عطامحمد نور د ډار په صفري نقطه کې

په سیاست کې نو له دې ډېره سخته ورځ نه وي چې کله يو رهبر په خپل سياسي او اقتصادي مکان کې د مدني حرکت په نامه سړک ته راووځي، خو د ولسي ځواک داسې ننداره وړاندې نه کړای شي چې په خپله یې وړاندوينه کړې وه.

په حکومت کې دننه د حکومت پر وړاندې د نجات افغانستان په نامه د وروستي جوړ شوي ايتلاف سرلاری عطامحمد نور له همداسې يو حالت سره مخ دی.
په وروستيو شپږو مياشتو کې یې پرله‌پسې سياسي ناکاميو د تېر باټو له پوکاڼیو باد وويست. شيک‌پوش نور اوس هغې تور سرې ته ورته دی چې د خلکو تر منځ یې باد پړونی يوسي.

له ارګ او په تېره بيا له جمهور ريس اشرف غني سره د عطامحمد نور وروستيو شخصي ناعملي شويو کاغذي تړنونو نه يوازې دی د خپلې ډلې تر منځ بې‌باوره کړ، بلکې ارګ یې پر وړاندې په هغې لوبې بريالی شو چې د ده سياسي ځواک يې پرې مالوماوه.

عطامحمد نور له لومړي سره په دې هڅه کې وو چې دی بايد د خپلې ډلې تر منځ دویم احمدشاه مسعود شي، د پردې تر شا بايد د شمال ټلوالې د مديريت چوکۍ د ده تر سيوري لاندې وڅرخي، که څه هم د خولې، اقتصاد او د سياسي زمينې د پېژندنې له هنر سره سره يې دغه خوب رښتيا نه‌شو کړای. داسې يې وګڼئ چې هغه هوښيار مرغه شو چې په دواړو پښو بندېږي.

له جمهور رييس سره په مستقیم ډول د مذکراتو پيل کې يې همداسې ګڼله، چې د شمالي ټلوالې د ساتنې او د خپل رهبريت په لور يې نوی ګام اخيستی، خو د مذکراتو تر ناکامي وروسته پوه شو چې لوبه ده نه، بلکې پر ده جوړه وه.
له دوستم سره د ارګ وروستيو کړنو نور ووېراوه. دی پوهېده چې په شمال کې د ډار او وحشت په زور دوستم او جنبش ولسي ځواک د ده له همداسې ځواک څخه څو برابره ډېر دی، حکومت چې دوستم راڅملولای شي، دی ورته هیڅ دی.
همدې وېرې مجبور کړ چې په شمال کې د هغه دوستم دربار ته لاس په نامه ودرېږي چې يو کال وړاندې يې پر حساب هم نه کاوه.

په ترکيه کې د دوستم، محقق او عطامحمد نور ايتلاف د حکومت پر وړاندې جوړ شوی ايتلاف د حکومت د ننګونې په پار نه، بلکې د همدې اشخاصو د ځان ساتنې په پار جوړ شوی چې په دغه موخه کې هم پاتې راغلل.
په همدې موخه یې نجات افغانستان ايتلاف په خپله خوله د حکومت پر وړاندې ستر ايتلاف وباله، د سترو او وېروونکو حرکتونو ګواښ یې په همدې پار وکړ چې ګواکې دی رهبر دی او په يو غږ به يې سړکونه له خلکو ډک شي، خو ډېر ژر پوه شو چې کيسه بله ده.

مزارشريف چې د همدې ايتلاف د جوړښت ثقل سياسي مرکز دی، د حکومت پر وړاندې يې په لومړي را ايستلي حرکت کې ماتې وخوړه. د دغه حرکت تر جوړېدو وړاندې تابيا همدا وه چې تر يو لک پورې کسان به راغونډوي، د حکومت پر ضد د حرکت را ايستلو له‌پاره يې له ټولو دولتي اړيکو او اسانتياوو کار واخيست، خو ولس ځواب ورکړ.

په ترکيه کې د همدې ايتلاف لومړی پلان هم دا جوړ شوی و چې د پخواني شمالي زور پر مټ به جنرال دوستم بېرته شمال ته راولي. نور له ترکيې څخه له ګرځېدو سره سم نه ولايت مقام ته ولاړ او نه هم خپل کور ته، بلکې د سلګونو کسانو غونډې ته يې ځان ورساوه او د حکومت پر وړاندې يې بې‌ترتيبه څرګندونې وکړې.
موخه همدا وه چې د خلکو پر وړاندې د يو حاکم رهبر په توګه تمثيل وکړي، خو دغه تمثيل هغه مهال تر پوښتنې لاندې راغی چې د مزارشريف هوايي ډګر حريم ته د جنرال دوستم رسېدلې الوتکه يې ښکته نه‌شوای کړی.

له دې سياسي ناکامي ډېر ژر له بلې سره مخ شو. په سره ګرمي کې ولاړ عطامحمد نور ته له ټول بلخه يوازې دوه زره جميعتيان، جنبشيان او د محقق پلويان راغونډ شوي وو. دا نو د سياست د ناکامي وروستۍ پوړۍ ده چې د ميليوني ولسي ځوک دعوې‌دار رهبران دې سړک ته ووځي او تر شا يې يوازې دوه زره کسان ولاړ وي.
اوس نو هغه مهال دی چې عطامحمد نور د ډار په صفري نقطه کې ولاړ دی، ځکه خو يوازې د خپلې ژبه‌ورې خولې سيوري ته ناست دی.

هغه عطامحمد نور چې د خپل سياسي ملګري الوتکه د خپل سياسي مکان په هوايي ډګر کې کښته کولای نه‌شي، همدا هوايي ډګر به څنګه په خپله ولکه کې واخلي؟
عطا له ارګ سره په سياسي جګړه کې د ښکېلتيا ستر زيان وليد. د همدې کش وګير له امله يې په خپله کړۍ کې حيثيت له ګواښ سره مخ شو او د ولس پر وړاندې يې د شويو باټو پوکاڼۍ هوا ته و نه ختې.
د خپل سياست په تړاو يې هماغه د پيپسي بوتل تشبيه، سمه خبره ده چې له کارولو وروسته يې سړی ايسته واروي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Pin It on Pinterest