په افغانستان کې د اندونیزیا ممکنه نقش / خان ولي خان بشرمل

اندونیزیا په اوبو کې پروت هېواد دی چې د اسلامي نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد دی. خلک یې په نسبي ډول ډېر شریف، مذهبي او اخلاقي چوکاټونو ته ژمن دي. دوی د یو بل په کار کې مداخله نه کوي بلکې له خپل کار سره کار لري. هر کار په بسم الله او سلام و دعا پیلوي. نه غواړي چې په خپلو کړنو بل چا ته ضرر ورسوي، له هر چا سره ډېر عاجزانه او دروند برخورد کوي. ولسي زغم یې دومره زیات دی چې په سلګونه مذاهب او نژادونه پکې په آزاده او سولیزه توګه ژوند کولای شي. زیات شمېر ولس یې له عصري اروپايي پرمختګ څخه اغیزمن او کروندګر دي. دوی زیار باسي چې د موجوده غوښتنو سره سم پرمختګ وکړي. که څه هم له وچې لرې دي خو تر یو حد غربي، چینايي، هندي او آسیايي وګړې هم پکې تر سترګو کیږي.

دوی له بدني شکل څخه ډېر کوچنې او ضعیف دي خو په “جاکارته” کې  د دوی په لاس جوړې شوې تجارتي او ودانیزې ودانۍ له اسمان سره خبرې کوي. دوی زموږ په پرتله ډېرې لږ غږیږي. د یو چا په لیدو مسکا کوي او د زړه له تله غواړي چې کارونو کې ورسره ممکنه مرسته وکړای شي. د ملي انکشاف او پلان، مالیه او فواید عامه وزارتونه یې د نړۍ د عصري غوښتنو مطابق پلانونه لري. هر هغه شی چې ستر تجاران یې له بهر څخه واردوي بیه یې له داخلي تولید څخه څو چنده زیاته وي څو عام خلک د دې تولید له اخیستلو ډډه وکړي.

اندونیزیا ځان ته نږدې ګاونډیان نلري لکه څنګه چې یې افغانستان لري. دویمه خبره دا ده چې د انډونیزیا ګاونډیان با فرهنګه او د تمدن او پرمختګ ملګري دي او له تخریب څخه کرکه لري. همدا ډول غربي لیکوال هم پدې آند دي چې د انډونیزیا ګاونډي هېوادونه د بیلابیلو کلتورونو پلویان دي، کیدای شي دې کار هم انډونیزیا له نسبي امنیت سره مخ کړې وي. د اندونیزیا شاوخوا پراته هېوادونه پر یو تدریجي او سولیز ریفورم باور لري خو د افغانستان ګاونډیان ډېر جدې او د څو ورځو په ترڅ کې په نړۍ غالب کیدل غواړي او غواړي د افغانستان په شمول ټوله نړۍ تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي.

خو د اندونیزیا ګاونډیان بیا دا ډول نشه نلري، البته د افغانستان ګاونډیان نه خپله غواړي یو څه وکړي او نه نور هېوادونه پرمختګ ته پریږدي. دوی باور نلري چې له خپل محدود فکر څخه راووځي ولې غواړي چې نړۍ تر واک لاندې کړي. یو عمده علت هم دا دی چې دوی اټوم بم هم د دې لپاره غواړي رامنځته کړي چې د نړۍ په لاندې کولو کې ترې کار واخلي. دا یوه تیروتنه ده چې دوی به تر ډېرې اوږدې مودې ورسره لاس او ګریوان وي. که چېرې دوی نه بدلیږي نو موږ هم ترې تنګیږو او کړیږو! حتی دا هر څه اوس په یو ناسور بدل شوی دی. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې ناسور د له منځه وړلو زیار وایست او لګیا دی لا زیار باسي خو دلته ستونزه دا ده چې دا ګاونډیان غواړي ټوله نړۍ تر خپل واک لاندې راولي، په ځای د دې چې پر خپلو کړنو غور وکړي او له ځان سره د ځان د اصلاح او بدلولو په موخه فکر وکړي. له بده مرغه د آسیا او ځینې غربي نړۍ ۵۵ سلمه نفوس د دوی د ناوړه او تخریبي ایډیالوژۍ له امله په تکلیف دي. دوی ته دا باور ورکول چې نړۍ د نوښت او نویو عصري افکارو په لور روانه ده، یو ستر مشکل ګرځیدلی دی.

خو بل لوري ته د اندونیزیا ولسمشر د ولسمشر غني د یو لیکچر له امله نهه ساعته سفر کوي او افغانستان ته راځي. د اندونیزیا د مالیې وزارت له کلیدي چارواکو سره د خبرو په مهال راته مالومه شوه چې له ولسمشر غني سره  له موږ زیات د اندونیزیا چارواکې مینه لري!

اما زموږ په شاوخوا کې ډېر داسې هېوادونه شته چې د تخریب لپاره پریمانه سامان لري خو د افغانستان ستراتیژیک، اقتصادي او ترانزیټي اهمیت ورته هیڅ ښکاري. د افغانستان ځانګړتیاوو ته په کتو، د اندونیزیا هېواد لیوالتیا لري چې د افغانستان په کلیدې برخو لکه سترو سړکونو، کوریډور، معدن او ادارې جوړونه کې کلیدي نقش ولوبوي. دا هغه څه دي چې د اندونیزیا له اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیک دریځ سره مرسته کولای شي. اندونیزیا له دې لارې غواړي چې خپلو داخلي بنسټ پالو ته هم اطمینان ورکړي چې له یو مسلمان هېواد سره خواخوږي لري او غواړي چې له شته بحران څخه په را ایستلو کې یې مرسته وکړي. همدا ډول دا پدې مانا هم ده چې اندونیزیا په اسلامي نړۍ کې د یو سترنفوس په درلودو سره سیاسي نفوذ هم پیدا کول غواړي، دا هغه څه وو چې له اندونیزیا ورک وو!

مناسبه یې بولي چې د افغانستان په وضعیت کې د نقش لوبولو سره په اسلامي نړۍ کې خپل حضور اغیزناک وښیي او وروسته دا اغیز په اقتصادي حضور بدل کړي. د دې تر څنګ اندونیزیا پر دې هم پوهیږي چې د اسلامي نړۍ له فکري کنګلتیا، دود پالنې او زړو نظریاتو او واکمنۍ عامه مسلمان وګړې تنګ شوي، همدا علت دی چې د اندونیزیا ماډل ته په دوام سره  غواړي د اسلامي نړۍ د ځوانانو زړونه وګټي.

غالب ګمان کیږي چې د اسلامي نړۍ ځوانه طبقه د موجوده اسلامي رژیمو له حکومتوالي،اخلاق، تنګ نظري، افراطیت او وروسته پاتې دیپلوماسي، فکري کنګلتیا او دودي حکومتي ماشینري څخه تنګ شوي. همدا علت دی چې دوی د خپلو هېوادونو په پرتله غرب ته ډیر زړه ښه کوي څو هلته لاړ شي او زده کړې، تخنیکي روزنه او خپل کاري ظرفیت لوړ کړي او څوکاله ژوند وکړي. فلسفي قانون دی چې راتلونکې له تیر څخه معاصر وي او که چېرې داسې نه کیږي نو بیا ټولنه بل لوري ته ځي. بیخې داسې لکه په افغانستان کې!

البته د دې خبرې هدف به دا نه وي چې افغانستان د طبیعي قوانینو برخلاف چلند وکړي! بلکې موږ ویلی شوو چې افغانستان اوس هم بدلون ته اړتیا لري خو د دې بدلون د رامنځته کیدو لپاره هغه بشري قوه نشته چې په اندونیزيا کې لیدل کیږي. اندونیزیا کولای شي د ولسمشر غني هغه ژمنې چې په ولایتونو  کې په هره ولسوالي کې تخنیکي او مسلکي روزنیز مرکزونه رامنځته شي، مرسته وکړي. اندونیزیا کولای شي د داخلی کوریډورونو په جوړونه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ د اسلامي تعلیماتو، برښنیزو بندونو، داخلی تولیداتو او وچو میوو د پروسې په برخو کې مرسته وکړي. دا هغه څه دي چې د ورانولو په موخه یې طالب یا بل کوم اسلامي ډله شریعی جواز نشې وړاندې کولای.

