په بلوچستان کې څه په کار دي؟ / ابراهیم اېمان

بلوڅان چې پښتنو ته د وروڼو حیثیت لري، په تاریخي لحاظ له موږ سره ډېره اوږده دوستي او ملګرتیا لري. د احمد شاه بابا د امپراتوري پر مهال بلوڅان د احمد شاه بابا په لښکر کې قوماندانان وو، لکه فتح خان، خان کلات او ملګري یې… د بلوڅانو مشر هغه وخت کلات خان و چې د احمدشاه ابدالي له دولت سره یې نږدې اړیکې درلودې، د افغانستان پوځ ته نصیرخان بلوڅ زیات شمېر زلمیان استولي وو، همدا رنګه له خان کلات سره زموږ اړیکې او بیا د مختلفو جګړو او ګډو ګټو د حاصلولو لهپاره یو ځای مبارزې هغه څه دي چې دا ورورولي لا ټینګه ساتلای شي او ساتلي یې ده، د دې تر څنګ زموږ او د بلوڅو د مظلومیت درد او چیغې یو رنګه دي او دوښمن مو سره شریک دي، دا ټولې خبرې زموږ او د دوی د ورورولي په پایښت کې ستر رول لوبوي.

د بلوڅو عمده او ستر ټاټوبی د دوی په وینا د بلوچستان په نامه یادېږي او مرکز يې د کوټې او کلات ښار دی په بلوچستان کې اکثریت بلوڅان دي، هلته له بلوڅو پرته پښتانه هم د نفوس ١٥ فیصده برخه جوړوي. د بلوچستان ختیځ ته سند ایالت، شمال خوا ته یې د ډېورنډ فرضي پوله، لوېدیځ خوا ته یې د ایران مشهد ښار «بندرعباس» او جنوب ته یی دعربو سمندرگی پرت دی.

بلوڅان د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې هم ژوند کوي، د افغانستان په خاوره کې تر یو میلیون زیات دي او غربي بلوڅان په «ایران» کې د ١٥ میلیونه په شا و خوا کې پراته دي، په عربي ټاپووزمه کې هم څو لکه او په ترکمنستان کې هم د ١٩٩٨ کال د احصايې له مخې د ٢٠۰ زرو په شا و خوا کې بلوڅ مېشت وو.

د افغانستان او ایران په پرتله د پاکستان بلوڅان ډېر غني وطن لري، ګاز ، کويله او قیمتي غرونه چې ډېر څه پکې خوندي دي، همدغسې تر دې هم ارزښتمن څیز چې هغه د ګوادر سمندري لاره ده، دا لاره نه یوازې دا چې د دوی مالي ګټې پکې نغښتې دي، بلکې د ټولې سیمې له‌پاره خورا لوى تجارتي اهميت لري.

بلوڅان د افغانستان د خپلواکي په جګړه کې د افغانستان پوره ملاتړي وو او د انگرېز پر ضد یې ډېرې جگړې هم کړې دي. د پاکستان له جوړېدو نه دوه کاله وروسته په نهم د سنبلې ۱۳۲۸ لمریز په کال کې د کابل په پغمان کې د ازادۍ څلي «تاق طفر» تر څنګ یوه لویه ولسي جرګه کښېناسته چې پکې پښتنو، بلوڅو د پښتونخوا او بلوچستان راغلو سپین‌ږیرو، تاجک، ازبک، ایماق، براهوي او د نورو ګڼو قومونو مشرانو استازیو، د وخت د حکومت وزیرانو، د ملي شورا غړیو او نورو لوړپوړیو دولتي چارواکیو او ځوانانو ګډون کړی و، ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې دا ورځ به د پښتون بلوڅ د تړون ورځ وي چې ځینې خلک یې د پښتونستان ورځې په نامه هم یادوي، دا ورځ تر ننه پورې ځينې ټولنې او ګوندونه په ډېر ضعيف ډول نمانځي، په کار خو داسې ده چې دا ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو د افغانستان حکومت ونمانځي.

زه دلته دومره ډېر د پښتنو او بلوڅو پس‌منظر ته نه ځم، خو دومره وایم چې کله هند او پاکستان سره جدا کېدل باید د افغانستان د هغه وخت حکومت په بلوچستان او پښتونخوا کې پراخه مداخله کړي وای، لکه څنګه چې هغه وخت په ۱۹۴۷م کال کې هندوستان په کشمیر کې په ښکاره مداخله وکړه چې له هغه وخته تر اوسه هم نیم کشمیر د هند په لاس کې دى. زموږ د هغه وخت واکمن «ظاهر شاه» دې حالت ته په کتو هیڅ سر و نه ښوراوه او زموږ کوزه خاوره لا تر اوسه د پاکستان په لاس کې پاتې شوه، که هغه وخت د ظاهر شاه حکومت په بلوچستان او پښتونخوا کې مداخله کړي وای نن به موږ د لوی افغانستان ارمانجن نه وای، ځکه هغه وخت زموږ پوځ په پاکستان ډېر لاس بری و او زموږ حکومت په ډېره اسانه خپله خاوره بېرته نیولی شوه، خو د ملت بابا (!) په خپل عشق او عشرت کې ډوب و او په داسې خبرو یې دومره زړه نه خوړ.

هغه وخت انګرېز همدا له خدایه غوښتل چې هند دوه ځایه تقسیم کړي، خو زموږ د ملت بابا د تقسیم په وخت کې خپل په خوب ویده و، خیر چې خبره را نه ګډوډه نه‌شي، تور ښامار «انګرېز» هند دوه ټوټې کړ چې یو یې هند شو او دویم یې اوسني پاکستان لکه څنګه چې د اسلام دوښمنانو په منځني ختیځ کې د اسراییلو په نوم یو دولت را منځ ته کړ، همدا شان یې په سیمه کې پاکستان را منځ ته کړ چې په راتلوونکي کې یې د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ پر وړاندې استعمال کړي لکه نن سبا چې موږ ګورو پاکستان اسلامي نړۍ او افغانستان ته څومره مضر تمام شوی دى.

د پخواني هند د وېش تاوانونه
د پاکستان موجودیت د پخواني هندوستان مسلمانان، څو ځایه تقسیم کړل، یوه حصه یې په بنګلدېش کې بله په کشمیر او اوسني هندوستان کې او درېیمه یې په پاکستان کې ده، انګرېزانو همدا ورځ له خدایه غوښته چې د هندوستان مسلمانان په څو حصو تقسیم کړي لکه چې پورته مو اشاره ورته وکړه.

بل تاوان یې دا شو چې انګرېز په خپلو اهدافو کې بریالى شو، دلته یې په خپله خوښه داسې حکومت را منځ ته کړ چې تل به له دې، ملکه خوا و شا ملکونه ځورېږي، لکه څنګه چې په منځني ختیځ کې د اسرییلو، نه مسلمانان تر پزې راغلي دي، انګرېز داسې میکروب دلته موږ او هندوستان ته پرېښود چې په پېړیو پېړیو مو وځوروي لکه څنګه چې ځوروي مو هم انګرېز استمعار د هند ټوتې کولو نه یو لوى هدف دا و چې د پاکستان یوې سمیې نه زبر جوړ کړي په پورته جنوبي ولایتونو کې ځینې دښتې جبې وي هر وخت اوبه پکې ولاړې وي؛ نو د سیمې خلک د اشر په ډول راځي د دښتې په منځ کې لوي ځای وکيندي او ټولې اوبه هغه کيندل شوي ځای ته راځي، د هغه سیمې خلک دغه کيندل شوي ځای ته زبر وايي، کله چې ټولې اوبه دې ځای ته راشي؛ نو پورته ځمکه خاصلخیزه شي انګرېزانو هم د پاکستان له یوې سیمې د ټروریسټانو زبر جوړ کړی دی چې چېرته ټروریسټ او د مور پلار ازار وهلي وي دلته یې د پاکستان (ای ایس ای) راولي او د هند او افغانستان په ضد یې د جهاد په نوم جنګوي.

پاکستان له وزیرستانه زبر جوړ کړى دي، هغه خلک چې په پنجاب کې د جهاد شوق وکړي وزیرستان ته یې راولېږي او تر تربیې وروسته یې په افغانستان را خوشې کړي او دلته زموږ ماشومان او سپین‌ږیري د جهاد په نوم وژني، خو په پنجاب کې كراره کراري ده، ځکه ټول د جهاد شوقیان ترهګري زبر «وزیرستان» ته راځي.

ډېر ترهګر د همدې زبر «وزیرستان» هند او خوا وشا هېوادونو ته نقل کوي، پاکستان په همدې ترهګرو هم پیسې اخلي او برعکس د ترهګرو د ځپلو په پلمه هم پیسې اخلي، بس د پاکستان او پلار «انکریز» يې ښه سات تېر دى او زموږ د وینې تویونې نه خوندونه اخلي.

اوس ځينې افغانان فکر کوي که له پاکستانه بلوچستان ازاد شو، زموږ به پکې ګټه وي او پاکستان به ضعیف شي، خو زه وایم زموږ چې څومره تاوان د پاکستان په موجودیت کې و، همدومره تاوان مو د بلوچستان په ازادۍ کې هم دى، بلوچستان د لوی افغانستان یوه برخه ده، لکه څنګه چې پښتونخوا ده موږ او بلوڅ د تاریخ په اوږدو کې تل ورورڼه پاتې شوي یوو لکه څنګه مو چې وړاندې ولوستل.
موږ د لوی افغانستان ارمانجن یوو، هیڅکله نه غواړو چې د لوی افغانستان بلکې پوره یوه ټوټه د يوې شېبې په مخه هم وبایلو.

زموږ حکومت ته څه کول په کار دي؟
د افغانستان حکومت باید په بلوچستان کې ځینې فکري مرکزونه جوړ کړي چې د افغانستان او بلوچستان ګډ تاریخ او نور داسې مضمونونه پکې تدریس کړای شي چې د بلوڅو او افغانانو په اړیکو کې نور نږدېوالی هم راولي، حکومت باید بلوڅو ځوانانو ته دلته د خوشال خان او رحمان بابا په څیر لېسې جوړې کړي چې دوی پکې درس ووايي او تر هغې وروسته یې د ملي اردو او پولیسو په لیکو كې جذب کړي.

دولت که رښتیا غواړي چې په کوزو پښتنو او بلوڅو کې پراخ نفوذ ولري او ګوادر بندر ته لاره پیدا کړي، باید بلوڅو او کوزو پښتنو ته په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې تشې چوکۍ جوړې کړي چې بلوڅ او کوز پښتانه دواړه زموږ په پارلمان او مشرانو جرګه کې فعال رول ولري.

د افغانستان دولت باید په افغانستان کې د بلوڅو تر نامه لاندې یو مستقل ریاست جوړ کړي، په دغه ریاست کې وخت نا وخت باید د بلوڅو او افغانانو په نامه سمينارونه جوړ شي، له بلوڅو مشرانو او ځوانانو سره په دغه ریاست کې هر اړخیزې هڅې او کار وشي. حکومت باید نور په بلوچستان کې په ښکاره لاس‌وهنه وکړي، لکه څنګه چې پاکستان په افغانستان کې په ښکاره لاس وهي… باید نور د افغانستان حکومت چپ پاتې نهشي، هغه د چا خبره نور د افغانستان دولت باید خپل شنګ وښيي چې موږ بلوڅ پخوا غوندې له ځان سره نږدې او ملګري کړو او د دوی په ملګرتیا په بلوچستان او پښتونخوا کې خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوو.

که حکومت په دې ډول پنځوس فيصده هم کار وکړي، لېرې نه ده چې د بلوچستان خاوره به همدا بلوڅ د افغانستان په زخم زخم وجود پسې وګنډي او افغانستان به د تل په مخه سمندر ته لاره پیدا کړي.

 

سرخط ورځپاڼه

Categories: د مسئول مدیر په خوښه,روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي