د نښې منځ / ډاکټر فرقان احمد توقير

د انکار ازادي لکه د اظهار هغه خپل ځای او وزن لري. تاسې به واياست د انکار ازادي څه مانا؟
د انکار ازادي دا چې سړی په ځان کې د زور، ناروا، نفسي غوښتنو، چوکۍ، مقام، رتبې او سرکار لالچ ته «نه» ويلای شي.
د خرافاتو، ناوړه دودونو د ځنځيرونو شلولو توان ومومي، رښتينې ګواهي ورکړای شي، د جابر حاکم پر وړاندې د حق خبره را پورته کړي.

د دې خپلې طريقې دي چې موږ ته دين ښوولې دي، هغه دا چې د ناروا، جبر، استبداد، اختناق، بې‌عدالتي مخه به په لاسونو مانا په قوت نيسې، که نه په ژبه او قلم به يې پر وړاندې درېږې، که نه په بده به ورته ګورې او ملتيا او ملګرتيا به يې نه کوې.
د دې مانا دا هم ده چې که په لاس او ځواک ستاسې درېدنه تر دې زياتې ناخوالې را منځ ته کوي، پر ځای يې په ژبه او قلم مبارزه پيل کړئ.
د مجدد الف ثاني مکتوبات د وخت د مستبد او ظالم حاکم پر وړاندې په ژبه او قلم د مبارزې همدغسې يوه روښانه بېلګه ده چې د سلګونو کالو په تېرېدو يې اغېز پر ځای پاتې دی.

مانا دا چې د ځواک کارېدنه بايد نور يا زيات جبر، ظلم او بې‌عدالتي را منځ ته نه کړي.
انکار يو ډول بغاوت دی، د طالبانو بغاوت نه چې د نورو د ګټو او موخو له‌پاره د وچې د خاني په تمه په خپل هېواد او خلکو اور پورې کړي او لا ځان د اجر او ثواب وړ هم پېژني.
که څه هم دغسې انکار اسانه نه دی، خو ناشونی يې هم نه‌شو بللای. زه داسې څوک پېژنم چې ژوند يې په تنګسيا کې تېرېږي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوه ښه مقام وړانديز ته د چارو رياست د کارکوونکي ټينګار بيا هم د ده «نه» هو نه‌شوای کړای، ځکه خو يې هغه کارکوونکی په «خوشا بحال شما» مخه ښې ته اړ کړ.
دا خبره ما ته هغه سړي نه، بلکې د چارو او ادارې کارکوونکي کړې.
زموږ په سيمه کې يو لېونی که ملنګ او مجذوب و چې اګه يې باله.
د ډاکټر نجيب الله په وروستيو کې چې د بينن سيوان د جوړجاړي پروسه او د ناپېيلي موقت حکومت او ټاکنو کيسه توده وه، له ده چا پوښتنه وکړه؛
ـ اګه! ته چا ته رايه ورکوې؟
ده لنډ ځواب ورکړ؛ هغه ته چې جېب نه لري.

قوماندان داوود شاه ورته کړه؛ زما جېب نه‌شته، ما ته خو به رايه راکوې؟
اګه ورته کړه، ستا جېب تر ګردو غټ دی، دا دی ګوره دومره غټ…
د اګه معيار جېب نه لرل و. د جېب په حقيقت، ماهيت او غضب د ده سر هله خلاص و چې جېبونه لا دغسې بلا نه وو ګرځېدلي.
تنظيم، جهاد، اسلام، اسلامي حکومت، شريعت، لمونځ، روژه، نفلونه، ژبه، قوم، سيمه يو هم د اګه لېوني خوښه او معيار نه‌شوای پوره کولای.
ده خلکو ته پېښ ټول مصيبتونه له جېب څخه ګڼل او جېب نه لرل يې د فساد له غضبه د خلکو د خلاصون يوازېنۍ لاره ګڼله.
د ده خبره به چې چا واورېده، که په لېونتوب پورې به يې که په کړس و نه خندل، له موسکا نه‌شوای تېرېدای.

خو اګه لېوني د چا خندا او مسخرو ته نه کتل، تر پايه پر خپله خبره او معيار ولاړ و. د طالبانو تر سقوط وروسته چې ټاکنې پيل شوې، اګه هماغسې جېب نه لرل د خپلې ارايې شرط ګرځولی و.
د ولسمشري په لومړيو ټاکنو کې به چې چا ورته وويل، کرزي ته رايه ورکوې، ده به ويل نه، قانوني ته نه، له يو درجن نوماندانو به يې چې هر يو ورته ياد کړ، د ده ځواب به نه و.

بيا نو رايه چا ته ورکوې؟
ـ هغه چې جېب نه لري.
تر ټاکنو وروسته اګه امريکايانو وويشت. شونې ده په خپله کاغذي کاروايي کې يې د کوم لوی ترهګر يا طالب د وژلو راپور ورکړی وي، خو د اګه جنازه د سيمې د تاريخ ستره جنازه وه چې خلک له مادي مقام او تمې پرته د ده پر جنازه ورمات وو.
د اګه معيار نن د نښې منځ ګرځېدلی. جېب د ده پر وړاندې د فساد سيمبول و، ده ته د هر جېب خوله لکه بوجۍ او جوال شلېدلی ښکارېده، لکه دوزخ چې د هل من مزيد په چيغو يې خوله بېرته وي.

 

سرخط ورځپاڼه

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي