ملا صبور او بغدادي پیر

په کار نه ده چې ځینې غرضي خلکو ته په خپلو تبصرو او بحثونو اهمیت ورکړل شي، ځکه د هغوی د رذالت اجنډا همدا وي چې د خلکو ځان ته ورپام کړي او د اهمیت لوبه وکړي، اما د صبور ملا کیسه هغه هم هر کال د افغانستان د استقلال د جشن په ورځو کې څه تخریشوونکي اړخونه لري، یا په بله مانا د لستوڼي د مار زړه کیسه تازه کوي.

ملا صبور چې د جمعيت اصلاح د مرموز نیمه مذهبي، مکمل سیاسي استخباراتي جریان مخکښ غړی دی، تېر کال یې پر استقلال ور وبلوسل، دی په دې کې هیڅ دوه زړی نه‌شو چې د افغانستان د یو ستر تاریخي ملي ټول‌منلي ارزښت سپکاوی کوي، فکر کېږي چې په عملي سیاست کې دا د جمعيت اصلاح د پټې اجنډا لومړنی عملیاتي پاړکی و.

سره له دې چې ځوان روشنفکر او سرخلاصي نسل د صبور ملا د بد نیت په اړه د خلکو ذهنونه ښه روښانه کړل، د ملا پرازیټ یې په نطفه کې خنثا کړل، خو له بده‌مرغه د ټولو توجه د یو فرد په توګه صبور ملا ته شوه او دا ځنې هېر شول چې دا د یو مرموز جریان سیاسي اجنډا ده او هغه جریان د افغانستان په کلیو کليو کې خصوصاً په جنګ‌ځپلو سیمو کې ریښې ځغلولې دي.

په ۲۸ د اسد د سږني کال د استقلال نامداره جشن له‌پاره بیا تیاری نیول کېږي، په همدې وخت کې ورک ملا صبور یوار بیا خپل تورم ته لاس کړی او په ډېر جرات په هغومره جرات چې حتا طالب یې د خپلې واکمنۍ په ټوله دوره کې جرات و نه کړای شوای، د افغانستان د استقلال باني شاه امان الله ته توهیني بیانونه ورکوي.
ملا صبور له استقلال سره ستونزه لري، که جمعيت اصلاح؟

ددې جریان ریښې له پاکستانه خړوبېږي، هغه پاکستان چې د ملا او امي یې په یو افغان انسان باندې د ځنګندن پروخت یو ګیلاس اوبه پیرزو نه دي، پاتې شو تاریخ او د خودۍ احساس یا د ارزښتونو درناوی. له کله چې په افغانستان کې سیاسي شعور او بیداري وده پیل کړې پاکستان له زرو نیرنګونو د دغسې خودجوشه او ځان پیژندنې په سلسلو پسې تبرګی او لور رااخیستی دی، خو داکار یا د جنګ په میدان کې په طالب او داعش کوي، په دولت کې یې په جنګسالار کوي او په ممبرونو او جوماتونو یا تجمعاتو کې یې په جمیعت اصلاح کوي. دا یوه لویه خطرناکه پروسه ده، خو زموږ هسې کله کله په ناپامي کې ورپام شي، موږ په داسې جنګ اخته یوو چې زموږ د نوي نسل پر اذهانو استعمالېدونکي باروت بېخي وینو نه. همدا جمیعت اصلاح چې نن د غازي امان الله خان توهین کوي، په کلیو او دیني تجمعاتو کې طالبانو ته د جګړه‌مارو د جلب و جذب روزګار لري، دوی یې اما ده کوي طالب یې جنګوي او پاکستان یې چاغوي.

که تېر کال ملا صبور د قانون له اصلي مخ سره مخ شوی وای، که دولت دا مساله د یو هېواد د ملي حکومت په توګه جدي اخيستې وای، نن به جمیعت اصلاح یا په افغانستان کې وجود نه درلود یا به یې اوس د استقلال شعارونه پرینټ کړي پر سړکونو ګرځول، خو برعکس صبور او امثاله زړور شول، بیا ولاړل په کوهدامن کې بیانونه ورکړل، کلکانی حبیب الله یې قهرمان کړ، امان الله خان یې خاین کړ او حکومت په رڼو سترګو ورته کتل.

د افغانستان بدمرغي دا ده چې خلکو یې حکومت او قضا ته سترګې نیولې وي او قضا او حکومت د معذرت غبرګ لاسونه سترګو ته نیولي دي، که د صبور ملا په غاړه کې تېر کال کړۍ اچول شوې وای، په ملي خیانت او د ملي نوامیسو په جرم یې زندان ته اچولی وای، نن به شل سل نور صبوران نه راتودېدل. د حکومت همدا غفلت او له ملي قضایاوو سره سطحي چلند د دې باعث کېږي چې پروسږ کال یو ملا صبور و، غلی غلی روان و، سږ شل ملا صبوران دي او کال ته به زرګونه وي او همدا صبوران به کال بل کال ته په افغانستان کې د اصلاحاتو او ارزښتونو تازه جوړېدونکې ماڼۍ په دا بل مخ کړي او افغانان به سل کاله نور ملا ته ښکنځلې کوي او په غازي یا غازي‌ماننده ارمانیانو پسې به لاس مروړي.
اوبه په سر کې پاکې کړئ، په لښتي کې چټلې اوبه تر اوبه‌خوره چټلې بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي