وروسته د خپل پلار د مړینې څخه پاچا شو، نو د افغانستان د خپلواکۍ غږ یې پورته کړ او په همدې تړاؤ یې د ۱۹۱۹، ز، کال، د مارچ په دریمه نیټه یې د هند وایسرای لارد چلمسفورد ته لیک ولیږه، خو انګریزانو د امیر غوښتنې ته اهمیت ورنه کړ او په کابل کې د انګریزانو سفیر(سیف الله خان) هم د هند انګریزي حکومت ته خبر ورکړ چې، امیر امان الله خان داسې اعلان وکړ، چې په خپل داخلي او خارجي سیاست کې خپلواک دی او په ایستلي توره یې د انګریزانو سفیر ته ګواښ وکړ چې که انګریزان زموږ په چارو کې مداخله وکړي نو په دې توره به یې سر له تن څخه غوڅ کړي.

امیرامان الله خان، له(۶۴) کالو څخه وروسته (د جمرود لومړی او دوهم تړونه، ۱۸۵۵- ۱۸۵۷،ز) د انګریزانو پروړاندې د کاملې خپلواکۍ اعلان وکړ، امیر د انګریزانو سره د جګړې لپاره د هیواد درو جبهو ته خپل قوماندانان ولېږل، د خیبر جبهې ته یې صالح محمدخان واستاوه؛ د کندهار جګړې ته یې د عبدالقدوس خان، اعتماد الدوله، په قوماندنۍ چې د جهاد کفن یې په تن کړي وو، ولږلو؛ د چترال په جبهه کې جنرال عبدالوکیل خان نورستانی، په سیمه کې موجود ؤ.

سپاه سالارنادرخان د پکتیا جبهې ته ولېږل شو، وړاندې له هغې چې سپاه سالار د وزیرو سیمې واڼه او سپین وام ته پوځي ځواکونه ولېږي، د وزیرو په سیمه کې د انګریزانو ټول نظامي مرکزونه د وزیرو او مسیدو لخوا محاصره شوي وو، نادرخان لس زره داوطلب مجاهدین او درې زره منظم پوځ، د کنډک مشر، عبدالقیوم خان او کنډک مشر، دادمحمدخان لنډي، په قوماندنۍ باندې سیمې ته ولېږل، انګریزانو د سپین وام پوځي کلا په خپله وسوزوله او په منډه یې ځانونه خلاص کړل، افغان اتلانو د واڼه لویه کلا او د سروکی، توچۍ او نور مرکزونه له انګریزانو څخه ونیول … .

 د علي خیلو د پیوار د جبهې قوماندان سردارشاه محمودخان، د پوځي ځواک تر څنګ د لویې پکتیا قومي مجاهدینو، له انګریزانو څخه پوځي مرکزونه ترلاسه کړل او انګریزان د توتکي سیمې ته وتښتیدل… .

محمدنادرخان د لسو زرو خوستوالو، وزیزو او نور قومي لښکر او درې زرو منظمو پوځیانو ګډون په ټل باندې برید وکړ، چې ډېر زر یې د ټل کلا له انګریزانو څخه ونیوله او انګریزان د کلا د شاتنۍ دروازې څخه ژوندي خلاص شول، افغان ځواکونه کلا ته وردننه شول، د انګریزانو رپی(بیرغ) یې کوز کړ او د افغانستان رپی یې پورته کړ.

د نادرخان تر مشرۍ لاندې قبایلو په خورا لوړو احساساتو سره د جګړې ډګړ ته ودانګل، چې د افغانستان د خپلواکۍ اصلي اتلان همدا د لویې پکتیا او اتل وزیرستان قومونه وو، دوی د نااڼدوله جګړې سره مخ وو، د انګریزانو سره بم غوځوونکي الوتکې، ټانګونه، ډول، ډول توپوه، ماشیندار او خفیفه اصلي وسلې وې، زموږ له منظم  پوځ په څو توپوه او زړو توپکو باندې مسلح وو او د قومي خلکو سره ډېری داسې توپک وو، چې، یو ډز به یې وکړ په دوهم ډر به نلې(پوچک) په میل کې بند ؤ، دا ډول وسله زموږ خلکو کچه توپک بلل، چې په هیواد کې د ننه به پښانو جوړول، خو بیا هم قبایلو تقریباً په تش لاس او د دښمن د سختو بمباریو او پرمختلیو وسلو سره سره، دښمن ته منډې ورکړې.

وزیر او نور ټول قومونه په اتڼونو او ډولو باندې جګړې ته روان وو، ډولچیان د ډولونه په وهلو باندې، له ډېرو احساساتو له امله بیخوده کیدل او په ځمکه به پریوتل، اتڼچیانو چې د اتڼ کالي به یې اغوستي وو په لوی زوږ او شور سره تاویدل.

په دې اړه، امریکایۍ لیکواله ریه تالي چې(اورپه افغانستان کې) کتاب یې لیکلي دی، په دې اند ده چې: انګریزان د نادرخان له منظمو عسکرو څخه نه ډاریدل، سره له دې چې ډېر خطرناک روزل شوي وو او نه د هغوی، له زړو توپکو څخه ډاریدل، چې ډېری یې زاړه او له موډه لویدلي وو، مګر انګریزان، د قبایلو څخه په وېره کې وو، چې له نادر سره یو ځای شوي وو.

له بده مرغه چې د افغانستان په نورو جبهو کې د انګریزانو پر وړاندې ښه پرمخ تګ ونه شو، چې عوامل یې ډېر دي او ځانګړې څېړنې ته اړتیا لري.

موږ د هند، پاکستان او نورو هیوادونو په شان آزادي نه لرو، په حقیقت کې پاکستان او نورو ملکونو زموږ په شان په زور باندې آزادي نه ده اخیستي، آزادي په زور اخیستل کیږي، دې ته آزادي نه وایي چې انګریزان پخپله خوښه له هند او پاکستان څخه ووتل نو پاکستان د(چوده اګست، یوم ازادي) نوم پرې کېښود.

په هر حال، په دې باندې ټول هیوادوال او نړیوال پوهیږي چې د افغانستان د خپلواکۍ اصلي اتل امیرامان الله خان دې او له داسې استعماري قدرت څخه یې د تورې په زور باندې خپلواکي اخیستي ده چې د نړۍ(۷۵) هیوادونه یې اشغال کړي وو، نو ځکه د هیوادوالو په زړونو کې د زمري ۲۸، ورځ ځای لري.

 هیوادوال او نړیوال امیرامان الله خان، لوی اتل بولي او د ده نوم ته درناوی کوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې داسې خلک هم شته چې د یو ریښتني اتل پاچا او یو معلوم الحاله مسلکي غله، د انګریزانو اجنټ، د افغانانو قاتل، د دموکراسۍ دښمن، د پوهې او زده کړې دښمن، مطلق بې سواده او… تر منځ تمیز او توپیر نه شي کولی، دا ډول بې تمیزه خلک غوړي لمر په دوه ګوتو پټ کړي، دا خلک د افغانستان له تاریخ څخه منکر دي، هغه تاریخي حقایق چې پښتنو لیکوالانو لیکلي له هغو څخه خو سوچ انکار کوي خو هغه چې غېر پښتنو افغانانو، لکه، تاجکو، هزارګانو او نورو له خوا لیکل شوي دي هغه هم نه مني او دا خو یو خوا پرېږده؛ هغه اسناد او شواهد چې، په کابل کې د انګریزانو، روسانو، جرمنانو او نورو سفارتونو لخوا او یا د خارجي تاریخ پوهانو لخوا ثبت شوي دي په هېڅ کې شمېري، دا وجه ده چې دغه سپک سري غواړي (د خره سر څخه د سړي سر جوړ کړي)، دا ډول کسان عادي خلک نه دي، له دې ډلې څخه یو هم ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله= سقاؤ دی، چې غواړي د حبیب الله کلکاني(بچهء سقاؤ) مړی له سره له خاورو څخه وباسي او په شاندارو مراسمو سره یې خاورو ته وسپاري، ډاکټر عبدالله چې د ولسمشرۍ دعوه هم کوي، په دې تشه خبره باندې یې ځان د یوې پېسې کړ، ده دومره فکر ونه کړای شو چې څه وایي، ډاکټرعبدالله په همدې یوه خبره باندې سیاسي انتحار وکړ، له دې کبله نوموړي د  غازي امیر امان الله خان سپکاوی وکړ او د یوه غدار غله درناوی کوي، که د ډاکټر عبدالله هدف دا وي چې په دې کار به د افغانستان خلک له ده څخه راضي شي لویه اشتباه کوي، ده داسې کار وکړ لکه چې وایي: (که ځان یادوي، نو د مسجد په محراب کې(…) وکړه.) ډاکټرعبدالله عبدالله له خپلې راتلونکي او تاریخ سره لویه جفا وکړه، نوموړی خپلې خولې وخوړ لکه چې وایي: (خپله خوله کلاده هم بلا).

ده ته به په راتلونکو انتخاباتو کې نور قومونه خو یو پلو پرېږده مګر، هغه تاجکان چې د سقاؤ زوی ښه پېزني هم رایې ورنه کړي، دی غواړی د افغانانو څو ډوله دښمن بیا راژوندی کړي او اتل ترې جوړ کړي، خو هېڅکله هم عبدالله عبدالله او د ده نور سقاویان نه شي کولې چې، له یوه ملي غدار څخه، ملي اتل جوړ کړي، که سل ځله یې له خاورو څخه وباسي او بیا یې پر خاورو ومنډي همهغه بچهء سقاؤ دی او وي به، ځکه چې هغه چا ته چې الله تعالَی عزت نه وي ورکړي بل څوک یې نه شي ورکولی، عزت او ذلت د الله تعالَی په لاس کې دی، قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ژباړه:«ای پېغمبره(ص)! ووایه: خدایه! د ملک مالکه، تا چې چا ته خوښه شي حکومت ورکوې او له چا څخه چې وغواړې اخلې یې. چا ته دې خوښه شي عزت ورکوې او څوک چې وغواړې ذلیله کوې یې. ښېګڼه ستا په واک کې ده، بېشکه ته په هر څه قادر یې.» (آل‌عمران: ۲۶)

Leave A Reply

Your email address will not be published.