د مورنیو ژبو نړیواله ورځ / حبیب الرحمن تاثیر

0 473

د فبروري میاشتې ۲۱ مه هرکال په نړیواله کچه د مورنیو ژبو د ورځې په توګه لمانځل کېږي، د دې اعلان د ۱۹۹۹م کال د نوامبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه وشو چې د ګڼو ژبو او کلتورونو په اړه د عمومي شعور د بیدارولو په توګه دا ورځ ولمانځل شي، دا ورځ بنګالي ازادي غوښتنونکیو دپاکستان د ظلم او بربریت له برکته، بنګالیانو د ځان ازاد ثابتولو او له پاکستان څخه د کرکې په توګه نړۍ ته ورکړه. 

په ۱۹۴۸زیږدیز کال د مارچ په ۲۱ پاکستاني ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یووازنۍ ملي ژبه اعلان کړه، خو اوسني بنګله دېشیانو ته چې (هغه وخت د پاکستان برخه وو) دا کار ناروا مالوم سو او د جناح د پرېکړې پر خلاف یې په لاریونونه لاس پورې کړ، ځکه چې هغوی خپله بنګالي ژبه په رسمیاتو، نصاب او زدکړو کې هم شامله غوښته، خو پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ږ کال د فبروري د ۲۱مې نیټې پر سوله ییز لاریون وسله وال برید وکړ، چې د ډاکې د ملکي او طِبي پوهنتون څو تنه محصلان یې ووژل. 

له هغه وروسته دغه ورځ بیا بنګالیانو هر کال لمانځله او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیزونه وکړ چې دغه ورځ دي د مورنیو ژبو د نړیوالې ورې په توګه یاده شي، نو دا وه چې د ۱۹۹۹ږ کال د نوامبر په ۱۷ نېټه یونسکو په خپله یوه ستره غونډه کې دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله، چې د بنګله دېش د ژبې د حرکت د ورځې درنښت او دوام دی او اوس هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي، خو وروسته د یونسکو په فکر ټولې ژبې د بشریت ګډ میراث ګڼل کېږي چې باید ساتنه او پالنه یې وشي او تر څنګ یې نور داسې نړیوال اسناد او اعلامیې ورکول شوې چې دا د هر ماشوم بشري حق دی چې په خپلې مورنۍ ژبه زدکړه وکړي. 

دا چې پاکستان په پاکستان کې لکه په اوسنیو مېشتو قامونو پښتنو، بلوڅو، سندهیانو او نورو محکومو قامونو پر بنګالیانو هم د پردۍ ژبې منل او تپل غوښتل، خو بنګالیان د وخت د حاکم محمدعلي جناح په وړاندې د ازادۍ د غوښتلو ترځنګ د پردۍ ژبې اردو نه ویل هم پر ځان حرام وګڼل او د وینو په بدله یې هم ازادي ورڅخه واخیسته او هم یې خپله بنګالي ژبه د ملي، دفتري، کاروباري، عدالتي او نصابي ژبې په توګه پر ځای وساتله، خو په پاکستان کې پاته قامونه له دغه ستر نعمت څخه بې برخې شول. 

که بنګالي مبارزینو په پاکستاني بندي خانه کې د غلامۍ تورې تمبې ماتې کړې او د ژبې ترڅنګ یې فزیکي ازادي هم ترلاسه کړه، نو ولې په دغه بند کې بند پانه پښتانه، بلوڅ، سیندي او نور غلام قامونه ازادي نه شي ترلاسه کولی، ولې په خپله ژبه په نصاب، دفتر، کور او کاروبار کې نه شي ویلی؟ که څه هم چې په دا وروستیو کې په محکومه پښتونخوا کې پښتو ژبې ته زیات کار شوی دی، خو په اسلام اباد کې له (پښتون قامي پاڅون) څخه وروسته زیاتو خلګو د ازادۍ اخیستلو ترڅنګ خپلې ژبې پښتو ویلو، لوستلو او لیکلو ته هم مخه کړې، چې دا د خوښبختۍ ځای دی. 

دا چې اوس د دغې ورځې مانا او لمانځل تر بنګالیانو پورې محدود نه بلکې ټولې نړې ته وغځېده او یونېسکو هم په نړیوالو ژبو د زدکړو ټينګار کوي او د اسپانیا، چین، جاپان، کوریا، فرانسه، المان او نورو ډېری هېوادونه خپلو ژبو ته اهمیت ورکوي او په خپلو ژبو په ویاړ خبرې کوي، نو ځینې روشنفکره طبقه په دې فکر کې ده چې که اړینه وي، نو ماشومان پرېږدئ چې په ښوونځيو کې په انګریزي ژبه زدکړې او خبرې وکړي، خو په کور کې باید په خپله مورنۍ ژبه خبرې، لیکنې او مطالعه له پامه ونه غورځوي او باید هغوی مجبور کړای شي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.

Comments
Loading...