چاړه په اوبو کې ماته شوه / جمشيد غزنيوال

د طالبانو اکثره خواخوږي، هغه که د بهرنيو هېوادونو په نايټ کلپونو کې دي، که د هېواد په پوهنتونونو کې د استادۍ پر مقام مسلط دي او که ظاهراً په نورو کارونو او اصلاً د طالبانو جګړې ته د ذهني بستر پر هوارولو لګيا دي، ټوله يوه مشترکه وجه دا ده چې د روانې جګړې خلاف هر څرک امريکايي وبولي. د دې جنګ د ويرجنو نتايجو د تشريح پر ځای عامه افکار ګډوډوي او ښيي چې ګواکې د دې جګړې هره بده نتېجه يو بهرنی عامل لري، طالب ملامت نه دی او بايد وروستۍ خبره هم د طالب ومنل شي.

د امريکايي‌توب تور اوس دومره پراخ شوی چې د سړې جګړې فکري جګړه‌مارو د کعبې پر امام هم ولګاوه، خو جالب ټکی دا دی چې که له دوی سره د دوی دا خبره و هم منو، د دوی د طالبيت داعيه باطلېږي او د جګړې ماهيت لا ښه څرګندېږي.
که د کعبې مبارکې امام او د اسلامي نړۍ پر سطح مطرح علماء ټول امريکايان شوي وي، بيا خو پر امت مسلمه لومړی د بيت الحرام فتح لازمه ده، بيت المقدس ازادول غواړي او که بيا خبره د افغانستان د موهوم اشغال محوې ته راغله، بيا نو فکري او قلمي مبارزه هم ساقطېږي، د مسلمانې جامعې حق بيا دا دی چې په ځان او مال جهاد وشي.

دا څنګه اشغال دی چې اوس له ټولې نړۍ کوچېدلی، خو له افغانستانه وځي نه؟ راتلونکی نسل به زموږ د ځينو متنونو تر لوست وروسته راته وايي چې دا څنګه اشغال و چې تاسې به ازاد ګرځېدئ، نه به چا د چينايي مسلمانانو غوندې ګډولاست، نه به چا پر مذهبي مراسمو پابندي لګوله، علماوو به د هېواد په جوماتونو کې شپه ورځ تر ۵۰،۰۰۰ فريکونسي په لوړ غږ اذانونه کول، ولسمشر به مو سټراټېژيک سفرونه کول، تر ۳۰ ډېرو اسلامي هېوادونو به مو په هکله کنفرانسونه دايرول، د ګوتو تر شمېر له ډېرو هېوادونو سره به مو سفارتي اړيکې وې، په ملګرو ملتونو کې به مو خبره کېده، د کال به تر ۳۰،۰۰۰ ډېر مسلمانان حج ته تلل، د حج او اوقافو وزارت په بوديجه به د اسلام د دويمې بناء لپاره زرګونه علماء پالل کېدل. د اختر لمانځه ته به خلک ارګ ته تلل، د جمعې لمونځونو ته به نوبت نه ورته، قاتلان او فاسدان به نيول کېدل، ساعي بالفساد ته به بالمثل ګوزار ورکول کېده، د ښځو جوماتونه به محفوظ وو، ۹ ميليونه ماشومان به مکتب ته تلل، ۱۲۰۰۰ راجسټر شوې مدرسې به فعالې وې، حکومت به يې د حقوقي تعريف پر بنياد د جمهوريت په اډانه استوار و، خو وطن اشغال و!؟

د ښاغلي ايمل جلال دا خبره د هېرولو نه ده چې «په افغانستان كې د وروستي ځل لپاره د “استعمار، اشغال او خپلواكۍ” كلمات يواځې د شاه امان لله خان د خپلواكۍ د مبارزې پر مهال په سمه معنا وكارول شول.»

دلته دا اووه لس کاله دغه درې اصطلاحات زموږ ککرۍ رغړولو ته بهانه دي. د نقيب احمد عزيزي په خبره، د جګړې “قلمي قاتلان” د نړيوالو اړيکو هر ورژن استعمار ګڼي، د بهرنيو متحدانو فزيکي تعهداو تقنيني حضور اشغال بولي او خپلواکي د خپلو جنګي موخو تامين ته وايي.
د جنګ‌پالنې په دغه ډول فکري مغالطو کې چې د عملي جګړو دوړې او غبارونه هم الوتي دي، د اسلامي نړۍ ديني او سياسي قشر ته د افغانستان د جګړې اصلي انځور ښوول، د ولسمشر غني د دورې بل لوی کار دی. د رياض په کنفرانس کې د معمولي سياسي غونډو غوندې څو سرسري خبرې و نه‌شوې، دلته هغې جګړې ته «فتنه» وويل شول چې په افغانستان کې فرض عين جهاد ګڼل کېده او ښځې ته د مېړه له اجازه پرته پکې ګډون حتمي بلل شوی و.

د دغه فکري جمود ماتول دومره لوی کار دی لکه د غازي شاه امان الله په وخت کې چې فزيکي ازادي واخيستل شوه. موږ د خړو اوبو يو لوی تالاب روڼ کړ، په دې تالاب کې اوس د امارت د جګړې اېښې چاړه ماته ښکاري او داسې اېسي چې ژر ژر به يې زنګ ووهي.
له مکې معظمې څخه د نړۍ د اسلامي دین عالمانو د گډې اعلامیې مهم ټکي دا وو چې د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي، د سولې او امنيت تږي دي. د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي او هره ورځ بې‌ګناه انسانان پکې وژل کېږي، د اسلام له اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي.

دوی په تاکيد وويل چې ځانمرګي بريدونه چې قربانيان يې هم د خدای بې‌ګناه مخلوق دی، د مسلمانانو تر منځ له خپل‌منځې جګړې پرته بل هيڅ نه دي او دغه ډول جګړه الله جل جلاله او د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولې دي.
دوی وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه غندي او غواړي چې جګړه‌مار د خدای تعالی امر ته غاړه کېږدي، جګړه ودروي، سوله وکړي او د فتنې دغه بل اور مړ کړي.
په دغه کنفرانس کې د ولسمشر غني د سولې د وړانديز ملاتړ وشو، له طالبانو وغوښتل شول چې بين الافغاني کشالې ته په بين الافغاني تفاهم د حل لاره را وباسي.
خو طالبانو نن سبا ټول زور پر دې اچولی چې له امريکا سره د خبرو فيض ورته حاصل شي، امريکا د افغان حکومت د نفوذ په اساس دغه چاره د ځان مالکيت نه ګڼي او وايي چې طالبان دې په هغه تفاهم کې اشتراک وکړي چې د ولسمشر په محوري حضور کېدای شي.

طالبان د خپلې جګړې يوازېنی عامل د دوی په اصطلاح، اشغال يا دلته د امريکا حضور بولي، لکن دوی هېره کړې چې افغانان د خپل نږدې تاريخ په ياد دويم ځل هغه تېروتنه نه کوي چې تر اوسه يې لا د اولې په جبران پورې حيران دي.
د ډاکټر نجيب د رژيم پر مهال چې د بهرنيو د وتلو غوښتنه د جګړې د درېدو د شرط په توګه وړاندې کېده، وروسته يې نتېجه د کابل په اريانا څلولاره کې وليدل شوه، هغه د چا خبره «د وطن يو “نجيب” زوی په دار وځړېد، د يوه کوچني هېواد “لوی سياستوال” ومړ او افغانستان اور واخیست…!» طالبان ملت ته د دې ضمانت د ورکولو جوګه نه دي چې د امريکا تر وتلو وروسته دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د طالبانو د مشروعيت د پای‌جامې ګينده وهل اوس يوازې د پاکستان د دفاعي شورا مشر ملا سميع الحق ته ورپاتې ده، د سعودي د کنفرانس تر پای مخکې يې يوه بيانيه خپره کړه، و يې ويل چې په سعودي کې د افغانستان د سولې په اړه راټول شوي ديني عالمان د امريکا غلامان دي او دوی ته يې هيڅ فتوا د منلو نه ده.
د طالبانو له وحشي جنګه د سپېڅلتوب د پوښ لرې کېدل هغوی د حيثيت د توجيه او مشروعيت د اکسپايرډ له چلينج سره مخ کړل.

په دې برسېره د اسلامي نړۍ خواخوږي او چندې پرې بندېږي، عوام له فکري تذبذبه خلاصېږي، د حکومت د سرتېريو مورال قوي کېږي او د سيمې هېوادونو ته له مذهبي اړخه مخ ور اړول کېدای شي چې د طالبانو ملاتړ تر سياست ور ها خوا، په مذهبي استنباطاتو کې هم توجيه نه‌شي کړای.
نور نو د طالبانو خبره د اسلامي نړۍ له هيڅ معتبر منبره نه تاييدېږي، هيڅ دارلافتاء د پنجاب د بلاک مېل ملايانو غوندې مذهب‌نما غداري نه‌شي کولای. دا هغه څه دي چې د طالب د حيثيت پر تابوت يې پېچي مېخونه ټک وهل.

سرخط ورځپاڼه

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: