مسلمیار: لر او بر یو افغان دی پښتنو سره تشدد د منلو نه دی

0 32

د مشرانو جرګې رییس فضلهادي مسلمیار په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وړاندې د پاکستان پر تشدد خپله ژوره اندېښنه ښودلې او دا چاره یې په کلکو ټکو غندلې ده. هغه زیاته کړې، دی د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی دی. نوموړي ویلي، هلته د خاموش اکثريت محکومو پښتنو پر بد وضعيت، وژنو، ترور، نيولو او تشدد خواشينی کيږي، ځکه په خبره یې بره او کوزه پښتونخوا یو یو تن او يو وجود دی، د نوک او ورۍ حيثيت لري او ترپايه به له کوزنيو پښتنو سره په هر سنګر، هر ډګر او هر مبارزه کې اوږه پر اوږه ولاړ وي. هغه دغه راز لر او بر يو افغان بللی دی او زیاته کړې یې ده، هيڅوک نه شي کولی چې تر منځ یې فاصلې رامنځته او د کلتور، ژبې، عقيدې، قوم او ټبر پر اساس تړل شوي ملتونه سره جلا کړي.

Comments
Loading...