فراه: د طالبانو لپاره یو درس / صمیمي

طالبان فراه ښار ته لاړل او ووتل. څه وشول؟ په زرګونو ماشومان وویرېدل. په زرګونو میندې، خویندې وارخطا او پریشانه شوې. په سلګونو کورنیو ته، که هغه هرې خوا ته وو، د خپلو عزیزانو مړي یا زخمیان ورغلل. نور څه وشول؟ طالب ویاند یو څو ساعته په فخر سره وویل چې فراه مو ونیوله او بیا د حکومت ویاند وویل چې طالبان مو وایستل. نور څه وشول؟

 ملا هیب الله او نورو طالب مشرانو او قوماندانانو ته پکار ده په دې غور وکړي چې له دغسې چارو څه جوړیږي او د لا زیاتو کسانو قتل څه نتیجه لرلای شي؟

 تیره شپه مې یوه رادیویي خپرونه اورېده چې خلکو تلفونونه کول او د فراه د جګړې په اړه یې نظریات وړاندې کول. یو شمیر کسانو ویل چې ایران د بخش اباد بند، د کمال خان بند او په کجکي باندې کار نه غواړي او دغه راز د ټاپي پروژې مخالف دی، ځکه د ټاپي له پروژې سره به د جنوبي اسیا ملکونه د انرژي په برخه کې په منځنۍ اسیا متکي شي او د ایران انرژي ته به یې اړتیا ختمه یا کمه شي. که همدا نظر هم ومنو خو هغه طالبان چې په فراه ښار باندې یې حمله وکړه، هغه د افغانستان اوسېدونکي وو، هغوی ایرانیان نه وو. که افغانان ذلیل نه شي او خپل وطن په خپل لاس د نورو د ګټو لپاره ړنګ نکړي، نو په ایران او پاکستان کې به دا جراات پیدا نه شي چې په افغانستان کې تباهي راولي.

 یو شمیر نورو کسانو د فراه  د حملې په برخه کې د طالبانو ننګه کوله او ویل یې چې طالبان د امریکایي عسکرو د شتون په خاطر جنګ کوي او د روانې جګړې اصلي ملامتي د امریکا په غاړه ده.

 که دغه طالبي نظر هم ومنو، ایا د فراه د ښار تباه کول، افغانستان او افغانانو ته سزا ورکول دي، که امریکایانو ته؟ د افغانستان د کلیو او ښارونو ړنګولو او تباه کولو ته له امریکا سره د مخالفت نوم ورکول، عقل نه شي منلای.

   طالبان که د فکر کولو قدرت لريٍ نو یوازې د فراه ښار د نیولو او پریښودلو په موضوع باندې غور هم کافي دی چې دوی د خپلو جنګونو په بدمرغه او بدانجامه ماهیت باندې پوه کړي.

 څرنګه چې طالبان له افغان حکومت او امریکایانو سره په جګړه بوخت دي نو طالبانو سره هر راز مخالفت داسې هم تعبیرېدلای شي چې ګویا د افغان حکومت او امریکایانو حمایت کیږي. خو دغه تعبیر که په ځینو مواردو کې سم وي په ځینو نورو کې سم نه دی. زه چې دلته په طالبانو باندې نیوکه کوم مقصد مې د حکومت یا امریکایانو ننګه نه ده، مقصد مې د اسلام او افغانانو ننګه ده. امریکایان د دنیا کابو څلورمه برخه اقتصاد په خپل کنټرول کې لري او د دنیا تبلیغاتي نظام تر ډیره حده د دوی په لاس کې دی. هغوی که له دا هومره مادي او تخنیکي قدرت سره د ځان دفاع ونه شي کړای نو زما ننګه به څه ګټه ورورسوي؟ د افغان حکومت ننګه هم زما یا بل چا لپاره اصلي مقصد نه شي ګرځېدای. حکومتونه ځی، راځي خو اصل شی ملتونه دي. که چېرې د دنیا د مخ هر ملت دا حق لري چې د یوه نظام او حکومت تر چتر لاندې ژوند وکړي، نو موږ هم طبعا دا حق لرو. افغانستان هم حق لري چې اردو ولري، پولیس ولري، محاکم ولري، معارف ولري، ادارې ولري او نظام ولري. موږ که افغانستان غواړو نو طبعا به بې نظامي او بې حکومتي نه غواړو. طالبان چې فراه کې حکومتي ادارې ړنګوي، په حقیقت کې افغانستان ورانوي، طالبان چې افغان عسکر وژني، په حقیقت کې د افغانستان اردو سره دښمني کوي. طالب که هر افغان وژني، په حقیقت کې له مسلمان امت او افغان ملت سره دښمني کوي.

 په هر حال، طالبانو ته پکار ده چې بې تعصبه او په سړو اعصابو د فراه جګړه واروزي او په دې غور وکړي چې د دوی کړنو غیر له تباهي او وحشته څه نتیجه لرله؟ هغه چا چې د فراه د جګړې حکم وکړ، هغه یوازې د عسکر، پولیس او طالب په نوم یا نورو نومونو افغانان ووژل او د افغانستان د خلکو خویندې، میندې یې بورې ورارې کړې. پرته له دې د د دې جګړې یا داسې نورو جګړو منطقي انجام څه دی؟

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: