روسان څوک دي؟ له روسي محور سره د طالبانو دوستي / دوکتور وهاج افغان

روسان هغه خلک دي چې د منځنۍ اسيا اسلامي ډموګرافي يې محوه/بدله کړه، په سيمه کې يې د اسلام او مسلمانانو جرړې وايستې، ويل کېږي چې تر ۱۰۰مليونه مسلمانان يې تر تېغ تېر کړي، په مليونونه کيلومټره اسلامي ځمکې يې لاندې کړې، هغه ځمکې چې روسانو د هغو مسلمانو واکدارانو ته سوونه کلونه جزيه ورکړې.
په دا اوس مهال کې له ضعيف ادرسه د يوې ډلې له خوا له روسانو سره صميمانه دوستي له افغانستان سره ستره جفا ده، دغه دوستي د هېواد راتلونکی له جدي خطر سره مخامخ کولای شي، دغه دوستي د منځنۍ اسيا له مسلمانانو سره عموماً او د قفقاز له مسلمانانو سره خصوصاً ستره جفا ده، د توسعي سياست خاوندې روسيې ته موقع مساعدېږي چې خپل پوځونه د امو پر غاړه واچوي چې اوس هم په محدوده توګه د تاجکستان په حدودو کې شته او له دغه ځايه به کولای شي چې په افغانستان کې په پراخه توګه استخباراتي او عسکري لاسوهنې ولري.

په دې کار سره به زموږ د مخکېني جهاد هغه پاتې بهرنۍ ثمره او فخر هم له منځه لاړ شي چې ويل به مو، له افغانستان سره مو منځنۍ اسيا هم له روسانو ازاده کړه.
چين هم د روس پر پلونو روان دی، د ختيځ ترکستان په شمول يې د مسلمانانو په سيمو کې له ډېره وخته راهيسې په دموګرافي ژور بدلون لاس پورې کړی او هيڅ لرې نه ده، که چېرې نوې سيمې په لاس ورشي هلته هم د دموګرافي بدلون پروژې په کار واچوي، پاتې ايران، ايران چې چېرته پښه ايښې ده، هلته د تباهۍ داستان پيل شوی دی.

د پورتنيو خبرو مانا دا نه ده چې غربي محور ښه دی، يا دې ورته تسليم شو، بلکې د حاکميت لپاره اسلامي فلسفه پر مسلمانانو توجيبوي چې خپل مستقل وجود ولري، مسلمانان د خپل مستقل وجود لپاره مستقله ديني، سياسي، قانوني او اقتصادي فلسفه لري، خو د هر حال خپل احکام وي، کله کله مسلمان مجبورېږي چې أهون الشرين انتخاب کړي.

تاريخي پېښو ته په کتو سره روسان نسبت غربيانو ته د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د استقلال لپاره ډېر مضر په ثبوت رسېدلي، له اندونيزيا نيولې د مراکش تر غربي سمندري غاړو پورې غربيان نه دي توانېدلي چې د يو اسلامي هېواد دموګرافي ور بدله کړي، په استثناء د فلسطين چې يهود پکې د ځينو استثنايي خاصو شرايطو په نتېجه کې د يو ولس په توګه ځای پر ځای شول، همدا رنګه غربيان نه دي توانېدلي چې تر خپل حاکميت لاندې په اسلامي سيمو کې له مسلمانانو څخه د هغوی دين واخلي، انګرېز په ۱۰۰ کاله کې د هندي نيمه وچې له مسلمانانو دين وا نه خيست، تر ننه په دغه سيمه کې زرګونه مدرسې دي چې زموږ ډېری علماء، طلاب العلم، مفتيان، قاضيان د همدغو مدرسو محصول دي، بلکې عجيبه يې لا دا ده چې زموږ د جنګ او سولې فتواوې هم له دغه ځایه راځي، اګر دغه فتواګانې اوس سياسي او د يوې محدودې سيمې د ګټې او مصلحت لپاره صادرېږي، نه د اسلام او مسلمانانو د ګټو لپاره.

بالمقابل هغه پراخې اسلامي ځمکې چې چينايانو او روسانو لاندې کړې، هلته اسلام او مسلمانان په کلکه ځپل شوي او د هغو سيمو دموګرافي يې وربدله کړې.
له روسي او امريکايي دواړو محورونو څخه زموږ د خلاصون لاره دا ده چې خپلې مدني او سوله‌يزې هلې ځلې منظمې او پياوړې کړو، خپل‌منځي جنګ جګړو او تشنجاتو ته د پای ټکی کېږدو، له فراهمې نسبي ازداي په استفادې د ديني او دنيوي ويښتابه يو نه ستړی کېدونکی منظم بهير پيل کړو، داسې بهير چې په قاموس کې يې سستي، خوب او مفت‌خوري نه وي او په ګډه په يوه اواز د هر بهرني غير شرعي او غير قانوني شتون ته نه ووايو.

زموږ حقيقي ازادي به هله را منځ ته شي چې خپله وسله خپله جوړه کړو، خپله دوا خپله جوړه کړو او خپله غذا خپله توليد کړو. دا لاره اوږده خو باوري لاره ده، د ډز او ډوز له لارې سخته خو محفوظه لاره ده، يوازې د عزم او برم خاوندان پرې تلای شي، څوک دې نه وايي چې په دې لار کې به زندان، مرګ او ترور نه وي؛ نو ځکه ورته ځينې خلک له مرګ او زندان څخه د وېرې په خاطر بلنه ورکوي، بلکې په داسې لارو کې په اغلبه توګه د پوه خلکو سرونه ځي، د دعوتګرو سرونه ځي، د مشرانو او رهبرانو سرونه ځي، بر عکس په ګډو وډو بې‌مانا او بې‌هدفه نيابتي جګړو کې مشران او رهبري مزې کوي او پورونه د غريب زوی پرې کوي.

 

سرخط ورځپاڼه

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي