ملایان په دویمه بنګالۍ لوبه کې

پاکستان هڅې کوي چې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د اسلام‌اباد پرځای له سیمه‌یزو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل او غورځنګ له خپل اصلي مسیره بې‌لارې کړي. اسلام‌اباد په خپل تاریخ کې تل له ملایانو د پوځي پرسونل په توګه ګټه پورته کړي او د ولس ځپنې د وسیلې په توګه یې ترې ښه ګته پورته کړې. که په کشمیر او افغانستان کې یې دا ډرامه بریالۍ وه، خو په بنګله‌دېش او کوزو پښتني سیمو کې له کلکې ماتې سره مخامخ ښکاري.

د پاکستاني جنرالانو وېره د غورځنګ په مټ د پښتنو ځوانانو له هراړخیزې بیداري ده چې د نن څرګندېدونکې کرکه به یې ژر په داسې بېلتون پالې مبارزې بدله شي چې د پنجاب ټول غاښونه کېدای شي پکې تویې شي. د پاکستاني پوځ له خوا د علي وزیر پر کور برید د پښتنون ژغورنې د غورځنګ په مشرانو د منظمو پلان شویو بریدونو پیل ښکاري چې کېدای شي تر دې څو برابره تریخ وضیعت غوره کړي. د منظور پښتون، علي وزیر او محسن داوړ په ګډون یو شمېر نور د غورځنګ سمبالوونکي مشران په داسې سیمو کې مېشت دي چې خپل تربرونه یې ورته ISI د طالب په نوم ببر کړي او غواړي، د غورځنګ ریښې ور وچې کړي.

په واڼه کې د علي وزیر په کور جوړ ناتار دواړو غاړو ته د ګواښمن خبرداري په مانا دی. د غورځنګ مشران دې پر دې پوه وي چې نور یې پنجاب د قابو کولو او له منځه وړلو اراده کړې او باید چې د ولس ملاتړ خپل او د خپل امنیت په تړاو په نویو پلانونو فکر وکړي. د پاکستان لپاره د واڼه پېښه د بنګله‌دېش تر پاڅونه هم پراخ ګواښ او تکرارېدونکې لوبه ده. د بنګله‌دېش په ۹ میاشتنۍ جګړه د پاکستان اته زره پوځیان دوزخ ته واستول شول، ۱۰ زره نور یې ټپیان شول او تر ۹۳ زره نور یې ژوندي تسلیم شول چې د نړۍ په پوځي تاریخ کې له شرمه ډکه پېښه ده.

د بنګله‌دېش د بغاوت پیل هم له ملتپالنې وشوه او نشنلسټو بنګالیانو د پنجاب د ناتار پر ضد ناره پورته کړه او په خپله خاوره یې خپل واک غوښت. هلته هم ملایان او مذهبي دال‌خورو د پنجاب د غلامانو په رول کې پر خپل ولس او ملتپاله ځوانانو بریدونه کول او د پنجاب په پرتوګاښ پورې یې ځانونه ځړولي وو چې په سر کې یې د وخت وتلي بنګالي ملایان وو چې یو شمېر ژوندي یې نن د څه باندې نیمې پېړۍ له مخه پردي‌پالنې او پر خپل ولس د ناروا له کبله محاکمه کېږي.

دا ځل هماغه پنجاب همغه ناروا په پښتنو پیل کړې او هماغه ډول مذهبي حلقې کاروي. د بنګله‌دېش په څېر دا ځل پنجابیان په قبایلي او پښتني سیمو کې د پوځ پاتې دال هغو ملایانو ته ور اچوي چې پر خپل مظلوم ولس د پنجاب لپاره ناتار جوړوي، خو دې ناځوانانو د چیټاکانګ او ډاکې له پلرنۍ تجربې ګټه نه ده پورته کړې او یو ځل يې بیا وېش ته زړه تخنېږي.
پښتانه له تاریخي اړخه درې ځله وېشل شوي او دا متل پکې عام شوی چې پښتنو اتفاق کړی چې اتفاق به نه کوو، خو د خپل ۱۵۰ کلن تاریخ دغه متل خلاف ښکاري چې دا ځل پښتون اتفاق کړی چې اتفاق به کوي. همدغه ټکي د پنجاب د زړه ستنې ور لړزولي او د پښتون ژغورنې غورځنک د پرلتونو په وړاندې له خنډونو جوړولو وروسته یې وپتېیله چې د پښتنو یووالی او بیداری د پاکستان د وېشل کېدو په مانا او مخنیوی يې په کار دی.

د دغې وېرې د خپرېدو په ټس کې یې د بنګله‌دېش په څېر پر خپلو بې‌درېشي پوځیانو «طالبا نو او ملایانو» غږ وکړ چې د پښتنو ملتپاله غږونه په خپلو سیمو کې د توپک په شپېلۍ خپک کړي او پر سیمه او ولس خپل توپکي واک او ولکه ټینګه وساتي. سره له دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ملایانو د پنجاب سټراټېژي ته د عمل جامه ور اغوستې او تر ۶۰ زره ډېر پښتانه یې د تل په مخه له ژونده بې‌برخې او داسې تیت پرک کړل چې له وېرې چا د پاکستان د پوځ او ملا پر ضد سپوڼ هم نه‌شوای وهلای، خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ ځوانو مشرانو د پاکستان دبدبه او هغه وهم وننګاوه چې د طالب او ای‌اس‌ای د جاسوس په جامه کې یې پر خلکو واکمن کړی و. نن په زغرده پښتنو ځوانانو له وزیرستانه تر سواته او له پېښوه تر کراچۍ یې د خپل ځپل شوي قوم د حق ناره را پورته او خپل ولس یې ملا ور وتړله. د پښتانه د تاریخ دا بې‌ساری اتفاق د دې لامل شو چې پنجاب د دغه ټبر ټول‌وژنې ته کرایي لښکرې تیارې کړې او د دین او مذهب په جامه کې یې غلبېل غلبېل کړي، خو د قام مېړني دا ځل د پخوا خلاف د علي وزیر په یوه چیغه را پورته او د پنجابي دال خور ملا پر وړاندې یې سینې تر وزیره مخکې سپر کړې.
د بنګله‌دېش له ازادۍ وروسته پاکستان کله هم له داسې ننګونې سره په کور دننه نه و مخامخ شوی او تصور یې هم کېدای شي نه وي کړی چې پاکستان دې بیا د وېشل کېدو پر پوله ور برابر شي.

له تاریخي اړخه پښتانه د ډېرو نورو ملتونو خلاف ډېر کله په پېچلو حالاتو کې ژر پر یوه ټغر راغونډ شوی دي او د خپل ټبر د هرې کوچنۍ غم حساب یې له زورور دښمنه اخیستی دی. پنجابي تورمخي د پښتنو دې نوې ډراماټیکې بیدارۍ، یووالي، متمدن خوځښت، سیاسي درایت او له اویا کلن پنجابی راج څخه دغه راوتلي ځوان پښتون سیاسي لیدلوري ته ګوته په غاښ دی او فکر کوي چې د تاریخ له بلې درنې څپېړې سره بالاخره مخامخ کېدونکی دی.

په تېرو څو میاشتو کې غورځنګ وکولای شوای چې نه یوازې د خپل قوم شتون، یووالی او بیداري ثابت کړي، بلکې پر خپله ژبه یې د سیاست کولو لېونۍ ملتپاله مبارزه پیل کړې چې خپلو بچو ته یې د ښه راتلونکي د تر لاسه کولو داسې تاریخ پرېښود چې پېړۍ پېړۍ به ورته الهام او لارښوو وي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: پښتون خوځښت,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: