د ماشومانو روزنه او زموږ نيمګړتياوې/ محمود حقاني

ماشومان په هره ټولنه کې معصوم ، ناتوانه، بې پرې ، او د شفقت وړ طبقه ده. او د دوی د ماشومتوب مرحله هم خورا حساسه او اغېزمنه ده، که چيرې په دې مرحله کې له دوی سره زيار او کوښښ وشي او خپل پوره ځواک په خلاصه سينه پرې مصرف شي، نو هم ټولنه سالمه روزل کيږي، او هم د ملت د فلاح او بهبود لپاره اکسير درمل ګرځي. او که چيرې ددوی په تربيه کې ناغيړي وشي، نو بيا خپل مور  پلار  او کورنۍ خو پرېږده چې تمامې معاشرې ته د سرطان د ناروغۍ په څېر ګرځي.
زما په آند  ممکن نورو اديانو والا هم دې ناتوانه طبقې ته څه نا څه حقوق ورکړي وي، خو زموږ سپيڅلي دين بيا تر نورو زيات دوی ته ځانګړې پاملرنه کړې. د ساري په توګه  د حمل غورځولو ممانعت، د حاملې ښځې لپاره د اړتيا پر وخت د روژې خوړلو اجازت، په زيږېدلو يې خوښي، په غوږ کې يې اذان کول، حلق يې لوندول، ښکلی نوم ورباندې ايښودل  او ډېر داسې نور.
أما متاسفانه چې موږ “افغانان”  ۹۹% فيصده مسلمانان يو، او ځان تر ډېرو د اسلام مدافعين هم بولو، ليکن که خپل عملي ژوند ته يو ځغلنده نظر واچوو نو بيا مو تل د اسلام سره منفي درجه کې تګ کړی، نه مو د خدای حقوق پر ځای کړي او نه د انسانانو او نه هم د حيواناتو.
له نور هر څه به تېر شو، صرف د ماشوم د روزنې اړخ به راواخلو  چې موږ دا تشه څومره ډکه کړې،  ماشوم چې کله پيدا شي نو اول خو داسې نوم ورته انتخابوو چې هيڅ مانا نه لري، د بيلګې په توګه  کله ګل بت وي کله ميربت کله پيره ګی او کله نانی او نور داسې نادر. حالانکه زموږ مقدس شريعت څرګند امر کړی، چې خپلو بچيو ته ښکلي نومونه ږدئ چې په همدې نومونو به د قيامت په ورځ راپورته کولې شي.
بيا چې کله د خبرو توان پيدا کړي،  نو د کلمه توحيد، اسلامي منصوصي دعاګانو او لمونځ ورزده کولو پرځای ښکنځلې او داسې بې مانا، بې ارزښته کلمات ورته ښايو چې صرف د کورنۍ وګړي پرې خاندي او هغوی ترې مزه اخلي.
چې کله لږه نوره وده وکړي او خوراک، څښاک پخپله پیل کړي، نو که لاس يې پاک وي يا ناپاک، که پيل کې يې بسم الله ويلي وي يا نه، که له خپلې مخې خوري او يا د بل له مخې، هيڅ پام ورته نه کړو او نه راسره دا احساس وي چې ده ته د خوږ پيغمبر سپيڅلې طريقه وښايو. يو ځل نبي کريم صلی الله عليه وسلم  سره ماشوم خوراک کولو  او هغه هر لورې ته لاس اوږدولو  نو محمدصلی الله عليه وسلم ورته د مينې نه په ډکه لهجه وفرمايل! ماشومه د خپلې مخې نه خوره.
او چې نور هم ستر شي  نو د تعليم پر ځای يې کله دکاندار يا مستريخانه کې کينو، کله پرې بازار کې پلاستيکونه پلورو، کله يې له ځان سره د خښتو بټۍ ته بيايو، او کله يې بې مهاره بازار کې د سوال غوښتلو لپاره پريږدو.
او که دا  شاقّه کارونه پرې نه کوو نو بيا بې سرنوشته کوڅو کې ګرځي راګرځي، کله يو ښکنځي کله بل، کله يو موټر پسې ځغلي او کله بل پسې. د مشرانو د احترام نه ناخبره، د لارې د آدابو نه غافله، د سلام اچولو سره ناشنا او د اسلامي فرهنګ سره نابلده.
او که چيرې ښوونځي کې يې  شامل هم کړو، نو بيا صرف دومره زحمت کاږو  چې له کوره يې کله په دلاسه کولو، کله په بېعزته کولو، کله په وهلو او ټکولو بهر کړو. بيا يې نه د مکتب مخ وينو  او نه يې ښوونکي سره کينو او نه يې خپله د هغه د وړتيا، نيمګړتيا او درس جاج اخلو.
د کورنۍ نور وګړي خو پرېږده چې هغه مور پلار يې هم د دوی په سالمه روزنه کې کمال درجه بې فکره وي. حالانکه ماشوم چې کله هم د کور، کلي، معاشرې، ملت او وطن د ښيرازئ لپاره جوګه ګرځي نو هغې کې اساسي نقش د والدينو  او بيا په ځانګړې توګه د مور وي. امام غزالی رحمه الله د ماشوم د روزنې په اړه وايي چې: د ماشوم تربيه دده مور له انتخاب وروسته پیل کيږي، که مور يې صالحه وه  اولاد به يې هم نيکو کار وي وي، که مور يې بدکاره وه نو د بچي سالمه روزنه ناشونې ده.
همدا راز که چيرې تاسې د لويو لويو هستيو  “که هغه په مذهبي چوکاټ کې وي او که په عصري” د ژوند کړکېښ مطالعه کړئ  نو د ورځې په څېر به درته څرګنده شي چې د دوی لوړ مقام ته رسيدو کې اساسي رول د مور دی.
او که د ماشوم سره د مينې راز  راوسپړو  نو هغه مو هم داسې وي چې تر يو څه وخت پورې خو بې کچه مينه ورته ورکړو  خو چې هغه کله لږ لوی شي، منډې رامنډې پيل کړي او لږ ورانی هم کوي نو بيا يې په وهلو، بدرد ويلو، کور نه په ويستلو باندې سستيا نه کوو.
زموږ سپيڅلي لارښود نبی کريم صلی الله عليه وسلم د ماشومانو سره مينه کې کمال کړی. هغو يې په اوږو کينولي، پوزه يې ورته پاکه کړې، ژبه يې ترې رودلې او  په نوم يې ورته خپله خوله مبارکه ايښې.
دا او دې ته ورته زموږ نيمګړتياوې دي چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي. او له دې نه وروسته بايد خپل ضمير رابيدار کړو  چې خپله پاتې انرژي به د بچيو په سالمه روزنه کې مصرفوو

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.