د کابل-اسلام‌آباد-ډهلي مثلث او راتلونکی

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هند ته په درې‌ورځني سفر ولاړ او د هند دفاعي څېړنو انستیتوت د آسیا په نولسم امنیتي کنفرانس کې یې ګډون او وینا وکړه. حنیف اتمر په خپلو خبرو کې وویل، چې د نړۍ له ۹۸ ترهګرو ډلو څخه شل یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي. له همدې کبله، نړۍ باید د “تروریزم” ختمولو لپاره افغان ځواکونه پیاوړي کړي. نوموړي هم د ولسمشر غني په څېر په هېواد کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې سیمه‌ییزه وګڼله. اتمر وویل: «موږ اوس له یوې ډلې سره مخ نه یو، بلکې د ترهګرو ډلو له یوې لویې شبکې سره مخ یو، چې جرمي اقتصاد (مخدره توکو، انسانانو او د قیمتي توکو قاچاق او د سیمې د یو شمېر استخباراتو پیسې) یې د تمویل اصلي سرچینه ده.» د ده په خبره، له همدې امله «که یو هېواد د تروریزم د مرسته کوونکي په توګه نه شو غوره کولای، نو لږترلږه خو دومره کولای شو، چې هغه خلک په نښه کړو، چې د یوه دولت تر شا ولاړ دي».

په بل اړخ کې د هند د دفاع وزیر مانوهر پاریکار هم په دغه غونډه کې وينا وکړه او تروریزم یې د نړۍ سولې او ثبات ته تر ټولو لویه ننګونه وګڼله. ده وویل: «موږ په یوه داسې بې‌ثباته نړۍ کې ژوند کوو، چې د تروریزم څپه پکې پراخېږي، چېرته چې څلور ډلې د نړۍ د ۷۵ سلنه ترورستي پېښو مجموعه جوړوي. دغه څلور ډلې بوکو حرام، طالبان، داعش او لشکر طیبه دي». نوموړي دا هم وويل، چې «تقریباً د اسیا ۷ سلنه ترورستي بریدونه پر هند کېږي».

دا چې د کابل، اسلام‌آباد او ډهلي ترمنځ وروستۍ اړیکې څرنګه دي، د درېیواړو ترمنځ د بې‌باروۍ اصلي ځای کوم دی او د کابل-اسلام‌اباد-ډهلي مثلث راتلونکی څه دی؟ په دغه تحلیل کې هڅه شوې، چې دا پوښتنې ځواب شي.

د کابل-اسلام‌آباد-ډهلي خونړی مثلث

د هند د لویې وچې له آزادېدو سره د کابل، اسلام‌آباد او ډهلي ترمنځ خپل‌منځي اړیکې ترېینګلې، له بې‌باوريو ډکې او ان خونړۍ وې. دا وضعیت د سړې جګړې او له سړې جګړې په راپدېخوا پړاو کې څرګند دی؛ خو په تېر یوه کال کې د دغو درې‌واړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د بل هر وخت په پرتله له لوړو او ژورو سره مخ وې.

له تېر یوه کال راهیسې، په کشمیر کې د کشمیري قوماندان برهان واني له وژل کېدو وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې. دغه مهال په هندي کشمیر کې پر هندي پوځيانو خونړي بریدونه وشول او هند یې په غبرګون کې په پاکستان کې متنازع “سرجیکل بریدونه” وکړل. خو پاکستان بیا دا ډول بریدونه د خپلو پوځیانو د مورال د لوړولو او د پوځیانو د انځور خرابېدلو له کبله رد کړل. پاکستان په بل اړخ کې، په خپل هېواد کې د ناامنيو د نوې څپې راپورته کېدلو تر شا افغانستان او هند ګڼي.

همدا راز د کابل-اسلام‌آباد ترمنځ روابط هم خپلې ټیټې کچې ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي پولې د پاکستان له لوري تر نامعلوم وخت پورې تړلې دي. دغه راز پاکستان له تېرو څو اوونیو راهیسې د کونړ او ننګرهار ولایتونو په ځينو سيمو راکټي بریدونه کوي. د دې ترڅنګ له ۲۰۱۷ کال راهیسې په هندي کشمیر کې هم ۲۶ هندي پوځیان وژل شوي. له همدې امله، کابل یو ځل بیا په سخت امنیتي وضعیت کې د هند په لور تګ ته اړ شو.

تاریخي بې‌باوري؛ د بې‌باوريو اصلي ځای

د کابل-اسلام‌آباد-ډهلي ترمنځ بې‌باوري او خړې پړې اړیکې کومه نوې خبره نه ده، بلکې د برصغیر له ازادېدو سره دا وضعیت تړل شوی دی. له همدې ځایه موږ، د پاکستان او هند له خپلواکۍ اخیستلو وروسته له کابل سره او هم د دوی ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې پر تاریخي بې‌باورۍ متکي بولو.

په افغانستان کې د پاکستان تګلاره تر ډېره پر ستراتېژيک عمق راڅرخي، چې موخه یې له یوې خوا د ډيورنډ کرښې په رسمیت پېژندل دي او له بلې خوا په هېواد کې د هندي نفوذ او ورسره اړیکې محدودول دي. دا تګلاره تر ډېره د تاریخي عواملو له کبله اغېزمنه ده، چې د سړې جګړې په پیل کې به کابل له پښتنو او بلوڅو بېلتون‌پالو څخه ملاتړ کاوه. پاکستان له هند سره هم تاریخي ستونزه لري. د پاکستان-هند له څلور جګړو څخه د درېیو جګړو تر شا د کشمیر قضیه وه او اوس هم د یو بل پرضد په کشمیر کې فعال حضور لري.

په بل اړخ کې، په ټوليزه توګه او په ځانګړي ډول افغانستان کې د هند تګلاره د پاکستان منزوي کول دي، ترڅو له یوې خوا یو داسې افغانستان ته لاره هواره کړي، چې سخت‌دريځې جهادي ډلې پکې کم نفوذ ولري (ځکه په کشمیر کې یې له اغېزو څخه وېره او اندېښنه لري) او له بل اړخه په کشمیر کې پاکستانۍ ستراتېژي ځواب کړي.

کابل بیا په لومړیو کې له پاکستان سره د خپلې خاورې له کبله د هند-پاکستان دښمنۍ څخه په ګټې اخیستلو سره د هند لوري ته نږدې شو. له بلوڅو او پښتنو بېلتون‌پالو یې ملاتړ وکړ. خو په دې وروستیو کې، د خپلو امنیتي ځواکونو او بقا لپاره د هند لوري ته متمایل شوی دی. د کابل-اسلام‌اباد پر اړیکو هم تاریخي بې‌باوریو سیوری غوړولی او کابل داسې درک کوي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستان پلوو جهادي ډلو طرفدار دی او هم د هند نفوذ کمول غواړي (که په لنډو ټکو کې ووايو، په افغانستان کې ستراتېژيک عمق غواړي). خو که کابل داسې ونه کړي، نو بیا د کابل په اند د افغانانو وسله‌والې ډلې روزي او ملاتړ ورڅخه کوي.

 

د کابل-اسلام‌آباد-ډهلي مثلث راتلونکی

د کابل-اسلام‌آباد-ډهلي مثلث د تاریخي بې‌باوریو ښکار دی. ډېری د دغو بې‌باوریو له منځه وړلو لپاره د تاریخي قضیو د حلولو غوښتونکي دي. د پاکستان او هند لپاره د دغو تاریخي قضیو حلول اسانه په دې دي، چې دواړه له یوه قوي موقف څخه غږېږي. د جنرال مشرف په دوره کې د خورشید محمود قصوري د بهرنیو چارو وزارت پرمهال اسلام‌آباد او ډهلي په دې برخه کې پرمختګ کړی و؛ خو په ۲۰۰۸ کال کې په بمبيي کې خونړيو بریدونو دغه پرمختیا ته د پای ټکی کېښود. د پاکستان او هند ترمنځ پر پولو او کشمیر خبرې اترې د سیمې لپاره ښه پرمختګ دی او د دې مثبتې اغېزې به له پاکستان او هند وروسته پر افغانستان ډېرې ولیدل شي.

خو د افغانستان له‌خوا په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې تاریخي ستونزه حلول به له افغاني ملي ګټو سره پیوند ونه خوري. ځکه له یوې خوا د ډيورنډ قضیې حلول په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو تضمین نه کوي او له بل اړخه افغانستان اوسمهال په یو قوي موقف کې هم نه دی.

که په ټوله کې د کابل-اسلام‌اباد-ډهلي مثلث ته ځېر شو، نو له بې‌باوریو ختمولو وروسته دویم څه چې ډېر ارزښت لري، هغه د دولت-ډلو پرځای د دولتونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده. هر کله چې دا پرمختګ ولیدل شو، نو سیمه به د یوه ښه راتلونکي په لور ولاړه شي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,سیمه او نړۍ

Pin It on Pinterest