کابل او ډیلی به پاکستان له تندې مړ کړي

د پاکستان وروستۍ سرشمېرنې د هغه هېواد دولت او ملت له سختې اندېښنې سره مخامخ کړی دی. رسمي شمېرې ښيي چې که د نفوسو وده د ۲۰۱۷ کال په څېر په پاکستان کې روانه وي؛ نو ۱۰ کاله وروسته به د دغه هېواد د وګړيو شمېر له اوسني هغو ۱۳۰میلیونه زیات «۳۳۸» میلیونه وګړيو ته ورسېږي. په پاکستان کې همدا اوس پنځوس میلیونه انسانان دبرېښنا، خوړو او اوبو له کمښت سره مخامخ دي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به د دغو خلکو شمېره دوه برابره شي.

پاکستان له داسې اقتصادي او ټولنیز بحران سره مخامخ دی چې کابو کول یې هر اړخیز کار او د چین، امریکا او عربي نړۍ پراخو مرستو او راشه درشې ته اړ تیا لري. لکه د پاکستان په نړۍ کې د اوبو د کمښت له ناورین سره د مخامخ هېوادونو په نوملړ کې ۱۷ ځای لري.

د پاکستان د اوبو او انرژي اداره وايي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې به د دغه هېواد د اوبو منابع چې لویه برخه یې له هندوستان او کشمېره ور بهېږي ۳۰ په سلو کې کمې شي. د هند په سویلي سیمو کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له کبله په لسګونو میلیونه وګړي د هندوستان شمالي سیمو ته کډه شوي دي چې د دواړو هېوادونو هند او پاکستان د اوبو سرچینې بلل کېږي. د همالیا د غرونو په لمن کې د نفوسو ډېروالی، اوبو ته د خلکو د اړتیا زیاتېدل او په دغو سیمو کې د برېښنا بندونو جوړول هغه څه دي چې پاکستان یې له نه خلاصېدونکې ګواښوونکې ننګونې سره مخامخ کړی دی.

هندوستان وار له مخه د هندي کشمیر په غرنیو برخو کې پر ۱۵ لویو بندونو کار پیل کړی او غواړي چې په دغه سیمه کې د برېښنا اوسنی تولید لس برابره زیات کړي. سره له دې چې پاکستان یې له یو شمېر بندونو سره مخالفت ښوولی، خو روان چاپېریالي ناورین او اوبو ته د خلکو د اړتیا او نفوسو په ډېرېدو سره د پاکستان راتلونکی له تباه‌کونکي ناورین سره مخامخ ښکاري.

هند غواړي چې پاکستان ته پر بهېدونکيو سیندونو جهلم، نیلم او انډوس «اباسین» نوي نهرونه او بندونه هم جوړ کړي چې په دې سره د پاکستان راتلونکي نسلونه له وژونکي ناورین سره مخامخ کېږي. د ملګرو ملتونو د ارزونو پر اساس هغه هېوادونه چې د سړي سر د اوبو کلنۍ کچه یې په کال کې تر ۱۰۰۰مټر مکعبه کښته وي په ژور بحران کې ښکېل بلل کېږي چې په پاکستان کې د سړي سر کلنۍ اوبو کچه ۶۰۰ مټر مکعبه ده. د اوبو د کمښت لوی لامل یې د نفوس بې‌ساری ډېرښت ښوول کېږي. په داسې حال کې چې ۷۰ کاله مخکې دغه شمېره لس برابره لوړه وه.
افغانستان په دغه برخه کې له پاکستان څخه تقریباً درې برابره ښه دی او که خپلې اوبه را ایسارې کړي، دغه وضیعت نور هم ښه کېدای شي.

د پاکستان ۱۱ په سلو کې اوبه له افغانستانه ور بهېږي او اسلام‌اباد فکر کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغو اوبو ته اړتیا د افغانستان په دننه کې مخ پر زیاتېدو ده او د چاپېریالي ستونزو د قابو کولو او د برېښنا د تولیدولو له‌پاره د ولسمشر غني حکومت عملي هڅې پیل کړې دي چې پاکستان ته یې سخته اندېښنه ور اچولې ده.
افغان حکومت غواړي چې یوازې د کابل حوزې په برنۍ غاړه کې چې د لوګر، کابل، پنجشېر، غوربند او سالنګ سیندونه پکې شامل دي تر ۱۲ پورې نسبي لوی بندونه جوړ کړي او د دغې حوزې په کښتنۍ برخه کې پر دریو نورو مهمو سیندونو کنړ او د لغمان د الینګار او الیشنګ پر سیندونو هم برېښنا بندونه ودان کړي چې تمه کېږي له افغانستانه پاکستان ته د بهېدونکو اوبو تر نیمايي ډېرې را قابو شي او د افغانستان د اقتصاد څرخ په داسې سیمه کې تاو کړي چې د وګړيو ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده.

افغانستان غواړي چې د نړیوالو په مرسته په خپلو اوبو خپله تنده ماته کړي، په دې توګه به یې پاکستان له څو اړخونو ننګولی وي، اول له اقتصادي اړخه به افغانستان د انرژي او کرنیزو محصولاتو د ډېرو خاوند شي، دویم به پاکستان ته د اضافي اوبو ورتلو ته څو پټمونه «ورخونه» وغورځیږي.
افغانستان غواړي چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان د خپلو منابعو په مټ وننګوي او په دې برخه کې د هند او افغانستان ګډې هڅې د پاکستان په زړه کې چړې وهلای شي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو پر اساس، په پاکستان کې ۴۰ په سلو کې خلک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري او همدومره سلنه ناروغي او مړینه د پاکو اوبو د نه‌شتوالي له اړخه دي. د یونیسف په وینا په ۲۰۱۷ کال کې ۵۳ زره ماشومان د ناپاکو اوبو له کبله له اسهاله مړه شول.

په دې توګه پاکستان له کړکېچن حالت سره مخامخ دی او په دې برخه کې له چینه هیله لري چې خپلې تجربې په پاکستان کې عملي او اسلام‌اباد له دغه بحرانه وژغوري، خو پاکستان له اقتصادي اړخه تر ډېره په کورنیو منابعو ولاړ دی چې د انرژي او اوبو کموالی به یې اقتصاد دړې وړې او روان وضیعت به یې لا ډېرو بهرنیو مرستو ته اړ کړي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي