ملګرو ملتونو له تور لېسته د حکمتيار نوم د ايستلو اعلان وکړ

0 405
جاويد هميم کاکړ

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې کمېټې په خپلې يوې وروستۍ غونډه کې تر بندېز لاندې کسانو له نوملړ څخه د حزب اسلامي د مشر انجنير حکمتيار د نوم د اېستلو خبر  ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو پر وېب پاڼه په خپاره شوي خبر کې چې د سلواغې په ١٦مه،خپور شوى، وايي چې د امنيت شورا د تور لېست او بندېزونو د نوملړ د ارزونې ناسته پرون په نيويارک کې وشوه.

سرچينې زياته کړې چې  د ۱۹۹۹ کال د ۱۲۶۷ پرېکړه ليک، د ۱۹۸۹ او ۲۰۱۱ پرېکړه ليکونو او د ۲۰۱۵ د ۲۲۵۳ پرېکړه ليک په پام کې نيولو سره له داعش او القاعدې سره تړلو کسانو او ډلو  پر وړاندې د نيول شوو اقداماتو په پام کې نيولو سره د ګلبدين حکمتيار نوم له تور لېسته لرې شوی دی

د امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وروسته د حکمتيار شتمنۍ ازادېږي او پر سفر او نورو فعاليتونو يې بندېز له منځه ځي. د ملګرو ملتونو پر وېب پاڼه ياد نوم داسې ذکر شوی دی:

((د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندېزونو په وېب پاڼه کې راغلي، قلب الدين حکمتيار،يا هم ګلبدين حکمتيار، د افغانستان د کندوز ولايت اوسېدونکی، د تذکرې جزئيات يې نشته، د ۲۰۰۳ کال د فرورۍ پر ۲۰ مه تور لېست کې شامل شوی، په خروټو قوم پورې تړلی دی او فکر کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سيمو کې ژوند کوي. د پلار نوم يې غلام قادر دی.))

پر وېب سايټ هغه لارښوونې هم راغلي چې څنګه يوتن کولای شي د بندېزونو ټول لېست وګوري او د لېست هغه بڼه چې د اسلامي حزب مشر ترې حذف شوی دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه، له افغان دولت سره د سولې تړون لاسليک کړ او ويل کېږي ډېر ژر به کابل ته ستون شي.

کابل ته د هغه د ستنېدلو يو شرط داو چې نوم يې له تور لېسته ووېستل شي او پرې لګيدلي بندېزنونه لرې شي. ددې ترڅنګ د ياد ګوند ځينې نور کسان هم په ياد لېست کې شامل دي، خو تر اوسه يې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د ا فغانستان دولت او حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.