ټپي شوی سرتیری د بې عدالتیو په منګولو کې / امید اڅک

0 19

(د اجرائیه ریاست ددفتر رئیس عبدالقهار عابد هم زما په کار کې مداخله وکړه)

په ۱۳۶۰ کال کې د حربې پوهنتون څخه فارغ شو، کلونه کلونه یې هیواد او ولس څخه د ساتنې په  موخه د زړه له کومې خدمت وکړ.

په ۱۳۸۳ کال کې د خوست ولایت سرحدي سیمو کې د سرحدي ځواکونو د یو کنډک قوماندان و، د همدې کال د کب د میاشتې په دریم تاریخ د بټۍ تاڼې په  سیمه کې د خاکسار کوهاټي او جبارخیل وزیرستاني په مشرۍ د پاکستاني پوځ له خوا ورته کمین ونیول شو، پاکستاني پوځیانو پرې لومړی ځای په ځای شوی ماین ته چاودنه ورکړه او بیا یې د مخامخ برید لاندې ونیوه، د جګړې په پای کې دواړو خواو ته سخته مرګ ژوبله واوښته.

په دې جګړه کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو یاد قوماندان خپلې دوه پښې، چپ لاس، چپه سترګه او چپ غوږ وبایلل.

  نجیب الله د محمد اکبر زوی د خوست ولایت د مرکز اوسیدونکی دی، نجیب په رتبه جګړن و، چې ټپي شو.

نجیب الله د خوشال خان په  B برخه کې لس بسوې پدري ځمکه درلودله، له دغه  ځمکې څخه یې درې نیمې بسوې د امیر حمزه جومات او دوه نیمې بسوې سړک ته وقف کړ.

نجیب په هیواد کې د بدلونونو او ځينو مجبوریتونو له کبله په ۱۳۷۰ کال کې ګاونډي هیواد ته مهاجر شو، هلته خبر شو چې خلکو یې په هغه څلورنیمې بسوې ځمکه باندې هم قبضه کړې او ملا امام ته یې په کې کور جوړه کړی دی.

نجیب لله بیرته افغانستان ته راغی او په ۱۳۷۱ کال کې یې د ځمکې دعوه پیل کړه، چې تر ۱۳۸۳ کال پورې یې د محلي خلکو څخه په شرعي محکمه کې دعوه وګټله، او په هماغه وخت کې محکمې حکم وکړ، چې ځمکه دې نجیب الله ته وسپارل شي، په دغه وخت کې نجیب د خپل واده لپاره خوست ته ولاړ چې له واده څخه لس میاشتې وروسته ددندې پرمهال ددښمن سره په مخامه مبارزه کې سخت ټپي شو، له همدې امله یې د لومړنۍ فیصلې تطبیق وځنډیده او خلکو ورته ځمکه ونه سپارله.

له ټپي کیدو ورسته یې یو ځل بیا په معیوب ځان د ځمکې د ترلاسه کولو او خپلو حقه حقوقو ته د رسیدو لپاره په محکمه کې دعوه پیل کړه، یو ځل بیا یې په دریمه محکمه کې دعوه وګټله، خو بیاهم د اوسیدونکو له خوا یې فیصله ونه منل شوه، هماغه و، چې له کوم موجه دلیل پرته یې دوسیه د سترې محکمې د عالي شورا له خوا د پروان ولایت استناف محکمې ته ولیږل شوه، کله چې نجیب الله پروان ولایت ځي، هلته ورته د پروان ولایت د د استناف محکمې رئیس «فضل الرحمن» په دهلیز کې فیصله ابلاغوي او ورته وایي: «شما نجیب لله نام باید بعد از این غرض دار وزارت اوقاف نباشید، و برای شما باید تعویض عادلانه داده شود»

له دې وروسته نجیب الله د تجدید نظر غوښتنه کوي، خو د سترې محکې د عالي شورا له خوایې دغه غوښتنه ردیږي، بلاخره دیته مجبوریږي چې د ۱۳۹۳ کال د ثور د میاشتې په ۲ تاریخ د کابل په نوي ښار« شهر نو» کې د عدالت غوښتنې خیمه ووهي، نجیب الله له هماغه تاریخ څخه چې تقریبآ پنځه کال کیږي تر ننه پورې د عدالت غوښتنې په همدې خیمه کې شپې ورځې تیروي.

د خیمې ګټه دا وه، چې  د پروان د استناف محکې هغه پخوانۍ  فیصله لغوه اعلان شوه، خو د سترې محکې د عالي شورا له خوا یې دوسیه یو ځل بیا پروان ته واستول شوه،  مګر داځل هغه پخوانی رئیس تبدیل شوی و او پرځای یې د عاصم په نوم نوی رئیس مقرر شوی و، داځل د پروان ولایت په استناف محکمه کې د نجیب په ګټه فیصله وشوه او د شوې فیصلې له مخې د نجیب ځمکه غصب مطلق و بلل شوه.
له هغه وروسته دوسیه بیا د ستر محکمې عالي شورا ته راغله، عالي شورای له اوقافو څخه د رسمي استعلام له لارې غوښتنه وکړه چې ددغه ځمکې په اړه دې سترې محکې ته مکمل معلومات ورکړي، چې دغه ځمکه د اوقافو ورات ده او کنه؟

اوقافو وزارت  ځواب ورکړ، چې یاده ځمکه د اوقافو وزارت پورې اړه نه لري.

د اوقافو وزارت له معلوماتو څخه وروسته د سلسله مراتبو پر بنسټ یاده دوسیه لومړی د عدلیې وزارت، بیا د کابل ولایت او بیا دحقوقو ریاست ته ولیږدول شوه.

د کابل ولایت حقوقو ریاست د ځمکې د سپارلو په موخه یو ګډ هیئت وټاکه.

په دغه وخت کې د اجرائیه ریاست ددفتر رئیس عبدالقهار عابد او د اوقافو پخوانی وزیر له خوا د ځایي خلکو لپاره  په غیر قانوني توګه د تجدید نظر غوښتنه وشوه او دوسیه بیا کتنې ته ولاړه.

درې اونۍ وروسته بیا حکم صادر شو چې ځمکه دې نجیب الله ته وسپارل شي، کله چې ګډ هیئت د څووم ځل لپاره د حکم د نتفیذ په موخه سیمې ته روانیږي په مخابره کې ویل کیږي چې د امیر حمزه په جومات کې چاودنه شوې ده« هغه جومات چې نجیب ورته درې نیمې بسوې ځمکه وقف کړې وه»، د پولیسو د  پلټنې څخه وروسته معلومه شوه، چې یاده چاودنه د حکم د تطبیق د مخنیوي لپاره په جعلي توګه تر سره شوې وه.

بل ځل بیا هم ګډ هیئت هڅه کوي چې ځمکه یې څښتن ته تسلیم کړي، خو سیمې ته له تلو سره سم د ځایي اوسیدونکو له خوا مظاهر کیږي،  په دې سره بیا هم حکم له تطبیق څخه پاتې کیږي.

بلاخره د کابل ولایت مقام پریکړه کوي چې په دودیز ډول یوه جرګه جوړه کړي او ددغه جرګې د پریکړې په اساس د امنیتي ځواکونو افسر جګړن نجیب الله ته په یو بل ځای کې د بدیل په توګه ځمکه په نظر کې ونیسي، داچې دغه پریکړه هم د عمل جامه اغوندي او کنه؟ وخت به دا فیصله وکړي.

 یو چا چې  د هیواد او ولس  لپاره دومره قرباني ورکړي وي او خپل سالم وجود یې د نظام د ټینګښت لپاره ټوټې ټوټې کړی وي، د عدالت په تطبیق کې دهغه چې دغسې حال وي، د نورو عامو خلکو  په اړه څه فکر کوی؟

ایا په دې هیواد کې د عدالت په پلي کولو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ نه یو؟ ایا دغه برخه اصلاح کولو ته شدیده اړتیا نه لري؟

د یو نظامي افسرسره دغه ډول سپکونکی چلند او بې عدالتي به نورو سرتیرو او افسرانو ته څه پیغام ولري؟

ګاونډیان او د ځمکې پر مخ به په کوم بل هیواد کې د یو قرباني شوي سرتیري سره دا ډول چلند وشي؟ دا هم د تیر په څیر په نظام کې د بې عدالتۍ یو کوچنی مثال و، چې د هر ډول فساد سره د کلکې مبارزې او په ټولنه کې د بې عدالتیو د له منځه وړلو پرته به په ټولنه کې شته درزونه هیڅکله له منځه ولاړ نه شي. هیله ده، چې زموږ نابینا او کاڼه چارواکي  دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو په راتلونکي کې د ټولنیز عدالت په تطبیق سره د ولس او حکومت تر منځ د شته واټن په لمنځه وړلو سره د ټولنیزې هوساینې لپاره زمینه مساعده شي.

Comments
Loading...