د پاکستان د بقا ننګونه

د پښتون لاریون کونکيو د سر لارو او برخه‌والو پر وړاندې نوې ننګونې خورا پېچلې، له ګواښونو او خطرونکو ډکې اوستونزمنې دي. اوس اوس د دوی هغه پنځه واړه غوښتنې د اسلام‌اباد له خوا ومنل شوې چې ۱۱ ورځې یې په اسلام‌اباد کې ورته اعتراض وکړ. لاریونيانو په اسلام‌اباد کې له حکومته غوښتل چې په کراچۍ کې د وژل شوي نقیب الله محسود وژونکي دې ونیول شي، د پښتنو د بې‌محاکمې وژلو قضیو د څېړنې له‌پاره دې باوري کمېسيون جوړ شي، په قبایلي سیمو کې خښ شوي ماینونه دې پاک شي او په قبایلي سیمو کې دې د ځايي اوسېدونکيو کړول بند کړل شي. سره له دې چې په کوزه او په بره پښتونخوا کې د دغه لاریون په اړه هېښوونکې هیلې را برسیره شوې او د افغانستان د دولت په ګډون د نړۍ په یو شمېر سیمو کې پښتنو د کوزو پښتنو له غوښتنو سره خپل غږ ملګری کړ، خو د لاریونوالو د ازغیو پورته کړی بار به ډېرې ډډې خوږ کړي. لاریون کونکي وايي چې د پاکستاني واکمنو کړو ژمنو ته به دېرش ورځې تم شي او که یې غوښتنې عملي و نه منل شوې، بل ځل به تر اوسني احتجاج پراخ غبرګون وښيي. د وروستي احتجاج د ګډونوالو ارادې ته په کتو سره دا کار ستونزمن نه برېښي.

د احتجاج کونکو مشران وايي چې د ۱۱ ورځني لاریون له برکته په لسګونو بندي پښتانه ځوانان را خوشې شوي او د ګڼو نورو د خوشې کېدو ژمنې شوې دي. سره له دې چې د احتجاج‌کونکيو غوښتنې ډېرې ساده او د عملي کېدو وړ بلل شوې، خو په اسلام‌اباد کې د واکمن حکومت له‌پاره د احتجاج د برخه‌والو شعارونه زړه خوږوونکي وو چې کېدای شي په نږدې راتلونکي کې ای‌اس‌ای د ورته فکر د ریښو وچولو له‌پاره لاس په کار شي. د وروستیو اعتراضونو تر سره کوونکيو په ځانونو پسې د په شاتګ ټولې لارې تړلې او د بېرته ستنېدو چانس یې سوځولی او هغه بېړۍ یې تر شا ړنګه کړې چې دوی پکې تر دې ځایه سپاره راغلل. په دې مانا چې یا به پر مخ ځي او یا به په دې څپڅپانده سمندر کې ډوبېږي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ نوي راټوکېدلي مشران چې میاشت له مخه ډېرو کمو پښتنو پېژندل، نن د سبا مشران بلل کېږي او د کوزو پښتنو په سیاسي غورځنګ کې د نوي څپرکي پرانیستونکي ګڼل کېږي. پاکستان اویا کاله د پښتون ملتپاله سیاست د له منځه وړلو له‌پاره کار وکړ او وتوانېده چې د پښتنو هویت د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ او له خپلو مېنو یې کډه او د پنجابي په دروازه کې یې مزدورۍ ته مجبورکړي.
د پاکستاني اسټبلشمنټ ټول پام به تر دې وروسته د هغو ځوانانو په کړو وړو ته راټول وي چې وروستي احتجاجونه یې تنظیمول او د پښتون د نوي نسل د بیداري له‌پاره لاس په کار شوی دی. نوی پښتون غورځنګ هم پښتنو او هم ای‌اس‌ای ته ستره ننګونه ده. پښتنو ته یې دوام، د مشرانو او کشرانو ځان‌ژغورنه او په یوه نوي او فعال ټول شموله پښتون سیاسي غورځنګ بدلول ننګونه ده چې له یوې خوا د کوزو پښتنو هویت خوندي کړي، له بلې خوا د هغوی جغرافیه، خدای ورکړي ځمکني نعمتونه، شتمني، عزت او تاریخ را ژوندۍ کړي.

د پاکستان د واکمنو له‌پاره چې تر ډېره نظامیان بلل کېږي، ننګونې تر دې ډېرې سترې او له کړکېچونو ډکې ښکاري. په دې ډله کې د وروستیو احتجاجونو د سرلارو له منځه وړل، د پښتون نشنلیزم خپک کول، د لر و بر یو افغان د شعار دفن کول، د ازادۍ هر ډول غږ چپ کول او د انقلاب خاموشه کول د پا کستان له‌پاره سخت او نرم اهداف دي چې له شکه پرته به یې په ډیزاینولو بوخت وي.

اسلام‌اباد په دې برخه کې دوې خونړۍ تجربې د مېز پر سر لري چې یوه یې د بنګله‌دېش بېلوالی او بله یې د بلوڅانو وسله‌وال پاڅون دی. د پاکستان د تاریخ ډېرې پاڼې له دې اړخه له شرم او زیانه ډکې دي او لاس‌ته‌راوړنې یې کمې ښکاري. سره له دې چې په وروستیو ۱۵کلونو کې پنجابي سیاستوالو د پښتنو پر وړاندې “د بلوڅ‌ځپنې سیاست” ته مخې کړې چې د سر سر کوپړۍ یې ختموي او پر خاوره یې د پنجاب له سټراټېژیک پلان سره سم هویت له منځه وړي او پنجابي ته د مېشتېدو زمینه برابروي. د بلوڅانو تجربې ته په کتو سره د اسلام‌اباد سیاستوال او نظامیان د پاکستان د بنسټ هرې کږې کېښودل شوې خښتې ته ور وړل کېدونکی لاس په بېخ کې پرې کړی او لږ تر لږه له ۱۹۷۳ کال راهیسې په دغه برخه کې بریالی دی، خو د پښتنو تاریخ او د پنجاب سیاست ته په کتو سره د پښتون غورځنګ کیسه د بنګله‌دېش کیسې ته ورته برېښي. دلایل یې ډېر دي، لکه له قومي اړخه پښتون د بلوڅانو پرتله څو برابره زیات او نفوس لري چې تر ۳۵ میلیونه رسېږي، اقتصاد یې تر بلوڅانو ښه دی، پر دوو بندرونو واکمن دي، د پاکستان د برېښنا او اوبو لویه برخه د پښتنو منابع بلل کېږي، د جغرافیې او ښارونو له اړخه تر بلوڅانو د پاکستان له‌پاره په مهم موقعيت کې دي او د پاکستان د پوځ او سیاست په برخه کې تر بلوڅانو ډېر ښکېل دي.

دغو ټولو امتیازونو ته په کتو سره د پښتنو هر ډول خوځښت د پاکستان له‌پاره د خطر زنګ ګڼل کېږي او د پښتنو پورته کېدل د پاکستان بقا او شتون له ګواښ سره مخامخ کوي.

 

سرخط ورځپاڼه

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.