د ملي هويت چيغه؛ وکيل، قومي ټېکه‌دار، حکومت او افغان ملت ذبيح الله احساس

 

هغو وکيلانو چې د تذکرې د مسلې په بيا راپورته کېدو کې يې شنه کارټونه پورته کړي، له دې نه دي خبر چې وطن يې له کومې بدرنګې ورځې سره بيا مخ کړ.

اوس به بيا د ملي هويت چيغه د وکيل، قومي ټېکه‌دار او حکومت تر منځ د زور ازمايلو پړی شي او افغان ملت به د خوار ولس په توګه کله د يوه او کله د بل خولې ته ګوري؛ ډېره بده خو لا دا چې دښمن به مو ننداره کوي.

کوم پارلمان!؟
څه چې په دېګ کې وي، هماغه کاسې ته را وځي.
د پارلمان ډېری وکيلانو ته نو دا نوې خبره نه ده چې په تذکره کې د ملي مسلې پر سر دې سودا و نه کړي.

هغه وکيل چې له وزير څخه د باور رايې اخيستو پر مهال د پيسو تمه کوي، د پارلمان پر څوکۍ د ملي اردو د ټپي شوي سرتېري غم ژاړي؛ خو په خپله سيمه کې د همدې سرتېري د دښمن تر ټولو ستر خواخوږی وي. هغه ته نو د خپلو ګټو د خوندي ساتلو له‌پاره د افغان کليمې پر سر سودا کول، لويه خبره نه ده.

دا ځينې که د پارلمان وکيلان نه وای؛ نو اوس به يې خيرن واسکټ، جوال کالي، بړستن چپن او يا پېړه بوينه ګوپيچه پر تن وه، تر غوږو به يې پکول کش کړی و او کلاشينکوف به يې اوږې ته پروت و. د همدې ناولې شپېلۍ په زور به يې له ساده کليوالو ډوډۍ خوړله.

ګومان همدا و او موږ غوندې خلک همدې ته خوښ وو چې له دې شر طلبو مو کلي او ښارونه په امان کې شول؛ خو داسې و نه شوه. په نوي دود د اوسني عصر له سياست څخه په ګټې اخيستنې يې غريبه زورواکي پر خانۍ بدله شوه.

له سياست سره اشنا شول؛ خو په بدرنګو لارو. اوس نو ورته ټول وطن خپل کلی ښکاري. لا وپړسېدل، واسکټ يې پاک شو، چپن يې هم خيرنه نه ده او پکول يې هم اوس تر غوږو پورې ځوړند نه وي پر سر.

اوس د هېواد په کچه د قاچاق، انسان تښتونې، په سفارتونو کې د خپل هويت او وطن د پلور ګټو ته ناست دي.

تمه همدا وه چې پارلمان به د روان کورني بدرنګه سياست غلبېل شي. ورو ورو به دغه څوکۍ له دغو ښاغلو خلاصې شي؛ خو دا خوب مو لکه چې ژر رښتيا نه شو.

په تذکرو کې د هېواد په کچه له ستر جنجال څخه وروسته په ډېره معقوله توګه دغه ناندرۍ پای ته رسېدلې وې. د ملي هويت په توګه د افغان کليمې تر څنګ د قومونو يادول په‌کې اړين وبلل شول. همدا ښه شوه چې هر افغان د ملي هويت تر څنګ د خپل قومي هويت له خونديتوب څخه هم ډاډه شو.

اوسنی پارلمان چې له ښايسته مودې د سياسي محصلت له مخې د ولسمشر د فرمان له لارې نقلي مشروعيت لري، وکيلان يې اندېښنې پسې واخيستل چې د تذکرو مسله خو روغه روانه ده. که چېرې همداسې پر مخ لاړه شي؛ نو امکان لري چې په ښه توګه پای ته ورسېږي او پارلماني ټاکنو ته زمينه برابره شي.

نو دې خوارانو خو خپله څېره اوبو کې ليدلې چې دا ځل پرې څوک د ښو خلکو ګومان نه کوي. امکان ډېر دی چې بېرته د خپل کلي بدماشۍ ته پاتې شي.
نو همدا ورته ښه لاره ښکاره شوه چې د تذکرو د جنجال پاڼه بيا را واړوي. تذکرې به وځنډېږي، له مخې به يې پارلماني ټاکنې لا وروسته شي او د دوی نقلي وکلات به دوام پيدا کړي.

قومي ټېکه‌داران:
دا خو ښکاره ده چې د افغان کليمې مسلې پر وړاندې ولس غلی نه پاتې کېږي؛ خو په دې غلي نه پاتې کېدو کې يوه ستره وېره هم شته او هغه د همدې وکيلانو په څېر د کابل د سړکونو بدرنګ قومي سياستمداران دي.

دوی هم تل هڅه کړې چې د خپل او د خپلې ډلې د سياسي شهرت له‌پاره ملت تر ژوبلې ګوتې ونيسي. اندېښنه راسره همدا ده چې دا ستر ملت يو ځل بيا د ولاړ دښمن پر وړاندې د قومي سياست ناندريو ته تم نه کړي.

خدای دې نه کړي چې بيا هغه بدرنګه شعارونه پورته شي:
((افغان مساوي پښتون؛ نو زه افغان نه يم.))، ((چې ځان ته افغان نه وايي؛ نو له امو دې واوړي.)) په حکومت کې بې برخې زړه ډکي تش په نامه سياستمداران به د کابل او د لويو ښارونو د سړکونو په متر کولو اخته وي چې کله به پرې له همدې شعارونو سره پلی تګ کوي.

يو خبره ښکار کوم چې ماته د افغان کليمه په دې نه ده مهمه چې د پښتون په توګه ورسره تړاو لرم، بلکې مهم اړخ دا دی چې زما د ګران وطن د نامه تشريح ورپورې تړلې ده. د ملي يووالي د نږدې کېدو له‌پاره پرته له دې کليمې بله سمبوليکه کليمه نه لرو چې سره يو موټی مو کړي. دا لا بله اندېښنه چې له امله يې زما د پېژندنې پاڼه لا هم زما په لاس کې نه‌شته.

نو د ملي هويت په ننګه راوتونکيو ښاغلو ته وايم چې د دغې سترې ملي مسلې پلويتوب او مخالفت د قوم له ادرسه مه کوئ، بلکې د ويښ ملت په توګه د بدرنګه وکيل، ځان غوښتي قومي سياستمدار او ويده حکومت پر وړاندې يو موټی شئ او د خپل ملي هويت ساتنه وکړئ.

حکومت دې لاس تر زنې نه کښېني.
داسې دې نو خدای نه کړي، کنه بيا نو مسله، د افغان هويت تر ګټلو هم خطرناک پړاو ته ځي.

حکومت دې همدا حالت د خپل حيثيت د ساتنې او د روانې دورې تر ټولو د سترې چارې تر سره کېدو مهال وګرځوي.

په خپله فيصله دې ودرېږي. پارلمان ته بايد ور په ياد کړي چې مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې دی او په حل شوې ملي مسله کې دې بيا د خپلو بدرنګو ګټو د خونديتوب په خاطر ګوتې نه وهي.

د تذکرو مسله حل ده. افغان د ملي هويت په توګه سره کرښه ده او دغه سره کرښه کشل کړای شوې او منل شوې ده. د قومونو خونديتوب اړتيا ده او دې اړتيا ته هم په‌کې په درنه سترګه کتل شوي دي.

حکومت بايد په سړه سينه خپلې چارې پر مخ بوځي. مسووليت يې همدا دی چې د افغان هويت په خونديتوب دې افغانستان له شته نامريي ګواښ څخه وساتي. که‌نه داسې چقړې به د خپل سياست پر مخ ومښي چې د تاريخ اوبه به يې هم نه شي مينځلای.

کنه ګومان به په يقين بدل شي چې حکومت هم له پارلمان سره په روانه لوبه کې سم شريک دی.

Categories: د مسئول مدیر په خوښه,روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي