د پاکستاني پولیسو یو بل وحشت

0 21

مطیع الله سحر

د فبرورۍ په دوهمه د بلوچستان ایالت په لورلایي سیمه کې پاکستاني پولیسویو ځل بیا داسې وحشت ترسره کړ چې له امله یې لر او بر افغانان ویرجن شول، ځکه د پښتون قام یو مبارز زلمی چې د دې قوم لپاره یې د روښانه راتلونکي هیلې لرلې په ډېره بې رحمۍ شهید کړ.  د پښتون پر کور یې د ویر چیغه خوره کړه، یوه مور یې کونډه کړه خور یې بې وروره کړه، واړه ماشومان یې یتیمان کړل. د پنجاب استعماري پوځ مبارز ارمان لوڼی په ډېره بې رحمۍ شهید کړ. له ارمان لوڼي سره شوی تشدد به د پنجاب او انسانیت پر مخ تور داغ وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تېر کال همدا شپې د پاکستاني پولیسو د یو بل وحشت یانې د نقیب الله مسید له وژنې راپیل شو او سږکال دادی د یو بل پښتون زلمي په شهادت سره یو کلن شو. په تېر یو کال کې دې غورځنګ د عدالت او ازادۍ ډېرې سوله ییزې چغې ووهلې. پاکستان نه یوازې تر دې دمه د دوی غوښتنو ته ارزښت نه دی ورکړی، بلکې په دې یو کال یې په بېلابېلو بڼو د پښتنو او په ځانګړي ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزینو پر وړاندې له تشدد کار اخیستی دی. پاکستان کوښښ کوي چې دغه غورځنګ سره وپاشي، خو د غورځنګ مبارز ملګري نه د مرګ، نه د تهدید او نه د بل څه پروا لري. هغوی د خدای ، وطن او خپل قام په مینه مست دي او د همدې لپار سره را جرګه شوي دي چې د خپل قام لپاره حقه حقونه او ازادۍ وغواړي. دوی د خپل قوم لپاره عدالت غواړي. دوی پنجاب او پاکستان ته وایي چې ظلمونه او وحشتونه دې نور له زغمه وتلي دي او موږ به نور ستاسو پر وړاندې د تېر په څېر خاموشه پاتې نشو، بلکې تر هغو مو چې وس کېږي او ساه مو په خوله کې وي، نو موږ به خپل د اعتراض غږ لوړ کړو او تر هغو به یې لوړ کړو تر څو مو چې تاسو د خپلې بې عدالتۍ بدرنګه نندارې ته یاست ودرولي. د لومړي ځل لپاره پښتانه د یو ګډ هدف لپاره پر یوه خوله راټول شول او د خپل حق غوښتلو لپاره یې خپله ناره پورته کړه.

ارمان لوڼی چې اصلي نوم یې ابراهیم لوڼی ده، له کوچنوالي هوښیار زیرک او با استعداده ځوان وه. د د خپلو ارمانونو لپاره پر خپل ځان ارمان لوڼی نوم کېښود. ارمان یې دا وه چې پښتانه سره یو کړي په پښتنو کې خپل مینځي شخړې له مینځه یوسي، د همدې لپاره د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره یو ځای شو. دپښتون ژغورنې غورځنګ په هره غونډه کې به موجود و او ډېر فعاله و، اوچېرته به چې د پښتون د حق لپاره غږ پورته کېده نو دی به یې په سر کې ولاړ و. او د حق د نارې بدرګه به یې کوله.

د ارمان لوڼي وژنه د لر او بر پښتونو لپاره د زغملو وړ نه ده دوی وايي چې مونږ تر هغې په ارامه نه کېنو تر څو د ارمان لوڼي قاتلان ونه نیول شي او سزا ورنکړل شي. مونږ به تر هغې لاریونونو ته دوام ورکړو لارې به بندې کړو دولتي ادارو مخته به خېمې ووهو، تر څو چې پاکستان حکومت د ارمان لوڼي قاتلانو ته سزا نه وي ورکړي.

د ارمان لوڼې خور وړانګه لوڼي وايي چې ورور ته مې ښه معلومه وه چې د مبارزې پر مهال زندانونو ته هم تګ شته او مرګ هم پکې شته. د ارمان لوڼي ستر ارمان هم همدا و چې خور یې ډاکټره شي. او د پښتون مظلوم ملت ته خدمت وکړي. هغه وايي چې ارمان خو به یې پوره کړم خو دی به په ګور کې وي.

Comments
Loading...