منزلونه به اوس خامخا پرېوځي / ګل احمد محبت

کابو پنځه کاله وړاندې په وروستي ځل له افغانستانه په جبر او زور جلا شوې ټوټې خيبر پښتونخوا ته تللی وم. يوه ملګري مې راته د هغه ځای د حالاتو ترخې کيسې وکړې. هغه وويل چې دلته د پښتنو په علاقه کې حکومت دومره مستبد دی چې لږ تر لږه څوک پر حکومت د اصلاح په نيت هم نيوکه وکړي، بيا په دوه یمه ورځ نه وي. هغه راته د ډله‌يزو وژنو خبره وکړه چې د لته د نظام له لوري ډله‌يزې وژنې هم پيل شوې دي. د شپې خلک له کورو وباسي او په ډله‌يز ډول يې ژوندي تر خاور لاندې کوي.
زما زړه ته هغه وخت دا خبرې نه پرېوتې، خو په وروستيو کې مې چې د منظور پشتين د مبارزو په لړ کې د يو شمېر ورکو شويو د کورنيو خبرې واورېدې په تېره بيا د ماشومانو او مېرمن حسنات خبرې؛ نو جټکه مې وخوړه. د هغه ملګري کيسې مې په ذهن کې راوګرځېدې. دا لس پنځلس کاله کېږي چې د پنجاب حاکم حکومت د پښتنو پر خاوره ډله‌يزې وژنې پيل کړې دي.

څوک يې په په مرګ ورک کړي دي او څوک يې په ژوند بې‌ګناه د تورو تمبو تر شا بند کړي دي. دلته يو پټ توپان په څپو وو چې اوس يې ځان راښکاره کړ. دا لس پنځلس کاله د خيبر پښتونخوا هغه پښتانه چې لږ تر لږه د قانون په چوکاټ کې يې د پنجاب له حکومته د خپل حق غوښتنه کوله، د دوی له خوا ژوندي په خاورو کې خښ شول او تر ننه يې هم برخليک نه دی مالوم.
د پښتون قوم په اړه يوه خبره لکه د ځنګله د اور خپره شوه چې پښتون ترهګر دی. دا خبره څومره چې په نړۍ کې خپره شوه او څومره چې خلکو باور کړه، حقيقت داسې نه دی. کله چې څوک د قانون په چوکاټ کې د خپل حق غوښتنه کوي، پر هغه ولې ټاپې ولګول شي؟ کله چې څوک د خپل ناموس او خپلو ارزښتونو دفاع او ساتنه کوي؛ نو ولې په مختلفو نومونو ژوند ترې واخيستل شي.

پښتانه چې په نړۍ کې خپل ځانګړی ځای او خپل ارزښتونه لري او د دوی ژوند له اسلام سره طبيعي اړخ لګوي، په لوی لاس د نورو له لوري په شعوري ډول د جګړې ډګر ته راښکل شول. د پښتون له يوې لويې نيمګړتيا چې هغه د ده خپله ناپوهي ده، نړیوالو ګټه پورته کړه او دوی يې په يو او بل نوم وځپل. د پنجاب حکومت له همدې لارې کار واخيست او پښتانه يې پرې ټوټه ټوټه کړل.

وايي چې خدای پاک د ظالم حکومت ژر له منځه وړي. د پښتنو پر وړاندې د پنجاب د حکومت مکاره او دوه مخې څېره بربنډه شوې ده. اخېر د پنجاب پر وړاندې د دې بې‌ګناه او محکوم ولس د صبر جام لبرېز شو. اوس به پنجاب د ټولو هغو ظلمونو پور پرې کوي چې دوی په بې‌ګناه انسانانو په يو او بل نوم کړي دي. ځينې حکومتونه فکر کوي چې د خپلو بادارانو په خوله به څو تنه او څو ډلې ژوندۍ تر خاورو لاندې کړي او يا به يې ورک کړي، دوی به بيا په ارامه خپل حکومت کوي، خو له دوی دا خبره هېره ده چې چا څوک تر خاورو لاندې کړي، تر ننه په نړۍ کې چا ته مخ نه لري.

وايي کوم سړي څوک رانيولی و او واهه يې. بيا يې ترې پوښتنه کړې وه چې څومره دې ووهم؟ هغه ورته ويلي وو چې څومره دې پر خپل ځان لورېږي! د پنجاب د غلام او اجير حکومت پر وړاندې د دومره ستر او لوی قوم راپورته کېدل کومه ناڅاپي خبره نه ده او نه بايد دا حرکت داسې توجيه شي چې د نورو له خوا به کوم سياسي حرکت وي. دا حرکت او ولسي سېلاب د شهیدانو له هغو وينو سرچينه اخلي چې د پنجاب حکومت له لوري په ظلم او جبر ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي. د دې حرکت هر يو تن ته د هغه شهيد اروا په سرو سترګو ژاړي چې خپله ناوې يې سره لاسونه په کور پاتې شوه او دی د ای‌ایس‌ای له لاسه بې‌ګوره بې‌کفنه غيب‌ و غارت شو.

د دې حرکت جذبې هغه وخت په جوش او خروش راځي چې کله د شهیدانو ماشومان او ناوې مېرمنې د اوښکو په تویولو د خپل پلار او خپلو خاوندانو د شهيد کېدو علتونه پوښتي. دا جذبې لا هغه وخت راوپارېږي چې يو کوچنی ماشوم له يو ميليون انسانانو څخه مخامخ د خپل ورک پلار پوښتنه کوي، خو څوک ورته ځواب نه لري. څوک ورته ويلای شي چې پلار دی ژوندی دی، خو چېرته دی؟ که شهيد دی نو قبر يې چېرته دی؟ د يو ميليون په شا و خوا کې وګړي سلګو نيولي، خو ماشوم ته د ځواب لپاره څه نه لري.
نن د دې مظلوم ولس د اه او اوښکو مخه څوک نه‌شي نيولای. که نن دا ولس د يو ظالم او جابر د ظلم له لاسه د خپلې محرومۍ اوښکې تويوي، خو لرې نه ده چې سبا به هغه ظالم له ګرېوانه نيسي او خپلو پښو ته به يې راغورځوي.

نور د دې ولسي سېلاب مخه څوک نه‌شي نيولای. دې سېلاب اوس داسې مزلونه پيل کړي دي چې هر ډول منزلونه به پرېباسي او خپل حق ته به ورنږدې کېږي. اوس نو د ولسونو د هجوم سمندر په پنجاب را روان دی او که خدای کول د مظلوم ملت د اوښکو سمندر به د پنجاب د ظلم او استبداد ماڼۍ ډوبه کړي، خو دا ولس يوازې نه دی. د دوی ناره د حق ناره ده او د حق له نارې سره د نړۍ په ميليونونه انسانان ملګري دي؛ نو اوس دې څوک پنجاب ته دا پيغام ورسوي چې؛ «کله چې حق راشي، باطل محوه کېږي!» تاسې د خپل ذلت انتظار وباسئ!

Categories: پښتون خوځښت,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: