کابل ته د دښمن ارادې کږې ښکاري/اېمل پیاوړی

دا ځل لکه چې د کابل د سوځولو او کابل مېشتو د وژلو وار وي، ځکه د کابل ختیځ او لویدیځ د طالبانو په ځاله بدل شوی دی. ان تر بتخاک ډاګ پورې وسله وال طالبان را رسېدلي دي. لا هم له کندهار، زابل او بېلابېلو ولایتونو څخه جوپې جوپې طالبان را روان دي. په کلیو او باغونو کې مېشتېږي. له پلونو لاندې او غارونو او د سرک تر غاړې کمرونو کې یې ځایونه نیولي دي.

په ګزک کې یې د لویې لارې په سر سرک جوړ کړی خلک تالاشي کوي. په چینار، کمرکي، ملاعمر، قفسونو او نورو اړوندو لویو او وړو کلیو کې یې خلک تر پوزې راوستي، هره شیبه ورته تهدیدونه کوي، د حکومتي دندو د پرېښودو خبرونه او اطلاع ورکوي او شپه ورځ یې په دوی بېګار ایښی چې ډوډۍ او خواړه ورکوي. له خلکو عشرونه او باجونه غواړي.

ولس بې وسه دی، ولس ناچاره دی، ولس د خپل اولاد رزق ته حیران دی، ولس له وېرې طالب ته ماما وایي ، د خپلې خولې او خپل اولاد مړۍ ورسره نیموي، ځکه که داسې ونه کړي، وهي یې ټکوي یې، تهدیدوي یې، بې عزته کوي یې او ان تر دې چې وژني یې او برمته کوي یې. حکومت ته پکار دی چې د دوی پر وړاندې سر له اوسه اقدام وکړي او نور د رڼو سترګو له نندارې تېر شي.

حکومت یې په رڼو سترګو ننداره کوي، نپېږم حکومت څه پلان لري، غواړي چې طالبان نور هم را نږدې شي او که مسوولینو ته غلط راپورونه او معلومات ورکول کېږي. د غزني د پېښې په څېر چې ان له دوه ورځې جنګ وروسته ولسمشر ته اصلي معلومات ورسېدل او له هغه وروسته یې چې اقدام وکړ چې طالبان یې په شا وتمبول.

د کابل راتلونکی وضعیت نازک معلومېږي که خدای مکړه طالبان برید وکړي ، نو د کابل ښار په منځ کې به یې مهارول ځکه سخت وي چې دا څو میلیوني نفوس دی، که امنیتي او دفاعي ځواکونه عملیات ترسره کوي نو خلکو ته د سر او مال زیان اوړي او که یې نه کوي، نو دښمن به ان د ارګ تر درزواو ورسېږي.

د اورېدلو له قراره چې وسله وال طالبان د ولسي جرګې له لېسته د لوېدلي نوماند په ډاډ او لارښوونه چې د ده مستقیمه همکاري به ورسره وي په پلچرخي زندان د برید تابیا لري او دوی غواړي چې خپل بندیان له دغه زندان څخه ازاد کړي.

حکومت دې خبر وي او مسوولین دې بیدار وي. همدا یې وخت دی، د کابل په څنډو کې دې وسله وال طالبان داسې وځپي چې بیا خپلې ناولې سترګې د کابل لورته کږې نه کړي او نه هم په کابل د برید تابیا ولري. طالب نه په زاریو لارې ته شو، نه په اوربند او د سولې په تکراري بلنو. طالب ته دا ځل د زور او قوت ښودل پکار دي، تر هغو چې طالب زور ونه ویني، نو عقل یې سرته نه راځي. طالب ځپل پکار دي. داسې ځپل چې بیا تر پایه سر پورته نه کړي، د خپل نظام، حکومت او ملت له دښمنۍ لاس واخلي او د پردیو په لمسون د هېواد له ویجاړولو او د هېوادوالو له وژلو لاس واخلي. په طالب رحم پر ځان ظلم دی.

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي