د ټاکنو قانون تعدیلي طرحه تصویب شوه

0 17

د ټاکنو قانون تعدیلي طرحه تصویب شوه؛
د ټاکنیزو کمیسیونونو اوسني کمیشنران به له دندې ګوښه کېږي

د راپورونو له مخې حکومت د ټاکنو قانون تعدیلي طرحه نن تصویب او توشیح کړې ده. ددغه طرحې له مخې به د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران ګوښه کېږي او پر ځای به یې نوي کمیشنران ګومارل کېږي. د ټاکنیزو کمیسیونونو پر اوسنیو کمیشنرانو تور دی، چې دوی د ټاکنو په مدیریت کې ناکام وو او په دې نه دي بریالي شوي چې شفافې او باوري ټاکنې ترسره کړي. ولسمشر داسې مهال د ټاکنو کمیسیون تعدیلي طرحه تصویب او توشیح کړې، چې پر ټاکنو څارونکو بنسټونو پر دغه طرحه نیوکې لرلې. دوی وايي، چې ولسمشر د ټاکنو نوماند دی، نو نه شي کولی چې پخپله خوښه ټاکنیز قوانین تعدیل کړي. خو حکومت وایي چې په دې اړه د ټولو نوماندانو او څارونکو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده.

Comments
Loading...