ښکاره خبره ده چې د اندونیزیا نفوس ورځ تر بلې په زیاتیدو دی او امکان لري چې په نږدې کالونو کې دریو سوو میلونو ته ورسیږي نو اندونیزیا هم اړتیا لري چې د نفوس ډېره برخه مصروفه وساتي همدا علت دی چې اندونیزیا په ډېر لږ لګښت سره په افغانستان کې د افغان اقتصاد د پرمختګ په موخه ډېر کلیدې پروژې پرمخ وړلی شي. که چېرې د پاکستان اسلام د هند له هغو خدماتو چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې اقتصادي واکمنۍ ته لاره اواروي، مشکل لري نو اندونیزیايي اسلام ته خو دې اجازه ورکړي چې خپل سولیز اقتصادي برنامي دلته عملي کړي.

پر دې برسیره، د اندونیزیا نقش به د جنوبي آسیا لپاره ډېر کلیدي وي. دا نقش به وکولای شي چې د جنوبي آسیا ورسته پاتی کلتور ته تغیر ورکړي. د جنوبی آسیا موجوده افراطي کلتور له احساساتو ډک او له عقله تش دی. دلته ډېری  پریکړې پر عقلاني بنسټونو نه بلکې په مفروضو ولاړې دي چې پایلې یې هیڅکله نه احساس او نه تحلیل شوې دي. د جنوبی آسیا په کلتور کې د یو چا د خوشالولو لپاره وینه تویول اړینه شوې ده خو په اندونیزیايي کلتور کې بیا رحم د خدای تعالی د خوښۍ عمل دی. هلته داخلی یا باطل  احساسات معتبر دي خو په جنوبي آسیا کې په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او افغانستان کې ظاهري بڼه اړینه او پر افراطیت ولاړه ده. د دي بڼي بدلول پکار ده. دلته د عصري تمدن د بنسټ ایښودو لپاره اړینه ده چې د منځنې او جنوبي آسیا ترمنځ د حرکت او خوځښت اصلي مرکز چې افغانستان دی، ورغول شي.

که چېرې د جنوبی آسیا کلتور د غني کلتور ادعا لري نو اړینه ده چې د منځنې آسیا له کلتور سره مثبت رقابت ته ځان آماده کړي. موږ که چېرې د اندونیزیا او دې ته ورته هېوادونو حضور په خپلو سیمو کې یقیني کړو نو هغه ورځ لرې نده چې د منځنې ختیځ په شمول منځنې آسیا او جنوبي آسیا به د پرمختګ په لور وخوځیږي. بل یو ستر حقیقت دا دی چې ډېرو کمو هېوادونو ته د تخریب، ترهګرۍ، وژلو او د انساني ارزښتونو د له مینځه وړلو دنده ور پاتې ده. حقیقت دا دی چې د نړۍ زیات شمیر نفوس غواړي د موجوده عمومي کنګلتیا څخه را ووځي او د پرمختګ او انکشاف په لور حرکت وکړي. غالب ګمان کیږي چې د نړۍ ډېر معاصر هېوادونه له موجوده عصري حیثیت څخه هم را وتل غواړي او د یوې نوې نړۍ د تخلیق په لټه کې دي خو موږ ته بیا هم هغه زوړ او وروسته پاتې کلتور را په برخه دی چې د غزني بربادي یې ښه بیلګه ده.

که غواړو چې د اندونیزیا په څیر د مسلمان او پرمختللی هېوادونو له دیني، شریعي، عصري، دنیاوې او اقتصادي کړنلارو څه زده کړو نو اړینه ده چې د ځان ټولیزه ارزونه وکړو چې ایا موږ د دې وړ یوو چې داسې هېوادونو ته په خپله غیږه کې ځای ورکړو؟ که چېرې موږ غواړو چې له دې ډول ارزونې  یو څه لاسته راوړو او راتلونکې مو له سوکالي او سولې ډک وي نو اړینه ده چې موږ ډېر په غور سره د هرات، بلخ، بامیان، غزني، کندهار، جلال اباد او پکتیا تجارتي او اقتصادي تاریخ را واخلو او له ځان سره یې تحلیل کړو. که چېرې د نوموړیو ښارونو تاریخ وګورو نو هغه ورځ لرې نده چې د نړۍ په علمي او اقتصادي پانګه کې به نقش لوبولو ته چمتو واوسوو.

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: