پښتانه او د ۲۱ مې پېړۍ ازموینه

د تېرې پېړۍ دا شپې ورځې هم پر پښتانه د انګرېز خاموش سیاسي اغېز پروت و او د شلمې پېړۍ لومړۍ دوې لسیزې زموږ د نیکونو حجرې د یوه هر اړخیز خپلواک او مترقي افغانستان د لیدلوپه کیسو تودې وې. یو خوا لومړۍ نړیواله جګړه ګرمه وه، بل خوا پر کوزه پښتونخوا د انګرېز واکمنۍ د افغانانو زړونه خوړین کړي وو او په افغانستان کې له ولس سره د ازادۍ مینه تر بل هر وخت زیاته شوې وه. افغانستان تر وېش وروسته د بېلتون سخت کلونه تېرول او هر خوا د کوزو او برو پښتنو د وینې توپیر ته لمن وهل کېده. هند د افغانستان دښمن بلل کېده او افغان شاعرانو د بريټانوي هند پر ضد د شلمې پېړۍ تر لومړیو شعرونه زمزمه کول.

د ۲۱ مې پېړۍ په لومړیو کې امریکايي او پنجابي وحشت پر پښتنو پیل شو او د فرضي کرښې دواړو خواوو ته ولس هغه نادودې و زغملې چې د ۲۱مې پېړۍ بشر یې د لیدلو توان نه لري. په ۱۹۱۹ کې غازي امان الله خان د یوه پرمختللي افغانستان د را منځ ته کولو اعلان وکړ، خو د افغانستان د وجود بېله شوې برخه تر هندي بريټانوي استعمار لاندې تر ننه پاتې شوه، خو له څه باندې یوې پېړۍ وروسته د بېټ نیکه د اولادې د ژغورنې غورځنګ له کوز اړخه سر را پورته کړ او په سیمه کې یې د پښتانه د راتلونکې سیاسي، اقتصادي او مدني ازادۍ هیله له ډېرو سره ژوندۍ کړې.

په وروستیو دریو پیړیو کې دا ملت له دریو لویو ازموینو سره مخامخ شوی دی. د ۱۹ مې پېړۍ د پای په ازموینه کې یې د وجود یوه لویه برخه جغرافیه له لاسه ورکړه چې له کبله یې تر ننه بیا پښتون په خپلو پښو سم و نه درېد. د ۲۰مې پېړۍ د وروستۍ دوو لسیزو «شوروي یرغل» په ازموینه کې بریالی شو، خو له جغرافیې پرته یې یو نیم میلیون ککرۍ خاورې، همدومره نور معیوب، اردو او نظام یې دړې وړې او په میلیونونو نور یې اوږدمهال له خپل هېواده کډوال شول. د دویمې ازموینې په تاو کې د پښتنو ثقافت، تاریخ او کلتور ته درانه زیانونه واوښتل او دا تاریخي امپراتوري جوړوونکی ملت د نړۍ په ملتونو کې ذلیل او د نورو د خیرات خوړونکی شو.
د ۲۱مې پېړۍ په ازموینه کې لا ګیر پاتې دی، خو دا ځپل شوی ملت هڅه کوي چې د زمانې له دې جبري ازموینې بریالی راووځي. د دې پېړۍ په تېرو اتلسو کلونو کې د پښتانه پر خاوره او کور د ټولې نړۍ د شغالانو حملې روانې دي او هر یوه یې د بل پسخوردې ته سترګې خړې کړې دي. د یویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې پر پښتون د ټولې نړۍ جګړه روانه وه، د سر سر سړي یې وژل کېدل، ځوانان یې بنسټ‌پالنې ته روان وو، ماشومان یې نالوستي شول او مېرمنې یې د زمانې له جبر سره مخامخ وې.

پردې مهال هم بر پښتانه تر نړیوال ناتار لاندې وو او هم کوز هغه د پنجاب له بربریت سره مخامخ وو، خو د همدې پېړۍ په دویمه لسیزه کې پښتون د بېرته را پورته کېدو هڅې پیل کړې او دا کار یې په بر اړخ کې د خپلې ژبې د پیاوړي کولو، د لیک لوست د عامولو، د تحصیل له زیاتولو او پراخولو پیل کړ. پر همدې مهال یې په سیمه‌یزو لوبو کې خپل غږ پورته کړ او له نړیوالو سترو قدرتونو سره یې د سټراټېژیکې ملګرتیا پلانونه را مخې ته کړل. په داسې حال کې چې د برو پښتنو سیاسي شعور په زیاتېدو او له خپلې ژبې او ټبر سره مینه په پراخیدو او ګټه په شریکېدو شوه، له کوزو پښتنو پنجاب خپله ژبه پرې کړه او د نني پاڅون له څړیکو د خوندي کېدو په موخه یې د پښتنو زلمیانو ترور او ځپنه پیل کړه.

اسلام‌اباد د خپلې سټراټېژیکې څېړنې له مخې پر دې پوهېده چې د برو پښتنو په پښو درېدو سره به د دوی کوز وروڼه له سیاسي اړخه دومره اغېزمن شي چې د دوی پر ضد به خامخا پاڅون کوي. له همدې کبله یې په کوز اړخ کې له ترهګري سره د جګړې په بهانه د دوی د سر و مال د بربادي عملیات پیل کړل.

خو د همدې لسیزې په دویمه نیمايي کې پښتون ځوان کهول د ډېورنډ دواړو غاړو ته له دغې سختې ازموینې د وتلو هوډ وکړ. له یوې خوا یې د جګړې پر ضد ناره پورته کړه او له بلې خوا یې پر خپله خاوره د خپل ولس د عزت غږ زمزمه کړ. په دغه ځوان غږ کې دومره زور دی چې د نړۍ لر و بر ته یې د خپلو نیکونو تاریخ بیا ور یاد کړ او د خپلې خاموشۍ په ماتولو سره یې د پنجاب په زړه خنجر ور ننویست.
په دغه غږ کې دومره جذبه وه چې په څو اوونیو کې یې د نړۍ ملتونه په خپل مظلومیت خبر او د سیمې ظالم زورور یې د خپل مټ له زوره ولړزول.
د بدلونونو، پاڅونونو او غورځنګونو په دې تاریخي خاوره کې پښتانه له داسې پېچلې ازموینې د تېرېدو په درشل کې دي چې د تېرو ۳ پېړیو د ماتو د جبران تمه ترې کېږي. پښتنو په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ او تېره لسیزه کې د دین د ګټلو په مبارزه کې خپل ټول دار او ندار له لاسه ورکړل، خو تمه یې دا ده چې د ملتپالنې په دغه جګړه کې به ټول بایللي شته تر لاسه کوي او خپل تاریخ به را ژوندی کوي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: پښتون خوځښت,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي